په کابل کې د يوې ځان مرګې چاودنې له امله لږ تر لږه سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-09 18:28:07

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري د اکتوبر په اتمه نېټه وويل، چې د همدې ورځې په سهار د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې د يوې ځان مرګې چاودنې له امله اوولس تنه مړه او شپږ اويا تنه نور ټپيان شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د همدې ورځې په اته نيمو بجو په افغانستان کې د هند سفارت او د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت ته په نژدې سيمه کې يوه چاودنه پېښه وشوه. يو عيني شاهد وويل چې دغې چاودنې د هند سفارت د دروازې په وړاندې د سيمټۍ دفاعي ديوالونه، د پېښې په ځای کې څو موټرونه او د لارې په اوږدو کې مغازې او دوکانونه تر يوې اندازې پورې ويجاړ کړي دي. د ځايی خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغې چاودنې له امله زياتره مرګ ژوبله شوي کسان عامه وګړي دی چې زيات يې ښځې او ماشومان دي. افغان پوليسو له پېښې وروسته نوموړې سيمه کلا بنده کړه او د چاودنې د لامل څېړنه او تحقيقات يې پيل کړی دی. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغو کړو وړو سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې دغه بريد د عامو افغانانو پر ضد ترهګرۍ کرغيړنې دسيسې دي.

وسله والو طالبانو د دغې چاودنې پړه پر خپله غاړه واخېسته او دې ته يې اشاره وکړه چې د دوی موخه په افغانستان کې د هند سفارت وو. د هند د ډيپلوماټيکو چارو سکرټر نيروپاما راو د اکتوبر په اتمه نېټه په نوي ډيلي کې د دغه بريد سخته غندنه وکړه او د دې پخلی يې وکړ چې د دغه بريد له امله د هند سفارت کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. نوموړي وويل، چې د هند د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې له ټولو هنديانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل امنيت ساتلو لارې چارې پياوړی کړي او د سفارت په ګډون د اورګانونو د امنيت د ساتلو لپاره زيات تدبيرونه ونيسي.

اوس د افغانستان امنيتي حالات پيچلی دی. په تېرو څو مياشتو کې وسله والو طالبانو څو څو ځله د بهرنيانو او بهرني ځواکونو پر ضد بريدونه وکړل. په تېرو دوو مياشتو کې يوازې په کابل کې پنځه ځان وژونکی چاودنې پېښې شوې دي. په دغه هېواد کې د ناټو په مشرۍ د پوځونو د قوماندانۍ مقر او پوځي اډه په جلا جلا توګه له بريدونو سره مخامخ و. د بېلګې په توګه، د سپټمبر په اوولسمه نېټه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو د موټرونو کاروان کابل ته په نژدې واټن کې له يو بريد سره مخامخ شو چې له امله يې د ايټاليې هېواد شپږ تنه سرتېري او لس تنه عام افغانان مړه شول. د تازه شمېرنې سره سم، روان کال په افغانستان کې د مړه شويو بهرنيو سرتېريو شمېر څلور سوو ته رسيدلی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنو له تر سره کېدو نه مخکې، امريکا او ناټو څو څو ځله افغانستان ته نور سرتېري ليږلي، خو د وسله والو طالبانو لخوا بريدونه لا هم زيات شوی دی. نو له دې امله د ناټو بېلا بېل هېوادونه له سختو فشارونو سره مخامخ دی. د تېرې مياشتې په اوولسمه نېټه د ايټاليې د يادو شويو سرتېريو له مړينی وروسته د دغه هېواد صدراعظم سيلويو برلوسکوني سمدلاسه اعلان وکړ چې دغه هېواد به په راتلونکو اوونيو کې له افغانستان څخه خپل هغه پنځه سوه سرتېري وباسي چې د افغانستان د ولسمشرۍ له ټولټاکنو مخکې دغه هېواد ته ولېږل شول. دغه راز په بريټانيا کې لا زيات وګړي د افغانستان له جګړې سره مخالفت کوي. د بي بي سي لخوا د يوې ټولپوښتنې د تازه پايلې سره سم، شپږ پنځوس سلنې بريټانوي وګړي له دغې جګړې سره مخالفت کوي چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله په سلو کې دری زيات شوی. په عين وخت کې د امريکا حکومت د افغانستان مسئلې په اړه د نوي تګلارې تر غور لاندی نيسي. څو ورځې مخکې، د امريکا د ملي دفاع وزير او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندانانو له بارک اوباما څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي. خو د امريکا په حکومت کې يو شمېر چارواکي له دغې غوښتنې سره مخالفت کوي او وړانديز يې وکړ چې په نورو هېوادونو او سيمو کې د ميشت شوي امريکايي سرتيريو شمېر کم کړي. د دې ترڅنګ، يو شمېر چارواکو له حکومت څخه غوښتنه هم وکړه چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېريو د ايستلو په هکله مهال ويش وټاکي. نو اوس د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان مسئلې په اړه له سختو ننګونو سره مخامخ دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040