موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:17:50
د مونږ او اوريدنکي د پروګرام قدرمونو مينه والو د خپرونې د کوربه اياز پرهر سلامونه او نيکې هيلي ومني . پدې هيله چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند ټولي چارې په خوښئ او خوشحالې پر مخ بوځی . دا دی يو ځل بيا ستاسو د خپرونې د نشر وخت رارسيدلی دی ، پدې هيله چې د خپرونې تر پای را سره پاتی شي ترڅو زه هم ستاسو راليږلی شوي ليکونه درته ولولم .

په سر کې دوه ليکونه راخلم چې د خپرونې همشني همکار او د پيښور د لسنرز کلب مشر بلال خان راليږلی دي او پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته خپل سلامونه وړاندې کړيدي .

بلال خان ورور وايې : په ٢٠٠٨ کال کې دسي ار ای راډيو پښتو څانګې خپلو ټولو اوريدونکو ته ډير ښکلي ښکلي پروګرامونه وړاندې کړل ، زه پرې ډير خوشحاله يم او تمه لرم چې په ٢٠٠٩ کال کې هم اوريدونکو ته همداسې ښکلي پروګرامه ړواندې کړي .

اغه ورور زياتو ي ، چې ما ګوان شي په نامه معلوماتي سيالۍ کې جايزه ګټلې وه خو تر اوښه پورې مونز ته ندي را رسيدلی ، مهربانې وکړي مونز ته خپله جايزه را ډالۍ کړی .

بلال خان دا هم ويلي ، چې د سچوان په سيالۍ کې هم ګډون کړی هيله ده چې پکې جايزه وکټم .

ګرانه ورور ، د پښتو څانګې هغو ټولو همکارانو ته چې د ګوان شي په معلوماتي سيالۍ کې بريالي شوي وو ، هغوی ته جايزې ورليږلي دي . دا چې تاسو ولي ندي در رسيدلي کيدای شي پستې ستونزي به وي او يا به هم در ورسيږي .

او بلاخان په بل ليک ويلي دي ، چې دپيښور لسنرز په مارچ مياشت کې يوغ غونډه جوړه کړې وه او دې غونډه ته مو د سي ار ای لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل ، دخيبر د کلب مشر قاري نعمت اله او الاعوان د کلب مشر لياقت علي اعوان ته مو بلنه ورکړې . او پدې غونډه کې به د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې د پروګرامونه په هکله ويناوې وشي . او د ليک په پای کې يې د پښتو هندارې او نورو خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده .

٢- ګرانه وروره تاسو پدې برخه برياليتوب غواړو ،د لا زياتو همکاريو په هيله دې يو .

بل ليک د خپرونې بل همشيني همکار او سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع اله مندوخيل راليږلی . د سلامونه د ويلو ترڅنګ يې ويلي، چې خپرونې مو اوس ډير خلک اوري . او پښتو هنداره هم ډيره خوښوي .

مندوخيل زياتوي ، چې د پښتو هندارې لوستونکي غوښتنه کوي ، چې د هندارې پاڼې دې زياتي کړی تر څو ډير مطالب پکې ځای شي . ګرانه ورور ستاسو وړانديزونه پر ځای د پښتو څانګې تر خپلي وسې پورې هڅه کوي ترڅو ستاسو وړانديزونو ته عملي بڼه ورکړي . له تاسو نړۍ مننه .

دا ليک د پيښور د لسنرز کلب غړي عبدالله خپرونې ته راليږلی دی . او د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي . دغه ورور هم پخپل ليک کې د جوړې شوې غونډې په هکله په معلومات ور کړي او دليک په پای کې د ليکونو پاکټونو ، پوسترونو او پښتو هندارې غوښتنه کړيده ه . له عبدالله ورور څخه مننه د ښو همکاريو په هکله يې يو .

دا ليک بيا له ژوب څخه ببرک کارمل کوي راليږلی د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي چې دا زما لومړی ليک دی چې خپرونې ته يې درليږم . دغه ورور وايې ، چي ستاسو دخپرونې ليکونو پاکټ رفيع الله مندوخيل راکړ او تاسو ته مې ليک در وليږلو .

زياتوي ، چې ستاسو خپرونې ډير اوريدونکي لري چې يو يې زه يم . له دغه ورور څخه مننه پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې په زړه پورې مطالب را وليږي .

دا بل ليک له جنوبې پښتونخوا څخه نقيب الله هوتک راليږلی دی او سي ، ار ، راډيو د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته يې د مينې او خلوص ډک سلامونه ويلي دي . نقيب الله ورور وايې ، چې خپرونې ته دا زما لومړی ليک دې چې در ليږم . او په راتلونکي کې به

٣- درسره قلمي اړيکي ټينګې کړم . دغه ورور د خپرونې ډير ستاينه کړي ده او زياتوي چې ، تل ستاسو خپرونې په مينه او شوق سره اورم . او په راتلونکي کې به نورم ستاسو پروګرامونه د ستوري په شان وځليږي .

