په علمي توګه پرمختګ او د هوساينې لپاره ګډه هڅه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-15 19:10:20

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د نوی چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې د نمانځلو په مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه. د چين د اړوندو کارپوهانو په اند پرمختګ د دغې وينا مرکزي ټکی وو. پرمختګ ته پاملرنه د چين د تاريخي تجربو او ټولنيز پرمختګ يوه ټولونه او د چين د ابادۍ او اصلاحاتو يو بنسټ هم دی.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون عمومي طرحه کوونکي ښاغلي دن شياو پينګ په ١٩٩٢ کال کې يوه پيشنهادي موضوع وړاندې کړه چې پرمختګ تر ټولو مهم دی. د چين د ټولنيزو علومو اکاډيمۍ د اوسني تاريخ د څېړنيزې ادارې مشر يو هه پينګ وويل، دغه موضوع نه يوازې د چين د ملي حالاتو او د ټولنې د پرمختګ په اړه يو لنډيز دی، بلکې د چيني ځانګړتياوې لرونکی سوسياليزم د جوړولو په اړه د چين د واکمن ګوند يعنې د کمونېست ګوند فکرونه او اندونه هم ورڅخه څرګندېږي.

ياده شوې موضوع چې د ښاغلي دن شياو پينګ له خوا وړاندې شوې، په عمومي ډول د انسانانو له ټولې ټولنې سره برابره ده، ځکه چې هر هېواد پرمختګ ته اړتيا لري. خو چين د دغې موضوع د وړاندې کېدو په وخت کې لا وروسته پاتې و. چين د نورو هېوادونو په پرتله ډېر نفوس لري او پرمختګ د چين لپاره زيات اهميت لري.

يو هه پينګ وويل، اصلاحات او ورخلاصون د چين لازمه لار ده. د وګړيو د ژوند ښه والی او په بېلا بېلو ساحو کې د پرمختګ هڅول تل د دغې لارې بنسټ دی.

اصلاحات او ورخلاصون د پرمختګ يوه وسيله ده. که موږ په معقوله توګه د نورو هېوادونو له پرمختلليو سرچينو څخه ګټې واخلو، موږ به ژر او په اغېزمنه توګه برياليتوبونه تر لاسه کړو.

چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له دېرشو کلونو راهيسې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي: ملي اقتصاد تر زياتې اندازې پورې پرمختګ کړی، د وګړيو د ژوند کچه په ښکاره توګه لوړه شوې، د ټولنيز ضمانت سيستم ګام په ګام بشپړ شوی او د عصري کېدو ابادۍ ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. چين په نوې موده کې د علمي پرمختګ او هوساينې پرمختګ په اړه يوه بله موضوع وړاندې کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي پوهنځي د ګوندي تاريخ څانګې پروفيسر ښاغلي جو يان وويل،د علمي پرمختګ په اړه موضوع د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د بېلا بېلو مرحلو ځانګړتياوو لنډيز جوړوي او د چين راتلونکی پرمختګ ته يې لارښودې لارې هم پرانيستلې دي.

چين يو لوی هېواد دی چې د ٩ مليونو او ٦٠٠ زره مربع کليومتره پرخوالی لري. د دغه هېواد چاپيريال او له سرچينو څخه د ګټې اخيستنې کچه تر يوې اندازې پورې په مستقيمه توګه د ټولې نړۍ پر چاپيريال اغېزه کوي. نو د علمي پرمختګ په اړه موضوع چې د چين د دولت رئيس هو جين تاو له خوا تکرار شوې، د نړيوال چاپيريال د ساتنې او د انرژۍ د سپمولو په اړه يوه غوښتنه ده.

جو يان زياته کړه، چين د علمي پرمختګ او هوساينې پرمختګ موضوع وړاندې کړې او ورڅخه د نړۍ د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د چين مسؤلانه رويه څرګنده شوې ده. د چين پرمختګ د نړۍ يو پر شپږمو کسانو ته نفقه ورکړې ده چې دا د نړۍ د سولې او ثبات لپاره د يو ستر خدمت په توګه ګڼل کېږي.

چين د پرمختګ ټينګولو ترڅنګ هم پر دې ټينګار وکړ چې د نړۍ له نورو هېوادونو او سيمو سره د خپل ګډ پرمختګ يون ته ادامه وکړي. ګډ پرمختګ او هوسايي د نړيوالې ټولنې او د چين مسؤليت هم دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040