د قورغاس بندر

cri     (GMT+08:00) 2009-09-23 20:48:02

د قورغاس بندر د چين په شمال لوېديځ کې د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې په ايلي منطقه کې پروت دی او له قزاقستان سره ګډه پوله لري. دغه بندر زر کاله دمخه د وريښمين په لاره کې يو تم ځای و او نن ورځ د منځني اسيا پنځو هېوادونو او اروپا ته د چين د پرانيستنې د پل د سر په توګه ګڼل کېږي.

د سهار په نهو بجو د قورغاس بندر پرانيزي. هغه موټرونه چې چيني ميوې، سابه او د ژوند د اړتياوړ توکي پکې بار دي، د ګمرک د ادارې په وړاندی د پلټنې انتظار کوي. د بېلا بېلو هېوادونو سوداګران او سيلانيان چې له چين او قزاقستان څخه راغلي، هم له دغه بندر څخه د تېرېدو د انتظار په ليکه ولاړ وي. دياو تيان تيان چې د سرحدی پلټنې د دغې مرکز يوه کارکوونکې ده، پر خپلې يوې بوختې ورځې پيل کوي.

اوس مهال هره ورځ شاوخوا دری سوه عرادې موټرونه له دغه بندر څخه تېرېږي. د قورغاس بندر د پلټنې مرکز په دې وروستيو وختونو کې د ځينو ميوو، سبو او د درېيم هېواد د شخصی موټر چلوونکو سيلانيانو لپاره مستقيمې لارې پرانيستلې دي. زما دنده په سرحدي سيمه کې د خدمتي چارو د کيفيت لوړتيا ده، نو کله کله زما د کار وخت اوږديږی.

نن هره ورځ له دغه بندر څخه د تلونکيو او راتلونکيو شمېر زر تنو ته رسېږي. يو قزاقی سيلاني چې سيووستيانوف واليري نومېږي، له قزاقستان څخه راغلی، خبريال ته وويل، هغه د قورغاس بندر له خدمتونو څخه ډېر راضی دی.

د اروپا او افريقا ډېرو هېوادونو ته مې سفر کړی او د ډېرو هېوادونو له بندرونو څخه د تېرېدو خدمتونه مې تر لاسه کړي دي. خو دلته له بندر څخه د تېرېدو په اړه خدمتونه ډېر ښه دي.

د قورغاس بندر د چين په لوېديځ د لومړی لوی ځمکني بندر په حيث ډېر پرمختګ کړی دی. په تېره بيا د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له دغه بندر څخه د تېرېدونکيو شمېر دری لکه او لس زرو ته او سوداګريز ارزښت يې اووه سوه او دېرش مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دېرش زيات شوی دی.

يو ځايي چارواکي وويل، د قورغاس بندر د سوداګريز ارزښت د زياتوالي لامل دا دی چې دغه بندر چين او د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره تړلی دی، له بندر څخه د تېرېدو اسانتياوې او بشپړ خدمتونه برابروي.

د قورغاس بندر د چټک پرمختګ سره سم په سرحدي سيمه کې د وګړيو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مساعده زمينه هم برابره شوېده. د قورغاس په نړيوال سوداګريز مرکز کې چې ٢٥ زره مربع متره پراخوالی لری ، څو سوه چيني او بهرني دوکانونه پراته دي. ښاغلي ليو دري کاله دمخه دلته پر خپلې سوداګرۍ پيل وکړ. ده په دې هکله وويل

زه په عمده توګه کوچني توکي پلورم. د روسيې او ډنمارک په شمول د بېلا بېلو هېوادونو سيلانيان زما سوداګريزې توکي اخلي.

که څه هم په دې وروستيو کلونو کې د قورغاس بندر ډېر پرمختګ کړی دی، خو د دغه بندر د ادارې کمېټې د مسؤل ښاغلي شيو چېنګ ځي په اند د دغه بندر پرمختګ ښه راتلونکې لري. شيو چېنګ ځي وويل، د سرحدي همکارۍ نړيوال مرکز چې د چين او قزاقستان له خوا به په ګډه جوړېږي، ژر به بشپړ او وکارول شي. د دغه مرکز په جوړولو سره به د دغه بندر دندې په هراړخيز ډول سره نورې هم لوړې شي.

شيو چېنګ ځي زياته کړه، چين پلان لري چې د قورغاس بندر به د چين او د منځنۍ اسيايي هېوادونو ترمنځ د يو طلايي بندر په حيث وګرځي. د اورګاډي يوه لار چې هر کال دېرش زره ټنه مالونه وړلی شي، په راتلونکې لنډه موده کې به بشپړه شي او د قورغاس او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ عمومي سړک هم د جوړولو په حال کې دی. د ښاغلي شيو چېنګ ځي په اند د بنسټيزو تاسيساتو بشپړتيا به لوېديځ ته د دغه بندر د پرانيستنې بهير نور هم چټک شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040