په تېره نيمه پېړۍ کې په نفتي سيمه کې د يوې کورنۍ ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 14:53:11

دا چينګ په نامه نفتي سيمه چې د چين په ختيځ د سونګ لياو په دښت کې پرته ده، په چين کې تر ټولو لويه نفتي سيمه ده. د دغې نفتي سيمې له پيدا کېدو راهيسې، عموماُ د دوه مليارډو ټنو او مه نفت توليد شوي دي چې دغه شمېر په همدې مودې کې د چين په لويه وچو کې د اوومو نفتو په عمومي توليدي اندازه کې څلويښت سلنه نيولې ده. دا چينګ له يوې شاړې ځمکې څخه په يو صنعتي ښار بدل شوی دی. نو په نننۍ کړۍ کې د تېرې نيمې پېړۍ په موده کې د دا چينګ په نفتي سيمه کې د يوې کورنۍ ژوند په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

کله چې ولسي جمهوريت په ١٩٤٩ کال کې تازه تاسيس شو ، په چين کې يوازی څو کوچني نفتي سيمې وې او کلني توليدي اندازه يې فقط له لسو ټنو څخه زياته وه ، نو د چين د نفتو اړتياوې له نورو هېوادونو څخه د وارداتو له لارې پوره کېدې . په ١٩٥٩ کال کې د سونګ نن په دښت کې د دا تونګ يوه وړوکې علاقه داری ته نژدې له يوې نفتي څاه څخه نفت وايشيدل چې له امله يې هغه تاريخ له منځه وړل شوی دی چې په چين کې لويه نفتي سيمه نه وی دغه کال د نوی چين د جوړېدو له لسمې کاليزې سره برابر وو، نو دغه نفتي سيمه د دا چينګ په نامه ونومول شوه چې دا چينګ په چيني ژبه د لويې نمانځنې مانا لری.

ليو سپين ږيري جينګ ده سږکال يو اتيا کلن دی او په نفتي سيمه کې يو کارکوونکی و. هغه يو يتيم دی، د نوی چين د جوړېدو نه مخکې د ګدايی ژوند تيراوه او ورپسې د عسکري خدمت د بشپړولو وروسته د نفت د استخراج لپاره د چين شمال ختيځ ته ورسېد.

په هغه وخت کې زرګونو تنو ترخيص سرتيريو او افسرانو او فني پرسونلو په دا چينګ کې د ډېرو ستونزو په ليری کولو سره د نفت په استخراج پيل وکړ . ليو جينګ ده وويل

په هغه وخت کې ډير وګړي د هېواد له بيلا بيلو ځايونو څخه دا چينګ ته په کډه راغلي او يوازنی موخه مو د نفتي سيمې ابادول وو.

د دا چينګ د نفتي سيمې د ابادۍ له امله په چين کې د اوومو نفتو توليدي اندازه په لويې پيمانې سره لوړه شوې ده، په تېره بيا وروسته له هغه وخته په ١٩٦٣ کال کې دغه نفتي سيمه په پوره توګه وکارول شوه ، کلنی توليدي اندازه يې په منځنۍ توګه دری مليونه ټنه زياته شوېده چې په پايله کې نفتو ته د چين اړتياوې په بنسټيزه توګه پخپله پوره کيږي. له دې وروسته دا چينګ د چينايانو په زړونو کې د ېوې ډيرې مهې نفتې اډې په توګه پاتې دی.

په ١٩٧٦ کا لکې د ليو جينګ ده زوي ليو جين پينګ هم په دا چينګ کې په يو نفتي کارګر ګرځيدلی دی . په هغه زمانه کې ځوانان په نفتي کارګرو وياړ وو. ښاغلي ليو وويل

په هغه وخت کې د چين بېلا بېل ځايونه دا چينګ د نمونې په توګه وباله. هېواد نفتو ته اړتيا لري، نو د يو کارګر په توګه د زياتو نفتو په توليدولو ډير افتخار کوي.

د ليو جين پينګ د کارونو په لومړنی کال کې د دا چينګ د اومو نفتو توليدي اندازه پنځوس مليونه ټنو ته رسيدلې ده. له دې وروسته په پر له پسی اوه ويشتو کلونو کې دغه لوړه توليدي اندازه ساتل شوې ده.

اوس د ليو جين پينګ لور ليو يو هونګ هم په نفتي چارو بوخته ده. هغې د خپل کار د يادونې په وخت کې وويل

نن ورځ زموږ د کار چاپيريال ښه شوی، د بېلګې په توګه د نفتي سيمې په شاوخوا کې د ځنګلونو او لندو ځمکو پراخوالی زيات شوی او اتوماتيک تجهيزات يې نصب شوي دي. دغه راز پوليسو ته د خبر ورکولو سيستم هم جوړ شوی دی.

اوس دا چينګ د شلو زرو مربع کيلومترو په پراخوالي د نفتو، کيميا او نورو عالي تکنالوژۍ په شمول يو نوی ښار بدل شوی دی. نن ورځ د دا چينګ د نفتي سيمې موخه هر کال د څلويښت مليونه ټنو اومو نفتو د توليدولو اندازه ساتل دي څو چې د چين د انرژۍ د يوې لويې توليدي اډې په توګه رول ولوبول شی.

ليو يو هونګ د يو ځوانې کارګرې په توګه د دا چينګ پر راتلونکی باندې ټينګ باور لري. دې وويل

زموږ په نفتي سيمه کې طبيعی ګاز پيدا شوی دی. د دې ترڅنګ په علمي څيړنو کې هم نوي پايلې تر لاسه شوي دي. اوس د دا چينګ نفتي سيمه له اصلاحاتو سره مخامخ ده. کارپوهان د لا زياتو نفتو د استخراج په اړه د نويو تخنيکونو پر څيړنې بوخت دی. نو فکر کوم چې د دا چينګ راتلونکی به لا ښکلی شي.

.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040