د چين د بهرنيو چارو وزير له ٦٠ کلونو راهيسې په نړۍ کې د چين رول بيان کړ

cri     (GMT+08:00) 2009-08-27 17:10:59

ګرانو اورېدونکو، روان کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو او د نوي چين د بهرنيو چارو د پيل کېدو شپېتمه کاليزه ده. د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جی چه وويل له ٦٠ کلونو راهيسې چين له بېلا بېلو هېوادونو سره نژدې اړيکې ټينګې کړي او په مسؤلانه روحيې يې بېلا بېلې نړيوالې شخړی حل کړی دي چې د نړۍ د سولې ، پرمختګ او د همکاريو چارو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي . د چين بهرنۍ چارې د چين د غښتليتوب له امله پر له پسې پرمختګ کړی او په نړيوالو چارو کې د چين رول ورځ په ورځ اغېزمن شوی دی.

د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه رئيس ماو ځه دونګ په بېجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو اعلان وکړ . هغه وويل چې چين غواړي له هغو ټولو هېوادونو سره بهرنۍ اړيکې ټينګې کړي چې د ګډو ګټو پر بنسټ مساوات مراعات او د نورو هېوادونو د خاورو تماميت او ملي حاکميت درناوی وکړي. له ٦٠ کلونو راهيسې د هغو هېوادونو شمېر له ١٨ څخه ١٧١ هېوادونو ته رسېدلی چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې دي.

 

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جی چه خبريالانو ته وويل له ٦٠ کلونو راهيسې چين له بېلا بېلو لويو هېوادونو سره اړيکې په پر له پسی توګه پرمختګ کړی : د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکی همکاری اړيکی ټينګی او په پر له پسی او سالمه توګه پرمختګ کړی؛ په يووېشتمې پيړۍ کې د چين او امريکا ترمنځ د فعالې او هراړخيزې همکاری د اړيکو د پرمختګ نوی لوری ټاکل شوی؛ چين له اروپايي ټولنې سره د هراړخيزی ستراتيژيکی همکاری اړيکې ټينګی کړی او له جاپان سره يې د متقابلو ګټو پر بنسټ ستراتيژيکی اړيکی ټينګی کړی . بر سېره پر دې، چين په فعاله توګه د چين، روسيې، هند او برازيل په شمول د څلورو هېوادونو او د ٥ پرمختيايي هېوادونو د خبرو اترو په نظامونو کې هم ګډون کړی دی.

 

يانګ جی چه وويل له ٦٠ کلونو راهيسې چين له ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه اړيکې په پر له پسی توګه پياوړی کړی .

(اواز ١)

چين په اسيا کې پروت دی، موږ تل له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګورو . د تېری پيړۍ په ٥ لسيزه کې چين له ميانمار او هند سره په سوله کې د ګډ ژوند ٥ ګوني اصول وړاندی کړی چې اوس د نړيوالې ټولنې د عمومي اصولو په توګه ګڼل کېږي.

وزير يانګ جی چه وويل د چين ، روسيی او منځنۍ اسيا هېوادونو د ګډ وړانديز له امله د شانګهای د همکاری سازمان جوړ شوی چې د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو له ټولنې سره خبرې اترې وکړې او د دغې ټولنې ، چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت تر منځ په خبرو اترو کې ګډون کړی دی. چين له ګاونډيو هېوادونو سره سوداګريزی اړيکې هم ورځ په ورځ نژدی شوی ، اوس چين د جاپان، کوريا جمهوريت ، هند ، ويتنام او مغولستان په ګډون د يو شمېر هېوادونو تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی.

يانګ جی چه وويل د نوي چين له جوړېدو راهيسې ، په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له ٣٠ کلونو راهيسې، چين د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د همغږی او د نړۍ د سولې د ساتنې په برخو کې مهم رول لوبولی دی.

(اواز ٢ )

موږ د م م منشور د اصولو د ساتلو او د خبرو اترو له لاری د نړيوالو شخړو د حل و فصل لپاره کوښښ کوو.

اوس په نړۍ کې د چين حيثيت او اغېزه ورځ په ورځ لوړېږي او پراخېږي. په تېره بيا د نړيوال پولي بحران په وړاندی چين نه يوازی د اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره يو لړ موثر تدبيرونه نيولی، بلکی له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د پولي بحران سره د مقابلی لپاره کوښښ کوی. د چين له خوا زيات مهم وړانديزونه د نړيوالې ټولنې پاملرنې او ستاينې تر لاسه کړی دی.

(اواز ٣ )

رئيس هو جين تاو د ٢٠ لويو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې او صدراعظم ون جيا باو د اسيايی او اروپايي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډون درلود. د چين مشرانو او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو په فعاله توګه د نړۍ د اقتصاد د اعادی او د نړيوال پولي سيستم د اصلاحاتو په اړه بحث کړی دی.

وزير يانګ جی چه د چين د بهرنيو چارو په راتلونکی او پياوړتيا پوره باور لري . هغه وويل چين به د سولی او پرمختګ لاره ټينګه کړي او د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون ستراتيژي به پلی کړي چې د نړۍ د دايمي سولی ، ګډې سمسورتيا او همغږۍ لپاره کوښښ وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040