د سلا قومي وګړيو نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-07-28 17:04:45

 د سلا قوم د چين له لسو مسلمانو لږه کيو څخه يو دی . که څه هم نفوس يې له يو لک تنو څخه کم دی ، خو د سلا قومي وګړي د خپلو زيار ايستلو او هوښيار په وسيله نيکمرغه ژوند اوسيږي. په ننني پروګرام کې به د ښاغلي هان يونګ دونګ سره يوځاې دغه ډول ژوند احساس کړو.

(اواز...........) د سلا قوم په ديارلسمې ملادي پېړۍ کې له منځنۍ اسيا څخه چين ته انتقال کړی وو چې تر اوسه پورې اته سوه کلن تاريخ لري. دغه قوم د اسلام پر دين عقده او خپله ژبه لري ، خو ليکدود نه لري، څرنګه چې نفوس يوازې يو لک تنه دي چې له ٢٢هغو ملي لږه کيو څخه يو داسې قوم دی چې نفوس يې ډېر لږ دی. اوس مهال د چين په لويديز کې د چينګ های ولايت د شون هوا په ولسوالۍ کې څه باندې اويا زره تنه سلا قومي وګړي ژوند کوي او نور يې د دغه ولايت په نورو سيمو او ولسواليو او د ګان سو ولايت او د شينجيانګ د اويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې اوسيږي.

د شون هوا ولسوالۍ ښکلی منظرې د طبيعت برکت او ډالی ده ، دلته نه يوازې ژيړ سيند ور څخه تېريږي بلکې د لمر تر وړانګو لاندې وخت هم ډېر اوږد او ښه دی چې له امله يې د کرهڼيزو توکيو د کرلو لپاره مساعده زمينه برابره شوېده . د بېلګې په توګه ځايي وګړي د هغه مرچ په کر بوخت دي چې تنګ دې ، خو خوند يې تيز نه دی.که څه هم په نورو سيمو کې د دغه ډول مرچ د کرلو ازموينې تر سره شوې، خو ځکه چې د مرچ کرل ځانګړی طبيعي شرطو ته اړتيا لري، نو دغه ازموينې ناکامه شوې وو چې له امله يې د شون هوا ولسوالی د دغه ډول مرچ يوازنی توليدونکی ځای ګرځېدلی دی. ښاغلي هان يونګ دونګ وياړي :(اواز..........) د شون هوا ولسوالۍ مرچ ډېر اوږد دی خو خوند يې تېز نه دی ، نو د بېجينګيانو په شمول هغه وګړي ډېر خوښيږي چې له تېز مرچ سره ډېره مينه لري.

د دغه ځانګړيتوب د لرلو له امله دغه ډول مرچ نه يوازې د چين د جنوبي هوايي شرکت د الوتنې په ډوډۍ کې زياتيږي، بلکې د بېجينګ ، شينجيانګ او چن دو ښار په ځينو سوپارماکيټونو کې هم ښه بازار لري. خو دا ډېره مهمه ده چې د دغه ډول مرچ د کرلو له امله د شون هوا ولسوالۍ د بزګرانو ژوند شتمن شوی دی . ښاغلي هان يونګ دونګ زمونږ خبريال ته وويل د دغه ډول مرچ د کرلو په برکته بزګرانو ته ريښتيا ګټې رسېدلي دي. هغه زياته کړه(اواز...........) پخوا بزګرانو په يو په پنځلسمه برخه ځمکه کې د کرهڼيزو توکيو له کرلو څخه يوازې اته سوه يا زر يوانه تر لاسه کړي وو، خو حاصل عايدات يې يوازې څلور سوه يوانه و. د دغه ډول مرچ له کرلو وروسته په يو په پنځلسمه برخه ځمکه کې د دوي عايدات دری زره يوانو ته او حاصل عايدات يې دوه زره يوانوته رسېدلی دی. نو د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي انډول ډېر چټک دی.

د معلوماتو له مخې په شون هوا ولسوالۍ کې د کرل شويو مرچ مساحت ١٤ سوه هېکتارو ته رسيدلی چې ترې يو سل دېرش مليونه يوانه تر لاسه شوي دي.

په وروستيو څلورو او پنځو کلونو کې د دغه ډول مرچ د چارو د پرمختګ لپاره د هېواد د ملاتړ او د دغه ولايت له خوا د نيول شويو يو لړ تګلارو په پلي کولو سره د دغه ډول مرچ د توليد او چمتو کولو په اړه صنعتي ځنځير جوړ شوی دی. د شيان هونګ او تيان شيانګ په نامه د تصديو په شمور ځينی تصدۍ د خپلې مشهورې بڼې د جوړولو لپاره هڅه کوي. سربېره پردی د شون هوا ولسوالی پلان لري چې د تصديو په خپلې اډو کې مرچ وکرل شي او هيله لري چې نه يوازې د دوي توليدات د نورو سيمو په بازارونو کې وپلورل شي بلکې لازياتو بهرنيو هېوادونو ته صادر شي. د دغه ډول مرچ د چارو د راتلونکي پرمختګ په هکله ښاغلي هان يونګ دونګ وويل (اواز.........) يوه خوا بايد زمونږ په ولسوالۍ کې د مرچ اډه جوړه شي او د اړوندو تګلارې د پلي کولو له لاری دغې اډې ته پرمختګ ور کړی شي، بله خوا بايد د ځينو لويو تصديو په اتکا دغه أډه اباده شي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040