په هانکانګ کې د کتابونو شلمې دوری نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2009-08-04 15:13:46

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د هنر او کلتور پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. په هانکانګ کې د کتابونو شلمې دوری نندارتون د تېر جولای په ٢٢ نېټه د هانکانګ د کنفرانس او نندارتون په مرکز کې پرانيستل شو. په اسيا کې د کتابونو د يو اغېزناک نندارتون په توګه ياد شوی نندارتون په تاريخ کې تر ټولو لوی دی چې د ٢٠ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٥٠٠ سازمانونو په کې ګډون درلود. په دغه نندارتون کې په عمده توګه د چين د سترې برخې ، هانکانګ، مکاو او تايوان په ګډون د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ٤ ځايونو د چيني کتابونو د چاپولو د سازمانونو له خوا کتابونه ننداری ته وړاندی شوی دي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د هانکانګ د کتابونو د نندارتون په اړه ځينې معلومات وړاندی کړو.

د هانکانګ د کتابونو نندارتون د هانکانګ د سوداګريز پرمختګ د اداری له خوا جوړ شوی چې د کتابونو د نندارې او پلورنې يو نړيوال نندارتون دی. په ١٩٩٠ کال کې د دغه نندارتون له جوړېدو راهيسې يې په نړۍ کې د چيني کتابونو د خپرولو يو ډګر ګرځېدلی دی چې تېر کال يې د نندارچيانو شمېر له ٢٠٠ زره تنو څخه شاوخوا ٨٥٠ زره تنو ته لوړ شوی وو.

روان کال د هانکانګ د کتابونو نندارتون اووه ورځې دوام وکړ چې د چين د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ٤ ځايونو او د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د کتابونو د چاپولو زيات شمېر سازمانونو په کې ګډون درلود. د چين د سترې برخې د څه د پاسه سلو اړوندو سازمانونو له خوا ١٣ زره ډوله کتابونه په دغه نندارتون کې د ډېر پاملرنې وړ وو. د چين د اطلاعاتو او د چاپونې د عمومي اداری مشر ليو بين جيه د نوموړي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل د چين ستره برخه به په پر له پسي او فعاله توګه په دغه نندارتون کې ګډون وکړي چې د ښکلي چيني کتابونو نندارچيانو ته وړاندی کړي.

(اواز ١)

د سترې برخې د کتابونو د چاپولو ټولنه د هانکانګ د کتابونو بازار ته ډېره پاملرنه کوي چې له ١٩٩٠ کال څخه راپدېخوا د هرې دورې په نندارتون کې د سترې برخې اړوندو سازمانونو په کې په پراخه توګه ګډون کړی دی.

روان کال په دغه نندارتون کې د تايوان د نندارې سيمې پراخوالی له ٩ سوه مربع مترو څخه اوښتی او د نندارو څه نا څه سل ځايونه پکې جوړ شوی چې په تاريخ کې تر ټولو زيات بلل کېږي. د انسانو د خزانې په نامه د تايوان د کتابونو چاپولو د ډلې مشر جورج کوی وويل دغه فعاليت د چين د سترې برخې او تايوان تر منځ د کلتوري تبادلې په برخه کې ستر رول لوبولی دی.

د هانکانګ د سوداګرۍ د پرمختګ اداری له شمېرنې سره سم د شلمې دوری په نندارتون کې د ننداره شويو کتابونو د ډولونو شمېر ډېر زيات دی چې د کار او ژوند له بېلا بېلو برخو سره تړاو لري. د دغې اداری د خپرونې څانګې مشر پارکر روبينسن وويل

(اواز ٢)

زما په اند د دغه نندارتون له لاری د هانکانګ جذابيت په ښه توګه څرګندېږي .

اوس د کتابونو نندراتون د هانکانګ په سيلانيزو چارو کې يوه ډېره مهمه برخه ده چې د هانکانګ له نندارچيانو څخه پرتله د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د ٤ ځايونو سيلانيان هم د دغه نندارتون د کتلو لپاره هانکانګ ته تللي دي . د هانکانګ د سوداګرۍ د پرمختګ اداری د روان کال له مې څخه يو نوی تدبير پلی کړی چې په وار سره په بېجينګ، شانګهای ، ګوانګ جو او تاي پی ٤ ښارونو کې ګرځنده نندارتونونه جوړ کړي.

د هانکانګ د سوداګرۍ د پرمختګ اداری له شمېرنې سره سم تېر کال د سترې برخې څه د پاسه ٧ زره تنه نندارچيانو د هانکانګ د کتابونو نندارتون کتلی وو او ښايی چې دغه شمېر په روان کال کې لا نورهم زيات شي.

د خبر له مخې، د شلمې دوری په نندارتون کې به د کتابونو له نندارو پرته ، دوه سوه کلتوري فعاليتونه هم تر سره شي. د هانکانګ د کتابونو په نندارتون کې به د سترې برخې، هانکانګ، مکاو او تايوان په ګډون بېلا بېلو سيمو کې چيني لوستونکو ته زيات شمېر غوره کتابونه برابر شي چې په لا پراخې نړۍ کې د چينايانو د غوره کلتور او تجربو د خپرولو لپاره يوه ډېره ښه لاره بلل کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040