د چين او پاکستان ترمنځ سرحدي سوداګري

cri     (GMT+08:00) 2009-09-11 15:43:35

په نولس سوه او نهه شپېتم کال کې د چين د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې کشغر د پاکستان له شمالي سيمې سره پر سوداګرۍ پيل وکړ. له څلوېښتو کلونو راهيسې د چين او پاکستان ترمنځ سرحدي سوداګرۍ ډېر پرمختګ کړی دی. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغې سوداګرۍ د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړو.

د چين او پاکستان ترمنځ يوازنی ځمکنی بندر يعنې د هونجراب د ګمرکي ادارې مشر شين جيان مين وويل،

د روان کال له مې څخه تر جولای پورې د چين او پاکستان ترمنځ د تلونکو راتلونکو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اويا او د وارداتو او صادرانو انډول په سلو کې يو سل او دوه زيات شوی دی. په بله ژبه سږ کال د چين او پاکستان ترمنځ سوداګري د نړيوال پولي بحران له امله نه ده کمزوری شوې.

د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهيسې چې ياد شوی بندر په رسمي توګه د دريم هېواد لپاره پرانيستل شوی، د چين او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ په سالمه توګه پرمختګ کړی دی. په تېره بيا له دوه زره او شپږم کال راپدې خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ مالونو لېږدرالېږد او د کسانو د تلو راتلو اندازه په چټکه توګه زياته شوې ده. د چين او پاکستان

ترمنځ د ازادی سوداګرۍ تړون چې د دوه زره او اووم کال د جولای له مياشتې څخه په رسمي توګه پلی شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د پاليسۍ له لحاظه مساعده زمينه برابره کړې ده.

په دې هکله د پاکستان په شمالي سيمو کې يو سوداګر سفرالله چې د شلو کلونو راهيسې د چين او پاکستان ترمنځ په سرحدي سوداګرۍ کوي، وويل چې نړيوال پولي بحران د ده پر سوداګرۍ دومره منفي اغېزه نه ده کړې.

زه د چين له حکومت څخه مننه کوم! د چين حکومت په دې وروستيو کلونو کې د پاکستان سوداګرو ته امتيازي تګلارې برابرې کړې دي. د هغو پاکستانيانو لپاره چې د سوداګرۍ لپاره چين ته سفر کوي، په سرحدي سيمو کې د دريو زرو يوانو په ارزښت ماليه ورته بښل کېږي. هغه سوداګران چې په چين کې په صادراتي سوداګرۍ لاس پورې کوي، د اته زرو يوانو په ارزښت له امتياز څخه برخمن دی. رښتيا ده چې بايد د چين له حکومت څخه مننه وکړم. د چين هر اړوند اورګان د پاکستاني سوداګرو غوښتنو ته ډېره پاملرنه کوي. د پاکستان او چين ترمنځ دوستي د غرو په پرتله لوړه او د سمندر په پرتله ژوره ده.

خبريال په کشغر ښار کې په يو رسټورانټ کې له يو بل پاکستاني سوداګر ښاغلي زاک حسين سره مخامخ شو.

زه د پاکستان له شمال څخه راغلی او زما نوم زاک حسين دی. په کشغر کې د

مالونو د لېږدولو په چارو کې لاس پورې کوم يعنی مالونه له کشغر څخه د پاکستان سست بندر ته لېږم. په دوه زره او شپږم کال کې مې پر دی کار پيل او ورڅخه مې ډېرې ګټې اخيستې دي.

په رښتينې توګه د زاک حسين او سفرالله په شان د پاکستاني سوداګرو شمېر زيات دی. بر سېره پردې ډېر پاکستاني سوداګران هر کال د شينجيانګ په کشغر او اوروموچي ښارونو کې د سوداګرۍ معاملو په نندارتونونو کې ګډون کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040