په شينجيانګ کې د مېوو ښه حاصلات راغلی دی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-13 16:27:45

د بشکرام ولسوالی د شينجيانګ په جنوب کې د کاشغر په سيمه کې پرته او د انګورو، انار او انجير په شمول ډول ډول مېوو د توليدولو له امله مشوره ده . د مني فصل د ډول ډول مېوې ښه فصل دی. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې له تاسو سره د ځايي بزګرانو سره په خوښۍ او خوشحالۍ کې شريک يو . (سندره)

خبريال د بشکرام ولسوالۍ د ميوو په يو بڼ کې وليدل چې بزګران د انګورو او انارو په شکولو بوخت دي او په ښوحاصلاتو خوښ دي . بزګر ليو وان شون په خوشحالۍ سره زموږ خبريال ته وويل (اواز١)

اوس زموږ ژوند ډېر ښه شوی دی. اټکل کېږی چې زما سږني کلني عايدات به څلوېښت زرو يوانو ته ورسيږي. خو دغه عايدات ډيری نه دي، زموږ په ولسوالۍ کې د ډېرو بزګرانو کلني عايدات اوويا، اتيا يا سل زرو يوانو ته رسېږی.

د بشکرام ولسوالۍ د ګوندي کمېټې مشر جانګ فنګ د سږنيو ښو حاصلاتو په ليدو سره ډېرخوشحاله دی، هغه خبريال ته وويل سږ کال به په دغه ولسوالۍ کې د مېوو عمومي توليدي اندازه پنځوس زرو ټنو ته ورسيږي او توليدي ارزښت به يې پنځه نوی مليونه يوانه وي. د مېوو روزلو له چارو څخه تر لاسه شوې ګټه به د ځايي بزګرانو د عايداتو اته څلوېښت سلنه ونيسي. ښاغلي جانګ فنګ د مېوو روزلو چارو د پرمختګ لپاره د بشکرام ولسوالۍ د اسانتياوو د يادونې په وخت کې وويل دا د طبيعت ډالۍ ده . هغه وويل (اواز٢)

له لرغونې زمانې راهيسې بشکرام د ميوو په توليد ډير شهرت لری ځکه چې هلته اب و هوا د انګورو د روزلو لپاره ډيره مناسبه ده، څرنګه چې دلته ډيرې اوبه نه شته او انګور په وچه سيمه کې ښه وده کېږی.

د ځانګړو طبيعي شرايطو او د علمي ميتودونو د کارولو له امله د ځايي بزګرانو د شتمنېدو لار نوره هواره شوې ده. اوس دوه وېشت تنه فني کارکوونکي هره ورځ د بشکرام ولسوالۍ په يووېشتو کليو کې هرې کورنۍ ته د مېوولرونکو ونو د روزلو په هکله علمي مالومات او تجربې ورکوي. پنځه پنځوس کلنې سپين سرې رايهن ګل حسن چې له فني روزنې څخه يوه ګټه اخيستې ده ، خبريال ته وويل (اواز٣)

فني کارکوونکي زموږ د کارونو ډېرې لارښوونې راکوي، په تېره بيا د مېوودارو ونو د ښاخونو د پرې کولو، د سرې اچولو، د کرنيزو ځمکو اداره کولو او د ناروغيو او حشراتو د مخه نيولو او له منځه وړلو په برخو کې يې له موږ سره سترې مرستې کړې دي. سږ کال زموږ په باغچه کې د انګورو توليدي اندازه د تېر کال په پرتله څو زره کيلو ګرامه زياته شوې ده.

د ډېرو کلونو راهسيې په پرمختګ سره د بشکرام ولسوالۍ د کرنيزو چارو په عمومي ارزښت کې د ميوو د توليدي ارزښت انډول کال په کال لوړېږی او د بزګرانو په عمومي عايداتو کې له ميوو څخه د اخيستل شويو عايداتو برخه هم ګام په ګام زياتېږی. د بزګرانو او سوداګرانو تر منځ د تماس نيولو او د ځايي اقتصاد د ابادۍ او سمسورتيا لپاره په ٢٠٠٨ کال کې په دغه ولسوالۍ کې د مېوو ټولنه جوړه شوه.

د بشکرام ولسوالۍ يوازی د کاشغر سيمې د مېوو توليدي چارو د پرمختګ يو مثال دی. د دغې سيمې لخوا توليد شوې مېوې د ښه کيفيت له امله د هېواد بېلا بېلو بازارونو او حتی ګاونډيو هېوادونو ته برابريږي. له ٢٠٠٤ کال څخه د کاشغر انګور هر کال پاکستان ته دوه لکه ټنه صادريږي . يو شمېر پاکستاني سوداګرانو خپل هېواد ته د مېوو د وارداتو لپاره په کاشغر کې ځانګړي شرکتونه جوړ کړي دي.

د کاشغر ګمرکي ادارې د مېوو د صادراتو د پرمخبيولو لپاره ځايي شرکتونو ته شنه لار پرانيستله چې مانا يې د صادراتو تشريفات ساده شويدي. د دغې ادارې مشر منګ وې پينګ خبريال ته وويل (اواز٤)

موږ د ځايي مېوو د روزلو چارو د ملاتړ لپاره شنه لاره پرانيستله. په دې توګه د لويې اندارې مېوو د صادراتو تشريفات ساده شوي دي چې لګښت او د مېوو د خرابېدو انډول يې ټيټ شوی دی.

په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ حکومت د مېوو د توليدي چارو پر پرمختګ سربيره، د مېوو د چمتو کولو چارو ته هم په درنه سترګه ګوري. اوس د مېوو د چمتو کولو چارې د ځايي حکومت لخوا د مهمې دندې په توګه ټاکل شوې او د ايران او ترکيې له هغو تصديو سره همکاری هم د تياريانې په حال کی ده چې دوی دواړه هېوادونه په دغه ساحه کې پرمختللی تخنيکونه او تجربې لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040