د شينجيانګ د اويغوري دوديز طب او درملو پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2009-08-26 22:04:10

 د شينجيانګ اويغوري دوديز طب او درملونه د چيني طب او درملونو يوه برخه ده چې څه باندې ٢٥ سوه کاله تاريخ لري . اويغوري طب د چين د لويديځۍ برخې کلتور او د قومي طب ځانګړتياوې لري او د اويغوري دوديز کلتور يوه مهمه برخه ده . د شينجيانګ د اويغوري دوديز طب روغتون د دغه قومي طب د پرمختګ په برخه کې يو لوی ګام پورته کړی چې نه يوازې يې خپل قومی ځانګړتياوې ساتلی بلکې له عصري طبي تخنيکونو سره په يو ځای کېدو سره يې په پرله پسې توګه دغه طب ته پرمختګ ور کړی دی.په ننني پروګرام کې به تاسو ته د اويغوري روغتون په باب څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

د شينجيانګ د اويغوري دوديز طب روغتون د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې جوړ شو او د څه د پاسه پنځوسو کلونو له پرمختګ وروسته په شينجيانګ کې د طبي درملنې ، ښوونې، علمي څېړنې ، د ناروغيو د وقايې او مخنيوي او د روغتيا ساتنې په ګډون يو جامع روغتون دی او د دولت په کچه يو نمونوي روغتون هم دی . د دغه روغتون مشر اسراپيل عبای په خپل روغتون کې د اويغوري عنعنوي طب او درملو د پرمختګ ، نوښت او څېړنې په برخو کې د زياتو ازموينو په باب معلومات وړاندې کړل . هغه وويل (اواز...)

زموږ روغتون د شلمې پېړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې په عمده توګه د لرغونيو طبي نسخو په راغونډولو لاس پورې کړي او د اويغوري طب له تيوري سره سم يې د عصري تخنيکونو په کارولو سره څه باندې شپېته ډولونه نوي درملونه او د دغو درملو د جوړولو فابريکه جوړه کړې ده.

په شينجيانګ کې د لومړيو طبي توکيو سرچينې ډېرې بډايې دي .په تاريخي سندونو کې ٤٥٠ ډوله نباتي، حيواني او کاني مواد د درملو جوړولو لپاره لازم دي چې شپېته سلنه يې په شينجيانګ کې پيدا کيږي په تېره بيا د شينجيانګ په جنوب کې زيات شمېر غوره لومړی طبي لوازم موندل کيږي. داويغوري دوديز طب روغتون د اوږدې مودې له باليني څيړنو وروسته د اويغوري طب زيات ډوله نسخې راغونډې شوې وې چې د خپلواکې سيمې د اړوندو څانګو له خوا د منظور شويو اويغوري درملو شمېر له ١٢ سوه ډولونو څخه اوښتی دی.

سربېره پردی دغه روغتون څه باندې پنځه سوه طبی کارکوونکي لري چې اتيا سلنه ډاکټران يې په ښه توګه اويغوري طبي لارې چارې کارولي شی چې لازيات شمېر ناروغان ترې ګټه اخيستې ده. مېرمن سون لين چې د شينجيانګ په علتې ښار کې اوسيږي، له اوو کلونو راهيسې د اګزيما په ناروغۍ اخته شوې او له څو ځلو درملنې وروسته يې لا هم نه وه جوړه شوې ،په دې وروستيو کې د خپل ملګري په معرفيت د شينجيانګ د اويغوري دوديز طب روغتون ته ورغلې چې د يو طبي تړاو د تر سره کولو وروسته جوړه شوېده.هغې وويل (اواز.........) و مې غوښتل چې په دغه روغتون کې درملنه د يوې ازموينې په توګه وبولم .وياړ يمه چې د درملنې پايله ښه ده ،ځکه چې اويغوري درملونه له طبيعی موادو څخه جوړيږي او بد اغيز نه لري.

د مېرمن سون په شان ناروغان زيات دي چې د اويغوري درملو له کارولو وروسته ښه طبی پايله تر لاسه کړې ده. مشر عبای وويل چې اوس روغتون ته د ورغلو ناروغانو شمېر ډېر زيات شوی چې له امله بسترونه کافي نه دي. دغه راز په روغتون کې نورې زياتې ودانۍ هم جوړې شوي او د علمي څېړنې توان يې پياوړې شوی دی چې اويغوري عنعنوي طب او درملونه ناروغانو ته زياتې ګټې رسوي. اوس مهال دغه روغتون د اويغوري دوديز طب او درملونو د پرمختګ په موخه د څه باندې دېرش مليونو يوانو په ارزښت يو پلان د منظورۍ لپاره حکومت ته وړاندې کړ چې دغه پيسې به يې د طبي بوټو د کرلو، څېړلو ، د اړوندو درملو د توليد د صنعتي کېدو ، د بازارونو پراختيا او د ناروغيو د تشخص او درملنې په برخه کې وکارول شی .

په وروستيو کلونو کې د شينيجانګ د اويغوري دوديز طب روغتون په شمول د څه باندې څلوېښت طبي موسسو شرطونه تر زياتې اندازې پورې ښه شوي او د اويغوري درملو د جوړولو په برخه کې لازياتې مرستندويه پيسې تر لاسه شوي دي. د شينجيانګ د اويغور د خپلواکې سيمې د اويغوري درملو څېړونکي عبدالرحيم قادر وويل (اواز.........)په وروستيو کلونو کې د شينجيانګ اويغوري دوديز طب او درملونه په مشخصه او اغيزمنه توګه ساتل شوي دي. د شلمې پېړۍ د اتمې لسيزې په پيل کې په شينجيانګ کې يوازې د اويغوري طب څو وړوکي روغتونونه وو خو اوس د خپلواکې سيمې په بېلا بېلو ځايونو کې دا ډول روغتون جوړ شوی دی. د دې ترڅنګ اړوندې طبي نسخې په څو ژبو ژباړ شوي دي.

د شينجيانګ د اويغوري دوديز طب او درملو چټک پرمختګ له دوديز طب او درملو څخه د حکومت له ملاتړ سره تړاو لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040