نقيب اله خان وړاندې وايې، چې مونږ او اوريدنکي دخپرونې و خت کم دی او غوښتنه کوي چې لږ څه يې زيات کړی بل ويلي چې د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې يوازې يوه سندره خپروې . دا پروګرام لږ تر لږه بايد يو ساعت وي . ګرانه ورور ستاسو وړاندېزونه پر ځای دي خو که چيرې امکان ولري نوحتمي به ستاسو پر وړاندې د پښتو څانګې چارواکي غور وکړي . او د ليک په پای کې يې د يوې راډيو او کتابچو غوښتنه کړيده . چې د تحفي په ډول يې را وليږی . له نقيب الله هوتک څخه مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو.

دا بل ليک د خوست ولايت د عليشيرو ولسولۍ له يوراج کلب څخه رسول حسن حٌسيني راليږلی دی . او ايې چې د سي را ای راډيو ټولو همکارانو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندې کوم . رسول حسن وررو دخپرونې ستاينه کړيده او ويلي دي چې د پښتو هندارې دولسمه ګڼه مونږ ته رارسيدله ده .

دغه ورور ګيله کړيده چې په پښتو هنداره کې د ټولو کلبونو نومومه اود مشرانو عکسونه چاپ شوي دي . خو د يوراج د کلب هيڅ پته پکې نه لګي . ايا تاسو له مونږ نه مره ور شوي يې که څنګه ؟ او پای کې ويلي خدای دې وکړي چې زمونږ ليکونه په ښتو هنداره کې چاپ شي . قدرمنه ورور داسې کومه خبره نده چې مونږ د نور اوريدنکونو نومونه په پښتو هندارې کې چاپ وو او ستا نه . تاسو ټول زمونږ سر او سترګې يي . انشاالله ستاسو د کلب نوم او ستاسو عکس به هم په راتلونکو ګڼو کې چاپ شي . له تاسو څخه نړۍ مننه او لا زياتو همکاريو په هيله دې يو .

٤- دا ليک دافغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي راليږلی دی د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې خپل د مينې ډک سلامونه وړاندې کړيدي .

حنفي وررو ويلي دي ، چې ستاسو خپرونې په ډير شوق سره اورو او تل ترې ښه او په زړه پورې معلومات حاصلوو. او زياتوي چې چين نړيواله راډيو زمونږ د ژوند يو برخه ګرځيدلی ده او هر قسم همکاريو ډاډ در کو .

حنفي وړاندې ويلي ، چې ستاسو لخوا د سيالۍ پوښتنې مونږ ته راسيدلي او ځوابونه مو بيرته درليږلی دي . او دا هم وايې ، چې را روانه ((بهير)) خپرنيزه مو درليږلی ده پدې هيله چې ستاسو د پام وړ وګرځي . په پای کې يې ويلي چې مونږ غواړو په را روانه بهير کې ستاسو د راډيو د ټولو کار کونکو عکس چاپ کړو او هيله ده چې په ګډه يو عکس زما د بهير لپاره را وليږی .

له سيد وارث حنفي څخه نړۍ مننه کوو.

دلته بل ډير ښکلی ليک په ډير ښکلي خط هم ليکل شوئ دی ، د مانسهرې د چهړيانو څخه د حضرت سلطان کلب مشر قاري محراب الدين پريشان راليږلی . دا ښکلي ليک په ډيره ښکلی وينا پيل کړی دی . وايې ، مننه او ستاينه کوم . دهغه خدای (ج) پاک چې د کښلو لپاره يې قلم پنځولی او په سمه لارې د تګ لپاره يې انسان ته عقل ور بښلی : بيايې ويلي دي ، چې د ميني او خلوص نه ډک ډک سلامونه او نيکي هيلي او خوږه احساسات ښې پيروزوينې او وروسره سپيڅلو هيلو يوه ډالی لپاره د خپلو ميړنيو ورنو او زړه ته را نيزدی خوږو ښاغلو هر يو خوشحال تايب ، احمد زلمي ، جان صاحب ، سپوږمۍ ، او ډيوې ته وړاندې کوم .

قاري محراب دالدين ورور وايي ، ډير خوشحاله يم چې زما د کلب ليکونه پخپل وخت د راډيو د څپو له لارې په پرله پسې توګه خپريږي . زه وخت ستاسې پښتو خپرونی په ډير شوق او د زړه په مينه اورم . بيا زياتوي چې ( قوال زرين ) زما ډالی پښتو هندارې ته .

٥- وايې: پنځه څيژونه له پنځو څيزونو مخکې غنيمت وګڼی . خواني له بوډا توب نه مخکې – روغتيا له بيمارنی نه مخکې - دولت له غريبي نه مخکې – ژوند له مرګ نه مخکې - فراغت له مصروفيت نه مخکې . بيايې ليکلي : بينادم چې مړ شي نو عمل يې ختم شي ، خو درې خبرې ترې پاتې شي . ١- صدقه جاريه ، نيک اولاد ، علم نافع .

