موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:12:21
قدرمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مي ومنئ ! زه ايازپرهر يم د مونږ او اوريدنکي پروګرام ته ستاسو هر کلی کوم . پاک رب دې وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو زه هم ستاسو ښکلي ليکونه او ايميلونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو او ايميلونو په لوستلو پيل کوم.

د خپرونې لومړی ليک لولم چې د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ له حسيني کلب څخه رافيع اله رافيع راليږلی دی . په سر کې د پښتو څانګې ټولو کارونکو ته په ځانګړې توګه د مونږ او اوريدنکي د خپرونې چمتو کونکو ته د زړه له کومې سلامونه ويلي دي .

رافيع الله ورور ويلي ، چې مونږ او اوريدنکي خپرونه ، چيني ژبې لوست ، سيانس او روغتيا ډيرې په زړه پورې خپرونې دي او ډير مې خوښيږي . بيا زياتوي چې ددغو خپرونو په اړه به بيلا بيل معلومات دروليږم .

رافيع اله وايې : د مونږ او اوريدنکي د پروګرام له لارې د هر چا ليکونه ، نيوکې ، وړانديزونه او هر ډول معلومات خپريږي . د چينې ژبې لوست د اوريدنکو لپاره ډيره ګټه لري ، ځکه دا هم يوه نړيواله ژبه ده او هم يې تاسو د پروګرام له لارې په زړه پورې خپروې .

سياينس او روغتيا يو داسې پروګرام دی چې د خلکو لپاره ګتور دی او بيا د افغانستان د وګړو لپاره خو ډيره زياته ګټه لري او ښه معلومات ترينه لاسته راوړای شي .

د رافيع الله ورور څخه نړۍ مننه کوم پدې هيله چې په راتلونکو کې نور هم ښکلي ليکونه راوليږي .

د پيښور د لسنرز کلب غړي صمد خان هم مونږ ته ليک راليږلی خو يوازې د سيالۍ د پوښتونو ځوابو نه راليږلی دی . له دغه ورور نه مننه پدې هيله چې په راتلونکې کې دخپرونې لپاره هم ځيني ښه مطالب او مضمونه راوليږي .

دا بل ليک هم د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ د فقيرانو له کلي څخه د يوراج کلب غړي مختاراله (همت ) راليږلی دی .

دغه ورور د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي . او وايې : چې دا زما لومړی ليک دی پدې هيله چې راته خپور يې کړی . بيا يې ويلي ، چې ما سره ملګري دي هر يو حميدالرحمن ، نعيم اله عادل ، ګل خان منګل . د ليک په پاې کې وايې : چې ستاسو لخوا راليږل شوې د پوښتونو پاڼې مو در ليږلي دي .

له مختار ورور څخه مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يو .

بل ښکلې ليک لولم چې د خپرونې اوريدنکي لياقت علي عوان او ملګرو يې هر يوۀ ريحان علي اعوان ، ميران علي راليږلی او د خپرونې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي .

دوي د محمد (ص) د نيکمرغه ميلاد مبارکې ويلې ده . بيا وايي : چې تاسو ته ليکونه درليږم ځواب يې بيرته نه راځي او د سيالۍ ځوابې پاڼې مې هم درليږي چې په پروګرام کې شامل کړي ، ځکه ستاسو پروګرامونه مې ډير خوښيږي .

د لياقت علي په ليک سم پوه نشوم چې د څه پاڼې په پروګرام کې ورته شامل کړو . د ليک په پای کې بيا ويلي چې زما داليک په پښتو هنداره کې خپور کړی په هر حال له دغه ورور څخه نړۍ مننه کوو اود راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

د نجات ملي کلب غړي نعمت الله هم له چترال څخه خپرونې ته ليک را ليږلی دی او د چين د نړيوالی راډيو ټولو کارکونکو ته يې د نوي کال مبارکي ويله ده . دغه ورور ويلي چې زه صاحب شاه کوټوال له خپرونې سره معرفي کړی يم او غواړم چې ستاسو دايمي اوريدنکی شم .

او يوه ټوکه هم راليږلی ده چې دا به ورته ولولم .

وايې : يوه ورځ زوی او پلار د لمانځه لپاره جومات ته ولاړل . زوي له پلار څخه مخکې کورته راغی او مور يې ورته وويل : زويه پلار به دې حصار شوې وي ، ته اوس له سابو سره ډوډی وخوره هغه به وروسته راشي . زوې يې وويل ، چې زه له سابو سره ډوډی نخورم ، زه مې له خپل پلار سره ډوډي خورم .

