د شانګهای ټول ښاريان د نړيوال نندارتون هرکلی کوي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د شانګهای د نړيوال نندارتون له پيل څخه څه دپاسه دوه سوه ورځې پاتي دي. د شانګهای اوسيدونکيو د دغه نندارتون هرکلي لپاره له بېلا بېلو لارو په عملونو پيل کړی دی.
اوس په شانګهای کې اوسيدونکی د دکانونو په ګډون د يو شمير عام ځايونو د غلطو انګريزی نومونو او لوحو په سمولو او منظمولو بوخت دي.
برسيره پر دېد ښاريانو د اخلاقی سويي د لوړوالی لپاره د هرې مياشتې پنځه ويشتمه نېټه د عام نظم د ورځی په توګه ټاکل شوی او په پرله پسی توګه ښاريانو ته د تګ راتګ، د موټرو او بسونو سپرلو، د موټرو چلولو او دريدلو او په قطر کې د دريدلو په شمول په زياتو برخو کې د ښو اخلاقو د خاوندانو د روزلو په اړه مالومات ورکول کېږي.