قاري صاحب وړاندې ليکلي دي ، چې د يو مسلمان پر بل مسلمان ٥ حقونه دي . ١- د سلام ځواب . ٢- د ناروغ پښتنه.٣- جنازه کې شريکيدل. ٤- دعوت قبلول. ٥- د پرنجي جواب په ريرحمک الله سره ، ينعي ورته وئيل چې الله دی په تام رحم وکړي .

بايد ووايم ، چې قاري محراب الدين پريشان خپرونې ته ډير ښکلي ليکل راليږلی . چې ډير ښکلی خط هم لري . ده نه نړۍ مننه کوو، او د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

دا بل ليک مونږ ته کابل څخه د عزيزي کلب مشر سيد اعظم عزيزي راليږلږی دی ، خدای دې وکړي چې ددغه ورورو نوم مې بيا غلط نه وي تلفظ کړی . د راډيو ټولو کارکونکې ته يې سلامونه ويلي دي . سيد اعظم ورور د نوي ١٣٨٨ لمريز کال د راسيدو مبارکې ويله ده ، چې مونږ به هم ورته پخيل وار سره مبارکې ووايؤ او ور سره يې يو ښکلي پوست کارت هم راليږلی دی . دغه ورور وايې ، چې ستاسو ټول پروګرامونه د راډيو له څپو څخه اورم او ډير ګټه ترينه اخلم .

سيد اعظم ورور زياتوي چې په کابل او هلمند ولايتونو کې ستاسو د راډيو ډير مينه وال دي او غوښتنه کړې مونږ ته پښتو هنداره او نور مطبوعاتي توکي را وليږی او پر مونږ باندې پام وکړي . بل يې غوښتنه کړی ، چې په کابل کې د چين په سفارت کې يو پوست بکس پرانځې ، ځکه مونږ ليکونه ډير په ځنډ تاسو ته در رسيزي . او دليک په پای کې ويلي ، چې د دوو ورځپانو چلونکی يم او کوښښ به وکړم چې د چين او افغانستان د دوستي په باره کې به ځينې مضمونه پکې چاپ کړم او تاسو ته به يې در وليږم . بل دا چې ستاسو د

٦- ښکلي ليک نه نړۍ مننه کوو او مونږ ستاسو دښکلو همکاريو په هيله يو .

بل ليک د ميرانشاه څخه زمونږ بل اوريدنکي ظاهر محمود راليږلی دی او د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي چې اوس زه ستاسو دايمي اوريدنکی يم او ستاسو پروګرامونه ډير په خوښه سره اورم . ظاهر محمود ورور زياتوي چې د چين له حکومت نه مننه کوم ، چې دپښتو ژبې لپاره په اخلاص سره خدمت کوي او پښتو هندارې له چلونکوته يې سپيشل ياني ځانګړي سلامونه وړاندې کړي . دغه ورور ويلي چې د ښکلي ګوانګ شي په نامه سيالۍ کې برخه اخستی وه او هم يې دريم مقام تر لاسه کړی وو ، چې ورليږل شوي سوغاتونه ورسيدلي دي . ګرانه ورور دا ستاسو زيار نتيجه وه چې دريم مقام مو تر لاسه کړ. په راتلونکي کې هم داسې زيار وباسې نو انشاالله بيابه هم په سياليو کې ګټونکي شئ. ظاهرمحمود يو شعر هم راليږلی او يلي چې په پروګرام کې يې راته نشر کړی . نو دا دې زه به يې ورته ولولم .

زه يو ګل د دنيا باغ ته وم راغلی - ما خندلي قدرنه وو خزان راغی

د اميد په کشتي سپور تللم منزل ته - چې ساحل ته نژدې شومه طوفان راغی

مادې مخ په زوَر زيِر کتلي نه وو- چې د مخ په کفن پت کړو ارمان راغی

ظاهر محمود ورور راليږلی شعر ډير ښکلی وو ، ستاسو د نورو همکاريو په هيله .

دا بل ښکلي ليک را خلم چې له مانسهرې څخه زمونږ بل نوي همکار کفتان ځدراڼ راليږلی دی. دغه ورور د سي ار ای راډيو ټولو کارونکيو ته سلامونه او نوي کال مبارکې ويله ده . او هم يې خپرونې ته د انسان تر نامه لاندې يو ښکلي مطلب او هم يو شعر راليږلی دی .

کفتان ورور وايې ، چې ستاسو ټولو پروګرامونه په شوق سره اورم ، خو زمونږ او اوريدکي پروګرام مې زيات خوښيږي . او بيا يې ويلي دي ، چې غواړم ستاسو هميشنۍ

٧- همکار شم . کفتان وروره خپرونې ته ستاسو د همکارۍ هرکلی کوو هر کله مونږ ته همداسې ښکلي او په زړه پورې ليکونه راوليږی . دا خپرونه ستاسو له همکارۍ او ليکونو پرته پر مخ ځي . د دغه نوي همکار دا شعر چې په ښکلو رنګونو يې ليکلی دی تکراري پدې هيله چې په راتلونکي خپرونې په زړه پورې مضمونه را وليږلي .

قدرمنو ګرانو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود

خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040