له نعمت الله ورور نه نړۍ مننه کوم او دراتلونکو همکاريو په هيله يو .

دا ليک مونږته له مانسهرې نه د خراسان کلب غړي حضرت محمد راليږلی دی . ددغه ورور په ليک ځانګړي څه نشته يوازې د پښتو څانګې ټولو کارونکوته سلامونه ويلي اووايې چې تاسو ته مې څو ليکونه درليږلي خو ځواب يې معلوم نشو او دا ليک چې درليږم پاکټ يې ما له بل چانه پور اخيستی دی . او په پاې کې يې د کليزې ،د چين د لوی ديوال عکسونو او نورو خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده . له حضرت محمد ورور نه ډيره مننه .

دابل ليک د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ د جنوعنډي کلي له يوراج کلب څخه رسول حسن ( حسيني ) راليږلی دی . دغه ورور وايې چې زما سلامونه د سي ار ای راډيو خواږو همکارانو ته په داسې حال کې وړاندې کړی ،چې خوله مو له خندا ډکه وي او زما عاجز سلامونو ته عليکم ووايي . خداې نګړي چې ته عاجز اوسئ .

رسول حسن ورور خپرونې د سي ار ای راډيو تر نامه لاندې يو شعر راليږلی دی چې دا به ورته

٣- ولولم .

يوه خوازه ملي راډيو ده سي ار ای - وړه دی ستايلو ده راډيو د سي ار ای

ښکلي ښکلي معلومات تري حاصليږي _ په مونږ باندې ډير ګرانه ده راډيو د سي ار ای

کوم وخت يې بينډراته معلوم شو - ماويل په څه حال به وي راډيو د سي ار ای

په ښونځي کې ورته ناست دا شعر زه جوړولم - په صفت يې زه مشغول يم د راډيو د سي ار ای

له رسول حسن ورور څخه نړۍ مننه ښکلی شعر خو بايد په راتلونکي کې داسې شعرونه راوليږي چې وزن او قافيه سر برابره وي .

بل ليک به ولولم چې په اردو ژبه ليکل شوی دی د مانسهرې له چهړيانو څخه محمد عارف او دو نورو دوستانو يې چې نومونه يې سم نه لوستل کيږي را ليږلی دی . د دوی ليک په اردو يې ليکلي ، د سلامونه تر څنګ يې د نوي کال مبارکې ويله ده او ايې چې هيله ده دا کال تاسو ته له خوښيو ډک يو کال وي . عارف ويلي، چې د اردو پروګرام تر څنګ د پښتو خپرونې هم په ډير شوق سره اورم خو پښتو پوهيږم خو ليکلی نشم .

محمد عارف يو ګيله هم کړيده او وايې چې مخکې مې هم يو ليک در ليږلی و، خو ځواب يې را نه غی ا و دليک په پای کې د اردو سندرې د نشر غوښتنه کړيده . ګرانه وروره محمد عارف ، لکه څنګه چې تاسو پخپل ليک ويلي ، چې د سي ار ای راډيو اردو خپرونې هم اوري نو تاسو به اردو سندرې حتمي د اردو خپرونې له لارې اوريدلي وي . خو په پښتو خپرونه کې يوازې پښتو سندره خپرولی شو . پدې هيله چې د ليک ځواب دی ارويدلی وي . تاسو کولی شي مونږ ته په اردو ليکونه را وليږی ، زمونږ لپاره هيڅ ستونزه نشته . له تا سو نه نړۍ مننه د راتلونکيو همکاريو په هيله دې يو .

دا ليک بيا زمونږ هميشني همکار او د پيښور د لسنرز کلب مشر بلالا خان راليږلی دی . دخپرونې ټولو کار کونکو هر يو احمد زلمي ، اياز پرهر ، سپوږمۍ ، غاټول ، ډيوه ، ليلا ، خوشحال تايب ، شکريه ، هوسۍ ، غوټۍ او تقاعد شويو همکارانو سلامونه ويلي دي . چې عليکم سلام به ورته ووايم .

بلال خان وايي ، چې زمونږ د کلب ټول غړي ستاسو خپرونې اوري ، او زه خو ستاسو دايمي اوريدنکی يم . او تاسو ته ډير په مينه خطونه درليږم ، تمه ده په خپرونه کې راته نشر کړی .

