موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:28:38
قدرمنو اوريدنکو په سلامونو مو هر کلی کوم . دا دی يو ځل بيا د مونږ او اوريدونکي د خپرونې وخت را رسيدلی پدې هيله چې د روغتيا په جامو پت اوسئ او د ژوند ټولې چارې په ښه توګه تر سره کړی . پدې خپرونې کې بيا هم د تل په شان ستاسو درنو دوستانو يو ګن شمير ليکونه را سره دي . نو خبرې به ډيرې نه اوږدوم ، ستاسو په ليکونو په لوستلو پيل کوم .

د خپرونې لومړی او لومړې ليک لولم چې نوم ا د ځای پته کې فکر کوم چې په ليک نشته .

دغه ورور ويلي چې د سې ار ای راډيو پښتو څانګې کارکونکوته دغرونو په شان لوړ ،

دګلونو په شان تازه او نازک ، د اسمان د ستورو په شان بې شميره ، دعطر په شان خوشبو

دار ، د هندوستان د فلمونو په شان مشهور، د چين پرمختللي اقتصاد په شان پرمختللي سلامونه ويلي دي ، چې سلامونو ته عليکم وايم او ورڅخه ډيره مننه کو.

بيايې وايې : چې ستاسو خپرونې په ډير شوق او مينه سره اورم ، او ورځ په ورځ مې له سي ار ای راډيو سره مينه زياتيږي . خو يو ه خبره شته چې زمونږ په علاقه کې د سي ارای پښتو خپرونې په وړاندې د اردو خپرونې ډيرې صفا اوريدل کيږي . زياتوي چې دغه دغه خپرونې زه په پناسونيک راډيو له لارې اورم .

دغه ورور وړاندې وايې چې ستاسو پروګرامونه په زړه پورې دي او له خوند او معلوماتو څخه ډک دي ، خو هغه چا شعر دی چې وايې :

ستاد ښايست ګلونه ډير دي - جولي مې ټنګه زه کوم کوم ټولومه

دغه ورور ليکلي چې ستاسو پروګرامونه د ستايلو وړ دي خو بيا هم کو پروګرامونه چې زمونز ډير خوښيږي هغه پدې ډول دي .

لومړی خو زمونږ او اوريدونکي پروګرام تر ټولو ډير خوښ دی . د چينې ژبې لوست ، چين ته سفر ، ژوند په چين کې ، ساينس او ورغتيا .

ددغه ورور ليک ډير اوږد پاتې برخه به يې په راتلونکې خپرونې ورته نشر کړو .

٢- دا بل ليک لولم چې له مانسهرې څخه د حضرت سلطان دکلب مشر قاري محراب الدين پريشان راليږلی ، دغه ورور هم د سي ار ای راډيو ټولو کار کونکو ته سلامونه ويلي دي . او پروګرامونه ستاينه يې کړيده .

قاري محراب الدين يو شعر او يو توکه راليږلی ده چې ټوکه ورته پدې خپرونه کې ولولم . وايې يوه ورځ د ملا نصرالدين خر ورک شوئ و ، په بازارونو او کوڅو کې ورو پسي ګرځيده اوشکر ونه يې ايستل . خلکو ورته وويل دا شکر ولي کاږې . ملا نصرالدين ورته وويل ، ښه ده چې زه په خره سپر نه وم ګنې اوس به زه هم ورک وم .

ټوګه يې په زړه پورې وه او دليک په پای کې د خپرنيزو توکيو غوښتنه کړيده . له قاري محراب پريشان نه ډيره مننه دلا ښکلو ليکونو په هيله يو .

د پښتونخوا له سنځاوي کلي زمونږ يو اوريدنکي غلام جيلاني ساج خپرونې ته يو ګن شمير ليکونه راليږلي دي او ايې چې هر يو ليک راته په جلا جلا توګه خپور کړی ، چې مونز به همداسې وکړو.

يو ليک به يې راو اخلم چې پکې د راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه وړاندې کړي او هم د خپرونې يو شمير اوريدونکو هر يو غنم رنګ کوچي ، محمد علي عمري ، قدرت اله جمال ، رفيع الله مندوخيل او ګران ځلاند په جلا توګه سلامونه ته ويلي دي .

غلام جيلانې ورور خپروته يو ښکلی غزل راليږلی دی چې دا به ورته لولم .

