چين د نړۍ په سياسی ډګر کې يو مهم ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-13 19:30:33

ګرانو اورېدونکو! اوس به د چين نړېوالې راډيو يوه تبصره واورئ!

((زه په يوې جملې سره وايم چې چين يو ستر هېواد دی چې د ستر هېواد سبک لري. )) ګرانو دوستانو! همداوس دغه خبرې د اسرائيلو د ولسمشر شيمون پيريس له خوا ويل شوې . له شپېتو کلونو راهيسی چين له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی دی. د چين ولسی جمهوريت د جوړېدو په لومړی وخت کې د لويديځو هېوادونو ډېر بنديزونه ليدلي او ګاللي وو خو اوس د نړۍ په سياسی ډګر کې د يو لوی هېواد په توګه ګرځېدلی دی. چين ډېر پرمختګ کړی دی خو تل نورو هېوادونو ته احترامات کوي چې په نړېواله ټولنه کې يی ډېر ستاينې ترلاسه کړې دي.

سږ کال د سپتمبر له ٢٣ نېټې څخه تر ٢٩ نېټې پوری په نيويارک کې د م م په مقر کې د دغه سازمان د ٦٤ دورې عمومی اسامبلې مبحثوی غونډه ترسره کېدله. د دغې غونډې عمده موضوعات له نړېوالې ننګونې سره له اغېزمنې مقابلې، څواړخيزې همکارۍ ، د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ له ديالوک او د نړېوالې سولې، امنيت او پرمختګ له هڅونې سره تړاو درلود. د چين د دولت رئيس هوجين تاو په دغه غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې نړېواله ټولنه بايد په ګډه سره پرمختګ وکړي او د سولې، پرمختګ، همکارۍ، ګډو ګټو او تفاهم د اصولو له مخې د دايمی سولې، ګډې سمسورتيا او همغږۍ د يوې نړۍ د ابادۍ لپاره کوښښ وکړي. هغه وويل:

(لومړی اواز)

په پراخ نظر سره امنيت ته پاملرنه او د نړۍ سوله او ثبات وساتل شي، په هراړخيزه توګه پرمختګ ته وکتل او ګډه سمسورتيا ترلاسه شي، په خلاصه توګه همکارۍ ته وکتل او د ګډو ګټو همکاری وهڅول شي او په پراخ زړه سره تفاهم او په سوله کې ګډ ژوند وشي.

د هوجين تاو خبرو په نړۍ کې ډېر مثبت ځوابونه موندلي دي. د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې رئيس او د روسيې د ساينس اکاډمۍ د ليری ختيځ د څيړنې مرکز مشر ميخايل تيتارينکو وويل چې د چين د ولسی جمهوريت دېپلوماتيکې تګلارې ډېرې ښې دي چې د سيمې او نړۍ د امنيت او سولې لپاره ګټورې دي. هغه وويل:

(دوهم اواز)

د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نېټه د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو راهيسی چين د خپلو ستونزو د حل او په نړۍ کې د خپل حيثيت د پياوړتيا لپاره ډېر کارونه کړي دي. چين په سوله کې د ګډ ژوند کولو د پنځو اصولو يو جوړونکی هېواد دی او تل له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره کوښښ کوي. چين د نړۍ د امنيت او سولې لپاره ډېر خدمتونه کړي دي.

چين نه يوازی ډيرې ښې دېپلوماتيکې تګلارې جوړې کړې بلکې پلی کوي يی هم . چين د يو پرمختيايی هېواد په توګه په وروستيو کلونو کې تر وسې وسې پوری نورو هېوادونو ته د مرستې لپاره خپل لاسونه ورکوي. په چين کې د نايجريا پخوانی سفير کوک وويل چې د م م د امنيت شورا په دايمی غړيو کې چين يوازنی پرمختيايی هېواد دی نو د چين رول ډېر ځانګړی او مهم دی. هغه وويل:

(درېيم اواز)

چين يو پرمختيايی هېواد دی او د ناپيلو هېوادونو غورځنګ غړی هېواد هم دی. چين د م م د امنيت شورا په منځ کې په څرګنده توګه د پراخو پرمختيايی هېوادونو ګټو استازيتوب کوي او د امنيت په شورا کې په يوازنی توګه د بی وزلو هېوادونو د حقوقو لپاره غږ پورته کوي. موږ ټول تری ګټې اخلو. موږ له چين څخه ډېره مننه کوو.

ګرانو اورېدونکو! همداوس مو يوه تبصره واورېدله او عنوان يی و چې چين د نړۍ په سياسی ډګر کې يو مهم ځواک دی. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040