٤- زياتوي چې پدې دريو مياشتو کې مې تاسو ته تقريبا ٢٠٠ ليکونه درليږلي دي . خو ستاسو لخوا يو ځواب هم رانغلو . خو دا ځل به بلال خانه وروره درته ووايم ، چې ليک ځواب يې دليږلی پدې هيله چې در ورسيږي .

بلال خان ورور وړاندې وايي ، چې ښکلي سه چوان په نامه معلوماتي سيالۍ چمتوي او زما د کلب غړو هم پدې سيالۍ کې کډون کړی . او تمه لرو چې پدې سيالۍ کې بريالي شو . هوکې وروره که خدای کول انشاالله بريالي کيږی . او دليک په پای کې يې د سه چوان د سيالۍ ځوابونه راليږلي دي . له بلال خان وروره څخه ډيره مننه د ښو همکاريو په هيله يې يو .

دلته بل ډير ښکلی ليک په ډير ښکلي خط هم ليکل شوئ دی ، د مانسهرې د چهړيانو څخه د حضرت سلطان کلب مشر قاري محراب الدين پريشان راليږلی . دا ښکلي ليک په ډيره ښکلی وينا پيل کړی دی . وايې ، مننه او ستاينه کوم . دهغه خدای (ج) پاک چې د کښلو لپاره يې قلم پنځولی او په سمه لارې د تګ لپاره يې انسان ته عقل ور بښلی : بيايې ويلي دي ، چې د ميني او خلوص نه ډک ډک سلامونه او نيکي هيلي او خوږه احساسات ښې پيروزوينې او وروسره سپيڅلو هيلو يوه ډالی لپاره د خپلو ميړنيو ورنو او زړه ته را نيزدی خوږو ښاغلو هر يو خوشحال تايب ، احمد زلمي ، جان صاحب ، سپوږمۍ ، او ډيوې ته وړاندې کوم .

قاري محراب دالدين ورور وايي ، ډير خوشحاله يم چې زما د کلب ليکونه پخپل وخت د راډيو د څپو له لارې په پرله پسې توګه خپريږي . زه وخت ستاسې پښتو خپرونی په ډير شوق او د زړه په مينه اورم . بيا زياتوي چې ( قوال زرين ) زما ډالی پښتو هندارې ته .

وايې: پنځه څيژونه له پنځو څيزونو مخکې غنيمت وګڼی . خواني له بوډا توب نه مخکې – روغتيا له بيمارنی نه مخکې - دولت له غريبي نه مخکې – ژوند له مرګ نه مخکې - فراغت له مصروفيت نه مخکې . بيايې ليکلي : بينادم چې مړ شي نو عمل يې ختم شي ، خو درې خبرې ترې پاتې شي . ١- صدقه جاريه ، نيک اولاد ، علم نافع .

قاري صاحب وړاندې ليکلي دي ، چې د يو مسلمان پر بل مسلمان ٥ حقونه دي . ١- د سلام ځواب . ٢- د ناروغ پښتنه.٣- جنازه کې شريکيدل. ٤- دعوت قبلول. ٥- د پرنجي جواب په ريرحمک الله سره ، ينعي ورته وئيل چې الله دی په تام رحم وکړي .

بايد ووايم ، چې قاري محراب الدين پريشان خپرونې ته ډير ښکلي ليکل راليږلی . چې ډير ښکلی خط هم لري . ده نه نړۍ مننه کوو، او د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

٥- او خپرونې وروستې ليک هم د خوست ولايت د عليشيرو ولسولۍ له يورج کلب څخه اسداله اسد راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې ويلي ، چې زمونږ ګران افغانستان ٥ زره کلن تاريخ لري او په تاريخ کې په ډيرو نومونو ياد شوئ دی . چې لومړی نوم يې اريانا دهم خراسان او دريم يې افغانستان دی . او کله احمدشاه بابا په تخت کيناست نو د افغانستان په نوم يې ياد کړ . او پايتخت يې له کندهاره کابل ته انتقال کړ. خو زه به دغه ورور ته ووايم چې د افغانستان پايتخت له کندهار څخه کابل ته د تيمورشاه په وخت کې کابل ته انتقال شو . له دغه ورورنه مننه کوو او راتلونکو همکاريو په هيله يو .

دا ليک له نو شهرې څخه شاه فيصل او ملګرو يې راليږلی دی ، خو ددغه ورور خط سم نه لوستل کيږي ، پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته په واضح ډول ليکونه راوليږي . له دغه ورور بيا هم ډيره مننه کوو .

ښه قدرمنو دوستانو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته

رسيږي ، بيا هم د تل كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په

اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

٦- اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، نو تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040