د ټولو وګړو د بدني روزنې لومړۍ ورځ

cri     (GMT+08:00) 2009-08-12 09:40:19

ګرانو اورېدونکو، د تېر کال د اګست اتمه ورځ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستلو ورځ وه. د روان کال د جنورۍ په مياشت کې د چين حکومت پريکړه وکړه چې د هر کال د اګست اتمه ورځ چې د چينايانو لپاره ځانګړی اهميت لری، د ټولو وګړو د بدني روزنې د ورځې په توګه وټاکي. روان کال په چين کې د بدني روزنې د لومړۍ ورځې د نمانځلو لپاره په بېلا بېلو ځايونو کې د چين د سپورټي چارو په اړه د بېلا بېلو کچو څانګو او د ټولنيزو سپورټي سازمانونو له خوا ډول ډول فعاليتونه جوړ شوی دي.

د اګست د اتمې نېټې په اتو بجو د ټولو وګړو د بدني روزنې ورځې د پرانيستلو مراسم په بېجينګ کې د اوبو مکعب په نامه د لامبو وهلو په دولتي مرکز کې تر سره شول. د اولمپيک په لوبو کې د چين د لومړی اتل شيو های فنګ په يادو شويو مراسمو کې پر خلکو غږ وکړ چې هره ورځ يو ساعته بدني روزنې تر سره کړي. د پرانيستونکو مراسمو له پيل مخکې څه نا څه ٣٤ زره تنه وګړيو د مرغانو د ځالې په نامه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مرکزي سټېډيم په څنګ د تای جی چيوان په نامه يو ډول دوديز چيني کانفو نندارې تر سره کړې چې د مينوالو شمېر يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی. بر سېره پر دې د چين د اولمپيک په سپورټي مرکز کې زرګونو تنو د بدني روزنې په فعاليت کې ګډون درلود . د بېجينګ يو اوسېدونکي ښاغلي شيه فا مينګ د مرغانو د ځالې په نامه د مرکزي سټېډيم دباندی د تای جي چيوان په نندارو کې ګډون وکړ، هغه وويل (اواز ١)

زه په دغه فعاليت کې ګډون کوم او غواړم چې د ټولو وګړيو د بدني روزنې فعاليت په

ښه توګه پرمختګ وکړي . دا يو ډېر ښه فعاليت دی چې په اوسېدونکو سيمو کې د وګړيو د کلتوري فعاليتونو د هڅولو او د خلکو د اخلاقی سويې د لوړتيا لپاره ډېر ګټور دی.

په ياد شوی فعاليت کې د لامبو وهلو د سيالۍ په ګډون يو لړ نورو فعاليتونو هم زيات شمېر وګړو پاملرنه راجلب کړه. د پينګ پانګ په اولمپيک لوبو کې د چين پخوانی اتل کونګ لينګ هوی هم په دغه مراسمو کې ګډون کړی وو. ښاغلي سون چنګ ګانګ خپله خوښي په دې ډول څرګنده کړه (اواز ٢)

ډېر خوشاله يم چې د اولمپيک لوبو له اتل سره د پينګ پانګ لوبې کوم . د ټولو وګړيو د بدني روزنې د ورځې د جوړېدو له لاری به زموږ بدنونه نورهم پياوړی شي.

کونګ لينګ هوی د چين د پينګ پانګ لوبو د روزونکی په توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او د چين لوبډلې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ٥١ طلايی مډالونه تر لاسه کړی وو چې د طلايي مډالونو په لېست کې يې لومړی مقام نيولی وو. ښاغلي کونګ لينګ هوی وويل (اواز ٣ )

لږ شمېر وګړی د سيالۍ په سپورټ کې ګډون کوي، ځکه چې سيالي ډېره سخته وي، خو شونتيا شته چې ټول خلک په سپورټي فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د خبر له مخې، د اګست په اتمه نېټه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې عامه سپورټي سټيډيمونه او جمنازيومونه په وړيا توګه پرانيستل شوی او د هېواد په ٣١ ولايتونو کې د بدني روزنې ستر فعاليتونه تر سره شوی دي. د چين په ختيځ جيانګ سو ولايت

کې د لسوګونو ښارونو ښاروالانو د تلويزيوني ويناوو له لاری له ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چې په فعاله توګه د بدني روزنې په فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د بېجينګ د سپورټ پوهنتون د پروفيسر مرستيال او د دغه پوهنتون د اولمپيک ښوونې او څېړنې د څانګی مديرې هوانګ يا لينګ په دی وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل د چين حکومت د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستلو په ورځ د ټولو وګړيو د بدني روزنې د ورځې په توګه ټاکلې ده چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د يادونې تر څنګ په سپورټي روزنو کې د خلکو ګډون هم وهڅوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040