د اويغوري قوم ژبه په شينجيانګ کې په ښه توګه ساتل شوی ده

cri     (GMT+08:00) 2009-07-29 17:41:29

ګرانو اورېدونکو، د هان، اويغور او قزاقو په ګډون د ٤٧ قومونو وګړي د چين د شينجيانګ په اويغوري خپلواکې سيمې کې ژوند کوي او په کې زيات شمېر قومونه خپلې ژبې استعمالوی. په اوروموچي ښار کې د جولای د ٥ نېټې تر پېښې وروسته د بهرنيو هېوادونو ځينو خبري رسنيو داسې ډول راپورونه ورکړل چې د شينجيانګ د اويغوري قوم ژبه بيخی له نشت کېدو سره مخامخ ده. د چين د نړيوالې راډيو خبريالانو په ځانګړی توګه په شينجيانګ کې د اويغوري قوم په ګډون د ملي لږکيو ژبو او کلتور د ساتنې په اړه له سيمه ييزو پوهانو سره مرکې کړې دی. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دی په اړه معلومات وړاندی کړو.

که تاسی لومړی ځل شينجيانګ ته ولاړ شئ، په ځينو عامه تاسيساتو باندې د اويغوري او د چين ملي ژبو له لاری نښې نښانې به ستاسی پام ورجلب کړي. په شينجيانګ کې د اويغوري قوم اکثر خلک اويغوري ژبه وايي او ليکي. اويغوري ژبه په ټولنيز ژوند کې مهم رول لوبوي. د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ژبو د کاري کميټې مرستيال ابراهيم اسحاق وويل

( اواز ١ )

اوس د اويغوري قوم وګړي په خپل ژوند کې اويغوري ژبه وايي چې دغه ژبه په شينجيانګ کې په پراخه توګه استعمالېږي.

شينجيانګ د وريښمو لرغونې لار په منځنۍ برخه کې پروت دی چې د ختيځې او لوېديځې نړۍ د څو تمدنونو د سيستمونو يو مرکز و او پر دی بنسټ په شينجيانګ کې د بېلا بېلو ملي لږکيو خلکو ترمنځ يې هم ډول ډول کلتورونه سره غاړه غړۍ جوړ کړي دي. د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د هنر د څېړنې دفتر مرستيال او د نامادی کلتوري اثارو د ساتنې انسټيټوټ مشر ديلسات فرهت وويل له اوږدې مودې راهيسې حکومت د اويغوري کلتور ساتنې او پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړی او زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړی دي.

(اواز ٢)

د اويغوري قوم دوديزه موسيقی ، نڅاوی او اوپيراګانې د نامادی کلتوري ميراثونو په توګه ټاکل شوی او په ښه توګه ساتل شوی دی.

ښاغلي ديلسات فرهت وويل په وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د ملي لږکيو د لرغونی کلتوري کتابونو د لټولو، ترتيبولو او ژباړنې کارونو هم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

دوولس مقام د اويغوري موسيقۍ د خزانې په توګه ګڼل کېږي . د نوی چين له جوړېدو مخکې له دی امله چې د مقام د هنرمندانو شمېر ورځ په ورځ کم شوی ،نو دغه لرغوني هنر له نشت کېدو سره مخامخ و. د شينجيانګ د مقام هنري ډلې مشر محمدامين محمديلي وويل د نوی چين د جوړېدو په پيل کې حکومت د ناوړه اقتصادي زمينو په وړاندې په پوره توګه د اويغوري هنر د مقام ژغورنه کړې ده .

(اواز ٣)

په ١٩٥١ کال کې د حکومت له خوا ځينی پوهان شينجيانګ ته ورولېږل شول چې د دوولس مقام د راغونډولو او تاليفولو کارونه تر سره کړی او د يو لړ تدبيرونو د پلي کېدو له لاری د دوولس مقام هنر په ښه او بشپړه توګه ساتل شوی دی. تر هغه وروسته د چين حکومت د دوولس مقام د ساتنې کارونو ته ډېره پاملرنه کړی او کوي يې د دغه لرغوني هنر د پرمختګ لپاره زياته هڅه کړی ده. دغه راز د دوولس مقام په اړه کسټونه او ويډيويي توکي يې هم چاپ او خپاره کړي دي ، بر سېره پر دی د دوولس مقام هنر هم د نړۍ په ٣٥ هېوادونو کې ننداری ته وړاندی شوی دی.

اوس د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه د هېواد په کچه ٥٨ ځايونه، د خپلواکې سيمې په کچه ٢٧٤ ځايونه او د ولسوالۍ په کچه دری زره ځايونه ټاکل شوی دي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040