باري زبه څرنګه وايم د جانان بد ------کوم سړی دی چې به وايې د ځان بد

هرچې کاندي مسلمان له مسلمان---- تمام عمردې داخته شي په فتنوکې

ګرفتار به په عذاب د کردګارشي -----څوک چې غواړې د دلبرمې يو زمان بد

د ټول قام د قبيلي ناموس پريې بدشي--- چې پيدا شي په ټبرکې يو انسان بد

خپل پردې يار او اشنا تېرينه بيزار شي--- هغه څوک چې واچوي پخپل زبان بد

٣- کورپه کور خوراک پر غم وي عظيمه ------د څښتن د ارتنې چې وې ګذران بد

له غلام جيلانې ورور څخه مننه

دلته بيا دوه لنډ ليکونه را اخلم چې له چمن څخه زمونږ هميشنې اوريدنکي ګران وفادار محمد عيسې وفا راليږليږي دي ، او وايې ، چې د مينې او خلوص ډک سلامونه مې ومنئ .

دغه ورو په لومړی ليک لنډي راليږلی چې دا به ورته ولولم .

يار مې په توت کې خولګی غواړي ---- زه ښاخو په سر ورځم خوله ورکومه

نه دوصال په حال خبر شوم ----- نه بيلتانه په ژوندانه پوه کړی يمه

ډيره ښکلي لنډی وه .

عيسې وورو په دهم ليک ويلي ، چې ستاسو خپرونه د ای ايم په څپو نه اوريدل کيږي او څو متلونه يې راليږلي دي .

چې باد نه ونې نه ښوري ٢- چې ډب نه وي ادب نه وي ٣- خپل ، خپل ، پردې به ډيرو نارو خپل . ٤- د بل ترزوی خپله پکه لور لاښه ده .

ګرانه وفادار محمد عيسې وفا نه ډير مننه نو انشاالله د خپرونې د اوريدو ستونزه به هم حل شي او نغمې په غږ کې سندره به ورته د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې ورته خپره کړو .

دا بل ليک له جنوبې پښتونخوا څخه نقيب الله هوتک راليږلی دی او سي ، ار ، راډيو د پښتو څانګې ټولو کار کونکو ته يې د مينې او خلوص ډک سلامونه ويلي دي . نقيب الله ورور وايې ، چې خپرونې ته دا زما لومړی ليک دې چې در ليږم . او په راتلونکي کې به

درسره قلمي اړيکي ټينګې کړم . دغه ورور د خپرونې ډير ستاينه کړي ده او زياتوي چې ، تل ستاسو خپرونې په مينه او شوق سره اورم . او په راتلونکي کې به نورم ستاسو پروګرامونه د ستوري په شان وځليږي .

نقيب اله خان وړاندې وايې، چې مونږ او اوريدنکي دخپرونې و خت کم دی او غوښتنه

٤- کوي چې لږ څه يې زيات کړی بل ويلي چې د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې يوازې يوه سندره خپروې . دا پروګرام لږ تر لږه بايد يو ساعت وي . او د ليک په پای کې يې د يوې راډيو او کتابچو غوښتنه کړيده . چې د تحفي په ډول يې را وليږی . له نقيب الله هوتک څخه مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو.

دا بل ليک له هري پور څخه د باختر کلب مشر سيد الراحمن بهير راليږلی دی . په سر کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي .

سيد الرحمن وايې ، چې ستاسو پروګرامونه هروخت اورم او ويبپاڼه مو هم هر وخت لولم ، خو يوه خبره کوم چې د افغانستان په اړه ډير کم مطالب خپروی . هيله کوم چې پدې اړه څه اقدام وکړی .

بل دا چې ستاسو د پښتو هندارې کميت ښه ده نه کيفت دا ځکه چې رنګ او کاغذ يې ښه دي خو پکې دمره ګټور مطالب نه وي . که پښتو ژبې مطالب هم پکې ځای شي نو ډيره به ښه وي . دغه ورور زياتوي چې د اوريدنکو نظريات بايد پکې منعکس شي او په وخت باندې لوستونکو ته ورسيږي او په پای کې يې ويلي ، چې په راتلونکې کې بايد مياشتنې شي او پاڼې يې هم زياتې شي .

له سيد رحمان وروره څخه نړۍ مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

قدرمنو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ٧- ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اودخپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040