موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-08-06 19:32:19
د مونږ او اوريدنکي د پرورګرام عزت منو مينه والو د ميني ډک سلامونه مې قبول کړئ . زه اياز پرهر خوښ يم چې ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند په ټولو چارې په ښه توګه پر مخ بوځی . دا دی پدې خپرونه کې بيا هم ستاسو قدرمنو اوريدونکو يو ګڼ شمير ليکونه را سره دي ، د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو ستاسو ليکونه درته ولولم .

د خپرونې لومړی دونه ليکونه د جنوبې پښتونخوا د سنجاوي کلي له چوتېره نه دوست محمد ونيچي راليږلی . د سي ار ای راډيو ټولو کارونکي ته يې خپل سلامونه وړاندې کړيدي .

دوست محمد ورور وايې ، چې ستاسو د راډيو له ټو پروګرامونو سره مينه لرم او هر وخت يې اورم . خو کله کله ستاسو راډيو سمه نه اوريدل کيږي او ځينې نور استيشنونه ور سره ګډ شي . دوست محمد ورور دپښتو هندارې غوښتنه کړی ده او ويلي دي چې د سي ار ای راډيو د لا شهرت لپاره مونږ غواړو چې پښتو هنداره په خلکو باندې وويشو .

دغ ورور په دوهم ليک هم ورته څه ليکی او د ليک په پای کې يو شعر راليږلی چې دا به ورته ولولم .

ستاپه مخ کې چې حساب د جمال نشته --- ځکه ما څخه د صبر مجال نشته

ته دسرودمال ويره په مامه کړه ---ويره ما څخه د سرو دما نشته

زه په دا سبب له ويره سره ريږدم ---- چې ستا يره کې ثواب دی وبال نشته .

له دوست محمد ونيچي ورور څخه مننه د لازياتو همکاريو په هيله يې يو .

دا بل ليک د خپرونې ښه همکار او دافغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي راليږلی دی او دخپرونې ټولو کارکونکو ته يې خپل د مينې ډک سلامونه وړاندې کړي دي .

حنفي ورور وايې ، چې ټول پروګرامونه مو ډير په مينه اورو ، تاريخي ، اقتصادي ، خبرونه ،تبصره ، د چينې ژبې لوست او په تره بيا د مونږ او اوريدونکي پروګرام ډير په زړه پورې دی .

سيدوارث حنفي د معلوماتي سالۍ په اړه پوښتنه کړي او وايې ، چې مونږ په پکې برخه اخيستې وه . ګرانه وروره د سچوان د مالوماتي سيالۍ پايله اعلان شوې او دهغو کسانو نومونه هم دعلان شول چې پدې سيالۍ کې جايزې ګټلي دي .

له ستاسو نه مننه پدې هيله چې د سيالۍ د پايلي په اړه مو مالومات تر لاسه کړی وي .

دا بل ليک مونږ ته خپرونې بل ښه همکار او د حضرت سلطان د کلب مشر قاري محراب الدين پريشان د مانسهرې له چهړيانو څخه راليږلی دی . قاري محراب الدين د سلامونه د وړاندې کولو تر څنګ ويلي دي ، چې د خپرونې وخت کم دی دا بايد زيات شي . بل يې ويلي چې زما توکې او شعرونه راته په پښتو هندارې کې چاپ کړی . د ليک په پای کې يوه توکه او شعر راليږلی چې دا به ورته لولم .

وايې : ملا نصرالدين دوه ښځي لرلې ، يوه ورځ وته دواړو وويل ، چې په مونږ کومه يوه در باندې ډيره ګرانه ده ؟ ملا ددې لپاره يوه هم ترينه خپه نشي وويل : دواړه راباندې ګراني يي ، په دواړو کې څه توپير نشته . هغوی نه پريښود او ورته وويل چې ضررور به مونږ ته وايې . اخر ترينه کشرې ښځې پوښتنه وکړه : که مونږ دواړه په درياب کې وغورځيدو او ته په وچه کې ولاړ يې ، نو کومه يوه له درياب څخه را باسې ؟ ملا مشرې ښځې ته مخ واړولو او ورته يې وويل چې بې بې ستا خو به لامبو زده وي .

توکې يې ډيره ښکلی وه .

شعر به يې هم ورته لولم .

دا چې جومات نه په تلوار راوځې ----- ساقي خانې نه په کرار راوځې

ځان ته مسلم وايې مسلم په څه يې ----د ښو خبرو له کتاره وځې

ستا نيکو کارونو ته ملا وي ماته ----- بدو کاروته له روز ګاره وځې

چې ښکلې وګورې مسکې شئ ورته --- عادت دې نور شي له هر کار وځې

په خولې دې يو په زړه نورې اشنا ----- پريشان به خود ستا له ښار وځې

له قارې محراب الدين پريشان څخه نړۍ مننه کوو .

د اليک بيا له کابله د عزيزي کلب مشر سيد اعظم عزيزي راليږلی دی . اود خپرونې ټولو کارکونکو ته يې خپل سلامونه ويلي دي .

سيد اعظم ورور د زلزلي د غميزي د يو کال تېريدو له امله د چين دولت او ولس ته زړه تسليت وړاندې کړی او وايې چې پدې غم کې ځان ور سره شريک بولم . او له لوي ( خدای (ج) څخه غواړم چې راتلونکی کې د چين وګړي ياهم د نورو هيوادونو خلک ور سره مخامخ نشي . اود ليک په پای کې د چينې الفبا او پښتوهندارې غوښتنه کړيده .

له سيد اعظم ورور څخه نړۍ مننه د لازياتو همکاريو په هيله يې يو .

د خپرونې وورستې ليک له ديره اسماعيل خان څخه د ال عوان د کلب مشر حاجې لياقت علي اعوان راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ ويلي دي چې ستاسو خپرونې په پر له پسې توګه اورم .

لياقت علي اعوان ورور وايې ، چې له پښتو خپرونې سره ډيره مينه لرم او پښتو ژبه مې ډيره خوښيږي . او تاسو ته مالومه ده چې زه په پښتو ډير نه پوهيږم ، هيله ده چې تاسو يې قبوله کړی .

دغه ورور وړاندې چې زمونږ په کور کې د کورنۍ ټول غړي د سي ار ای راډيو خپرونې اوري . او مونږ ټول له چين سره مينه لرو .

له لياقت علي اعوان څخه نړۍ مننه .

ګرانو دوستانو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، او هم غواړم چې ستاسو اوريدونکو او دوستانو سره خدای په امانې وکړم ، ځکه دا وروستې پروګرام چې زه تاسو ته خپروم . او ټولو دوستانو څخه مننه کوم چې ښکلي خطونه راليږلي او ما سره يې مونږ او اوريدنکي د پروګرام په جوړلو کې همکاري کړی ده . نو بيا هم له تاسو څخه هيله کوم خپلو همکاريو ته د تل په شان دوام ورکړی .

غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم چې د سي ارای پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

نو په پای کې زه اياز پرهر درنه اجازه غواړم خوښ او اباد اوسئ .

.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040