د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو اتمه غونډه په بريالی توګه پای ته ورسيدله

cri     (GMT+08:00) 2009-10-14 19:54:58

ګرانو دوستانو! اوس د چين نړېوالې راډيو يوه تبصره واورئ!

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو اتمه غونډه د روانې مياشتې په ١٤ نېټه په بيجينګ کې ترسره شوه. د چين صدراعظم ون جيا باو د دغې غونډې مشري وکړه . هغه له غونډې وروسته په يوه خبری ناسته کې وويل چې په دغه غونډه کې ډېر بريالتوبونه ترلاسه شوي دي.

دغه غونډه د نړېوال اقتصاد د لږڅه ښه والی په حال کې ترسره شوه چې موضوعات يی له کلتوری او اقتصادی همکارۍ او له پولی بحران سره له ګډې مقابلې سره تړاو لري. له غونډې وروسته په ګډه خبری اعلاميه کې ويل شوي چې دغه سازمان به تر وسې پوری د سوداګرۍ، انرژۍ ، سرچينو ، کرنې ، ترانسپورټ ، مخابراتو ، کلتور او چاپېريال په ګډون بېلابېلو ساحو کې همکاری پياوړی کړي ترڅو چې له اقتصادی ګواښ سره د مقابلې کولو توان لوړ کړي.

د چين صدراعظم ون جياباو له غونډې وروسته په يوه خبرې ناسته کې د دغې غونډې په څلورو عمده برياليتوبونو کې رڼا اچولې ده. هغه وويل:

(لومړی اواز)

په دغه غونډه کې د اقتصاد څو اړخيزې همکارۍ او د دايمی پرمختګ لپاره بشپړ پلان جوړ شوی دی. د دې ترڅنګ برخه والو موافقه کړې چې د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د اقتصادی پرمختګ د څارنې لپاره يو ميکانيزم هم جوړ شي چې د سيمه ييز اقتصادی پرمختګ لپاره معلوماتی ضمانت برابر شي.

ون جياباو څرګنده کړه چې دغه سازمان به اقتصادی او پولی ديالوک او همکاری پياوړی کړي، د پانګونې چاپيريال به ښه کړي، د بېلابېلو هېوادونو په بندرونو کې به بنسټيز تاسيسات بشپړ کړي، په دې سيمه کې به د توليداتو د کيفيت په اړه مسئلو حل همغږی کړي او د کرنې او ساينس همکاری به ژوره کړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ٢٠٠١ کال په جون کې جوړ شوی چې غړي هېوادونه په جلا جلاتوګه چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان دي. د دغه سازمان د جوړېدو له اتو کلونو راهيسی، چين ډېر خدمتونه کړي دي. ون جياباو په دغه غونډه کې د دغه سازمان له پرمختګ څخه د چين ملاتړ يو ځل بيا تکرار کړی دی. هغه وويل چې چين به د دغه سازمان غړيو هېوادونو ته لس مليارد امريکايی ډالره کريدت برابر کړي او اړوندو هېوادونو ته به د سوداګرۍ او پانګونې پلاوي وليږی ترڅو چې د دغه سازمان د غړيو هېوادونو اقتصادی پرمختګ وهڅول شي. هغه وويل:

(دوهم اواز)

ما د دغه سازمان د اقتصادی او کلتوری همکارۍ په اړه د چين په دريځونو رڼا اچولې ده او د پولی او اقتصادی همکارۍ په اړه مې اړوند پېشنيهادونه هم وړاندي کړي دي. چين به په راتلونکې کال کې د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د دغه سازمان د ګډون لپاره اقتصادی مرستې برابرې کړي ترڅو چې دغه سازمان به په شانګهای ښار کې نړۍ ته خپله ښکلا او غوړېدا څرګنده کړي.

ون جياباو زياته کړه چې که څه هم بېلابېل هېوادونه اوس لاهم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي خو د دغه سازمان غړي هېوادونه به د همکارۍ له لارې د سيمې سوله، امنيت او پرمختګ وهڅوي. هغه وويل:

(درېيم اواز)

چين به له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستۍ د ټينګولو دېپلوماتيکه تګلاره پلي کړي او د سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره د ژورې همکارۍ له مخې ګډې ګټې ترلاسه کړي. داسی هيله او باور شته چې موږ په ګډه سره د دغې سيمې دايمی سوله او ګډه سمسورتيا ترلاسه کړو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040