د بيجينګ د نباتاتو پارک ته سفر کول

cri     (GMT+08:00) 2009-09-28 17:13:46

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! په دې پروګرام کې به د چين د بېلابېلو ښکليو ځايونو په اړه تاسو ته ځينی معلومات وړاندی کړم.

د بيجينګ د نباتاتو پارک د چين په شمالی برخه کې ترټولو لوی يو داسی ځانګړی پارک دی. د پسرلی په موسم کې خلک په دغه پارک کې بېلابېلو ښکلیو ګلانو له ليدلو څخه خوند اخيستلی شي .

د بيجينګ د نباتاتو پارک په ١٩٥٦ کال کې جوړ شوی چې په کې څه دپاسه لس زره ډوله نباتات کرل شوي دي. هر کال د پسرلی په موسم کې په دغه پارک کې د شفتالو د ګلانو فيستوال ترسره کيږی چې ډير سيلانيان ځان ته راجلبوي. د روان کال د مارچ مياشتې په ٢١ نېټه په دغه پارک کې د بيجينګ د شفتالو د ګلانو ٢١ مې دورې فيستوال پرانيستل شوی. د بيجينګ د نباتاتو د پارک د مشر مرستيال جاو شي وۍ وويل چې سږ کال په دی فيستوال کې شاوخوا دوه سوه ډوله ګلان نندارې ته وړاندې کيږی. هغه وويل: د تير کال د تجربو له مخې د شفتالو د ګلانو د فيستوال په موده کې به نژدی يو مليون او پنځه لکه سيلانيان په دې پارک کې د ګلانو نندارې وکړي . د شفتالو ګلان په چين کې د يوې نيکمرغه نښې په توګه ګڼل کيږی نو سيلانيان هيله لري چې د شفتالو د ګلانو د کتلو له لارې خپل ځان او ملګرو ته نيکمرغی ورسوي. دغه راز زموږ کارکوونکی په دغه پارک کې د شفتالو په زرګونه ډوله ګلان کرلي دي چې ډولونه يی اووياوو ته رسيدلی دی.

ښاغلی ګوو شياو چن چې په حکومتی اورګان کې کار کوي، له خپلې ملګرې سره دغه پارک ته د ساعت تيرۍ لپاره راغلی دی . هغه وويل:له يوې خوا پر موږ د کار فشار ډير زيات دی نو د شفتالو د ګلانو کتل د فشار کمولو او پام غلطولو د ساعت تيرۍ لپاره ښه لار ده . موږ په خوشحالۍ سره خپله رخصتی تيروو. بله خوا زه له عکاسي سره مينه لرم. د شفتالو غرنی ګلان ډير په زړه پوری دي نو زه غواړم د کامرې په وسيله د دغو ګلانو ښکلی عکسونه واخلم .

د دې ترڅنګ د دغه فيستوال په موده کې به د نړۍ ډير مشهور ګلان هم ښودل کيږی. د بېلګې په توګه د اپريل مياشتې په منځ کې به ګڼ شمير د غاټول ګلان ليدل کيږی. ښاغلی جاو شي وۍ وويل چې اوس په دغه پارک کې د نړۍ ډير مشهور ګلان ليدل کيږی چې په تاريخ کې يی سارۍ نه شته . هغه وويل:په وروستيو کلونو کې مو د غاټول ګل په ګډون ډير مشهور ګلان کرلي دي. اوس د دغه پارک د جګو ونو لاندی ښکلی غاټول ګلان ليدل کيږی. موږ غواړو چې د نړۍ ښکلی ګلان سيلانيانو ته وړاندی کړو.

د غاټول ګل نه پرته د بيجينګ د نباتاتو پارک يوه لويه ګرمه کوټه هم شته چې په کې د تودې سيمې ګلان روزل کيږی چې ډولونه يی دری زره او سل ته رسيږی. په دغه ګرمه کوټه کې د سيلانيانو له ډلې څخه اغلی پان وويل:نن د بيجينګ د نباتاتو پارک په لويه ګرمه کوټه کې ډير ښکلی ګلان زما تر سترګو کيږی. له دې جملې څخه ډير ګلان يوازی د ځمکې کرې په توده سيمه کې وده کوي. دغه ډير ښکلی او زما ډير خوښيږی.

د شفتالو ګلانو د فيستوال په موده کې په دغه پارک کې يو لړ کلتوری فعاليت هم ترسره کيږی. څاو شوي چين د چين په تاريخ کې يو ډير مشهور او ستر ليکوال و. په دغه پارک کې د ده د يادونې يو تالار هم جوړ شوی دی. سيلانيان په دغه تالار کې نه يوازی اړوندې نندارې کتلی شي بلکې چای هم څښلی شي.

ګرانو دوستانو! زموږ د نننی پروګرام له اوريدو وروسته تاسو که نور اړوند معلومات ترلاسه کوئ. نو دغه پارک تاسو ته ښه هرکلی کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040