د شينجيانګ په طبي پوهنتون کې ملی يووالی

cri     (GMT+08:00) 2009-07-28 17:06:12

 د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکه سيمه يوه داسې سيمه ده چې پکې د اويغوري ، قزاق، هوی، مغول او ازبک په شمول ديارلس ملی لږکی قومونه ژوند کوي. له اوږدې مودې راهيسې بېلا بېل ملی لږکي قومونه په همغږۍ د چين له لومړني لوی قوم يعنی د هان قوم سره په سوله ييزه فضا کې اوسيږي او يو له بل سره مرستې کوي . د شينجيانګ په هره موسسه او د استوګنې په هره سيمه کې د ملي لږکيو او هان قوم ترمنځ يووالی ليدل کيږي. د چين د مسلمانانو په پروګرام کې به د شينجيانګ په طبي پوهنتون کې د بېلا بېلو ملي لږکيو زده کړيالانو ترمنځ د دوستۍ په باب لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د شينجيانګ طبي پوهنتون چې د اورمچي په مرکز کې پروت دی، څه باندې ديارلس زره تنه زده کړيالان لري چې نيمه برخه يې ملی لږکي زده کړيالان دي. د جولای په ٥مه نېټه د اورمچي د وهلو، ماتولو، لوټمارۍ او سوځولو په شمول د زورزياتي پېښو په ترڅ کې په دغه پوهنتون کې هېڅ کومه پېښه نه ده پېښه شوې. زموږ خبريال په وروستيو ورځو کې دغه پوهنتون ته ورغلی او داسې حالت يې ليدلی چې د پوهنتون نظم ښه دی او بېلا بېل ملی لږ کي زده کړيالان او ښوونکي په هوسا توګه ژوند کوي لکه چې يوه لويه کورنۍ ده . د ٢٠٠٨ دورې د اويغوري قوم ٢١ کلن يوسفکن چې د قانوني طب د تخصص په زده کړې بوخت دی، د دغې پېښې د يادونې په ترڅ کې وويل :(اواز........) په عادی ورځ کې دغه ډول پېښه نه پېښيږي، د جولای په پنځمه نېټه په اورمچي کې د وهلو، ماتولو، لوټمارۍ او سوځولو له پېښې وروسته که څه هم له پوهنتون څخه بهر ترينګلی شوی ، خو د پوهنتون په دننه کې حالت لاهم د پخوا په شان ارام و. مونږ په عادي توګه زده کړه کوله او د امتحان د چمتوالي لپاره مو کارونه تر سره کول چې له پخواني ژوند سره يې توپيرونه نه درلودل.

د بستريزې څېړنې انسټيټيوټ ٢٣ کلن زده کوونکي ما ليانګ چې په شينجيانګ کې زيږېدلی دی، وويل چې نوموړی پېښه د رابيه په مشرۍ د کورنيو او بهرنيو بېلتون غوښتونکيو په لمسون د هغو لږ شمېر وګړيو له خوا تر سره شوې چې په واقعيتونو نه پوهيدل ، دغه وګړي د شينجيانګ د زياتو وګړيو استازيتوب نه کوي. هغه هيله څرګنده کړه چې د نورو سيمو وګړي د دغې پېښې له امله داسې نظر ونه لري چې په شينجيانګ کې ملی تضاد موجود دی.هغه وويل (اواز.........) هېڅکله دا احساسات نه لرم چې د شينجيانګ حالت ترينګلی وی ، زما په أند حالت يې ډېر أرام دی او شينجيانګيان هم ډېر مېلمه پالنه دي .زه هم له خپل ټاټوبي سره ډېره مينه لرم .زما نيکه ، انا. پلار او مور ټول په شينجيانګ کې ژوند کوي .زموږ په پوهنتون کې قومي ټولګيوالان تل د هان قوم له ټولګيوالانو سره دوستي او ملګرتيا لري او ډېر زيات اړوند فعاليتونه په ګډه تر سره کوي .

ماليانګ له يوسفکن سره په يو پوړ کې اوسيږي . که څه هم قومونه يې بېل دي، خو دوی تل لوبه کوي . له دغې پېښې وروسته هغوي يو بل ته ډېره پاملرنه کوي او لکله د وروڼو په شان دي.

يوسفکن وويل :(اواز........) زموږ اړيکې ډېرې ښه دې. زموږ پوهنتون لکه چې يوه لويه کورنۍ ده چې مونږ پکې لوبه کوو او بېلا بېل فعاليتونه تر سره کوو.

ماليانګ وويل : موږ ډېر خوشحاله يو او يو بل ته هم ډېره پاملرنه کوو او په هر ځای کې د شينجيانګيانو له دوديزو لارو چارو سره سم سلامونه وايو.

يوسفکن په ځانګړي توګه زموږ خبريال ته يوه کيسه وکړه . تېر کال په شينجيانګ پوهنتون کې د هان قوم يو زده کړيالې چې د وانګ يان نا نوميږي، په بسپنه سره د اويغوري قوم د منځني ښوونځي زده کوونکي ماولانکن ته پښتورګی ور کړی دی .اړوند طبی عمليات د شينجيانګ د طبي پوهنتون په لومړني فرعي روغتون کې تر سره شول . دغې کيسې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو پر خلکو ډېره اغيزه کړې ده. يوسفکن وويل چې وانګ يان نا رښتيا د ماولاکن د خپل ورور په توګه بولی . ماليانګ هم داسې نظريه لري. هغه وويل (اواز........) دا د ملي يووالي نتيجه ده او يوه ډېره ريښتيني نمونه ده چې له دې لارې مونږ هغه احساسوو چې ملی يووالی زموږ په ژوند او د خلکو په زړونو کې موجود دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040