موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:31:14
قدرمنو اوريدنکو په سلامونو مو هر کلی کوم . دا دی يو ځل بيا د مونږ او اوريدونکي د خپرونې وخت را رسيدلی پدې هيله چې د روغتيا په جامو پت اوسئ او د ژوند ټولې چارې په ښه توګه تر سره کړی . پدې خپرونې کې بيا هم د تل په شان ستاسو درنو دوستانو يو ګن شمير ليکونه را سره دي . نو خبرې به ډيرې نه اوږدوم ، ستاسو په ليکونو په لوستلو پيل کوم .

دخپرونې لومړی د غلام جيلانې د راليږل شويو ليکونو څخه دې چې په هر خپرونې کې يې د يوۀ ليک د خپريدو غوښتنه کړيده . د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي چې له ما سره ملګري دي هر يو خان وزير جګرخون ، عاليم ميچن خيل ، امان الله ميچن خيل ، بازو ميچن خيل و ګران ځلاند . دغه ورور د بريالي ولي په غږ کې د يوې سندرې غوښتنه کړيده چې دا سندره به ورته د خوښي کړو سندرو په خپرونه کې ورته خيره کړو . او د ليک په پای کې يې يوشعر راليږلی دی .

راشی وګړو ښه تعليم - ظا لمان به ګړو تسليم

دا من علم رڼا ده - خو پښتون ځينې پناه ده

رب دی پاسي که پرچې – ته به يوسې تورې شپې

له غيلام جيلانې ورور څخه نړۍ مننه کوو.

دابل ليک بيا له کابل څخه د عزيزي کلب مشر سيد اعظم عزيزي راليږلی دی . په سر کې يې د پښتو څانګې ټولو کارکونکو په ځانګړی توګه اياز پرهر ، احمد زلمی ، هوسې ، هيله ، غوټی ، سپوږمۍ ،ليلا ، ډيوه ، غاټول ، او جيانګ صاحب سلامونه وړاندې کړيدي .

عزيزي ورور ويلي دي ، چې سيالۍ کې د خپلې لومړۍ جايزې د ګټلو له امله يې مننه کړی او وايې چې زه ډير خوشحاله يم چې لومړی جايزه مې ګټلی ده .

زياتوي ، چې ستاسو لخوا ستاين ليک ماته را ورسيد چې دځان لخوا تاسو ته مبارکي وايم .

٢- عزيزي وررو وړاندې وايي ، هيله لرم چې د چينايانو او افغانانو تر منځ دوستی تل پاتی وي اړ ستاسو د راډيو له لارې به داسې دوستی نوره هم غښتلی شي . بيا يې ويلي چې اوس د چين نړيواله راډيو اوريدونکي زمونږ په کوښښ سره د کابل او هلمند په ولايتونو کې ورځ په ورځ زياتيږي او هغه مطبوعاتي توکی او دپښتو هندداره يوازې زه د يو ساعت لپاره لولم او وروسته يې ملګري را څخه اخلي او په افغانستان کې يې ډير مينه وال پيدا کړي دي . دا ځکه چې د چينايانو دوستی له افغانانو سره د اخلاص دوستی دی نو له همدې امله چينايان پر افغانانو ډير ګران دي .

سيد اعظم ورور وړاندې ليکلي چي په دې ٨ کلونو کې چينايانو له افغانستان سره د بيارغونې په برخه کې زيات کارونه کړي چې د افغانانو لپاره نه هيريدونکي دي . دغه ورور په پای د استاد اولمير په غږ کې د سندرې غوښتنه کړی ده چې د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې به ورته خپره کړو

.

دا بل ليک بيا د افغان کلتوري بهير مشر او زمونږ هميشني همکار سيد وارث حنفي راليږلی دی . د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې خپل د مينې ډک سلامونه ويلي دي .

حنفي ورور وايې چې پروګرامو مو تل په شوق او مينه سره اورو او تل ترې ښه او په زړه پورې معلومات تر لاسه کوو .

بل يې يو وړانديز کړيدی چې د پښتو څانګې اوريدونکي پخپلو ليکونو کې يوازې سلامونه ليږي او بس . دی وايې چې ، زه اوريدونکو څخه هيله لرم ، چې په پروګرامونو نظر واچوي ، په خبررونو تبصره ، پوښتنه او ښه وړانديزونه وکړي .

له حنفي صاحب سره زه هم همغږی يم او زه هم پخپل له اوريدونکو هيله کوم او هم مې کړيده چې د خپرونې د لا ښکلا لپاره په زړه پورې ليکونه او مضمونه را وليږي . له سيد وارث ورور څخه مننه کوم .

٣- دا بل ليک له ژوب څخه د خپرونې هميشني همکار او د سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلی دی . او راډيو ټولو کارکونکو په ځانګړی توګه اياز پرهر ، غوټی او ډيوې سلامونه ويلي دي .

مندوخيل ورور وايې ، چې د خبريالې اغلې شوې شاويون او ژانګ جوان په لاس مې د مسابقې ځوابې پاڼې ، ليګونه ، عکسونه ، پښتو کتابونه او نور مواد درليږلی وو ، چې په کتابون کې يو هم د افضل شوق کتاب وو چې په چينې ژبه ژباړل شوی و . خو له بده مرغه تاسو په پروګرام کې وويل ، چې افضل خان شوق تاسو کتاب درليږلی دی ، خو يوازې زما نوم هم ياد نکړ .

قدرمن ورور مندوخيل ستاسو لخوا راليږلی شوي کتابونو څخه ډيره مننه ، داچې مونږ ستاسو د نوم ذکر نه دی کړی نو مونږ بښنه غواړو . ډير مننه ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

د ابل بيا هم د غلام جيلانې د راليږل شويو ليکونو څخه دی ، چې د پښتونخوا د سنځای کلي په اندړ اباد سيمه کې اوسيږي . او سلامونه د ويلو تر څنګ يې له مننه څرګنده کړيده چې زما ليکونه خپروې . دغه ورور پدې ليک کې د خو شحال بابا پند لرونکي وينا راليږلی چې دا به ورته ولولم . .

اصل توب په نسب ندی په خوی دی

ښه زامن او ښه دوستان په دينا دوه ښادي دي

دبې وفا دوست له دوستتې نه نه دوستې ښه ده

قابل سړی هغه دی چې دچامنت په ځان نه پريږدي .

عالمان د شريعت څراغونه دي .

له غلام جيلاني رورو څخه مننه .

٤- ګرانو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم -زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، زه اياز پرهر تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040