د بيجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-09-28 17:12:46

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! چين ته د سفر په پروګرام کې مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په بيجينګ کې يو ډېر مشهور ځای د امپراطورۍ ماڼۍ په اړه څه ناڅه معلومات وړاندی کړم!

د بيجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم د مينګ او چينګ امپراطورۍ سلسلو د ماڼۍ او د شاهۍ کورنيو د ميراث پربنسټ جوړ شوی يو ملی مجموعی موزيم دی. دغه موزيم د بيجينګ ښار په مرکزی سيمه کې پروت دی چې مخ يی له تيان ان من ميدان، شا يی له جينګ غره، ختيځه خوا يی له وانګ فوجينګ واټ او لويديځه خوا يی له جونګ نان های سره مخامخ ده.

په ١٩٦١ کال کې دغه موزيم د چين د دولتی شورا له خوا د هيواد د ساتلو وړ يو تاريخی ځای په حيث وټاکل شو او په ١٩٨٧ کال کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړۍ د کلتوری ميراث په ليست کې شامل شوی دی.

په تېره زمانه کې د مينګ سلسلې په موده کې درېيم امپراطور جو دي شاهۍ تخت ته له رسيدو وروسته پريکړه وکړه چې د هېواد مرکز له نان جينګ څخه بيجينګ ته وسپارل شي. د دغه امپراطور په لارښوونه دغه ماڼۍ په ١٤٢٠ کال کې جوړه شوه. په ١٩١١ کال کې د شين های انقلاب په رڼا کې په چين کې فيوداليستی ټولنه پای ته ورسيدله او په ١٩٢٤ کال کې د چينګ سلسلې وروستی امپراطور پويی له همدغې ماڼۍ څخه شړل شو. دغه راز په شاوخوا پنځه سوه کلونو کې ٢٤ امپراطورانو په دغه ماڼۍ کې ژوند کړی او هيواد يی اداره کړی دی .

د دغې ماڼۍ په شاوخوا جګ دېوال چې لس متره لوړوالی لري، او ساتونکی سيند چې دوه پنځوس متر پلنوالی لري، موجود دی. د دغې ماڼۍ له جنوب خوا څخه تر شمالی خوا پوری نهه سوه يو شپېته متره او له ختيځې خوا څخه تر لويديځې خوا پوری اوه سوه دری پنځوس متره دی. د دغې ماڼۍ پراخوالی اوه لکه شل زره مربع مترو ته رسيږی. د دغه ماڼۍ په هره خوا کې يوه لويه دروازه لري چې اوس يی د جنوب او شمال دروازې د سيلانيانو پرمخ خلاصې دي.

د امپراطور د لوړ حيثيت د څرګندولو لپاره د دغې ماڼۍ له جنوب څخه تر شمال پوری يوه کرښه غزيدلی ده. د امپراطور مهمې ماڼۍ پر دغه کرښه پرتې دي چې مخکی برخه د خپلو کارونو د ترسره کولو او ورپسی برخه د امپراطور د اوسيدلو ماڼۍ ده.

تای هه ماڼۍ د امپراطورۍ ماڼۍ يوه ډېره مهمه برخه ده چې ٣٦ متره جګوالی، ٦٣ متره پلنوالی او دوه زره دری سوه اتيا مربع متره پراخوالی لري. د مينګ او چينګ د امپراطورۍ په سلسلو کې د امپراطورانو د لوړې مراسم او د اخترونو لمانځنې په همدغه ماڼۍ کې ترسره کيدلې.

جونګ هه ماڼۍ له تای هه ماڼۍ وروسته پرته ده. امپراطور تای هه ماڼۍ ته له تګ نه مخکی په دغه ماڼۍ کې تفريح کولو او په عامو ورځو کې به يی دلته سندونه هم ولوستل. د لويو اخترونو له لمانځنې نه مخکی په همدغه ماڼۍ کې د کابينې د غړيو احترامات به يې منل.

باو هه ماڼۍ له جونګ ماڼۍ وروسته پرته ده چې د امپراطورۍ له دريو لويو ماڼۍ ګانو څخه شميرل کيږی. اوس دغه ماڼۍ د کلتوری اثارو په يوه نندارتون بدله شوی ده چې په کې له تاريخی مودې څخه د چينګ تر سلسلې پوری د چينی ملت کلتوری نښې ښودل کيږی.

اوس دغه موزيم هره ورځ د سيلانيانو پرمخ پرانيستی دی خو د هر کال د اپريل مياشتې له لومړی نېټې د اکتوبر مياشتې تر ٣١ نېټې پوری د سهار له اته نيمو بجو نه له غرمې وروسته تر څلورو بجو پوری خو د نوامبر مياشتې له لومړی نېټې څخه د مارچ مياشتې تر يوديرشمې نيټې پوری يوازی له غرمې وروسته تر دری نيمو بجو پوری د ګرځندويانو پر مخ پرانېستی وي.

ګرانو اورېدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيدله. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040