له چين سره د نژدې اړيکې په اړه د لسو نړيوالو دوستانو په نامه د سيالۍ پايله اعلان شوې ده.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 14:55:44

له چين سره د نژدې اړيکو په اړه د لسو نړيوالو دوستانو په نامه هغه سيالي په بريالۍ توګه تر سره شوې او پايله يې اعلان شوې ده چې د چين د نړيوالې راډيو، له نورو هېوادونو او سيمو سره د چين د ولسي دوستۍ ټولنې او د چين د بهرنيو کارپوهانو د ادارې لخوا د سي ار ای په انټرنيټ کې تر سره شوی. په دغه سيالۍ کې بريالی شويو لسو کسانو په تېرو سلګونو کلونو کې د چين لپاره ستر خدمتونه تر سره کړي او له چين سره يې نژدې اړيکې ټينګې کړې دي.

د روان کال د اکتوبر لومړی نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له شپيتمې کاليزې سره برابره وه. دغه سيالي د دغه جشن د نمانځنې او يادونې په رنګا رنګ فعاليتونو کې يوه ده چې پيمانه او د تنظيمولو سازمانونه يې د چين په تاريخ کې ساری نه لري.

د دغې سيالۍ په څلويښتو ورځو کې په انټرنيټ کې د رايه ورکولو له لارې له پنځوسو نوم اندانو څخه لس کسان انتخاب شوي. نومونه يې داسی دي: د کاناډا ډاکټر نورمان بټيون، د تېرې پيړۍ په درېيمه لسيزه کې د جاپان د تېری پرضد جګړه کې د چيني سرتيريو د علاج له امله شهيد شو. الماني جون رابي، د يادې شوي جګړې په موده کې يې د چاپاني تيری کوونکو له منګولو څخه دوه لکه او پنځوس زره تنه چيني وګړي وژغورل. د نړيوال اولمپيک کميټې پخوانی مشر جوان انټونيو سامارانچ ټوريلو، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تر سره کولو په برخه کې يې له چين سره زياته مرسته وکړه. د امريکا خبريال عدګار سنوو، د تېرۍ پيړۍ په درېيمه لسيزه کې يې د سره ستوري رڼا چين ته خوره ده په نامه د يو کتاب د ليکلو له لارې نړيوالې ټولنې ته د چين د سره اردو او رئيس ماو په اړه کيسې وړاندې کړې. بريټانوي کاپوه جوسيف نيدهام، د چين د ساينس او تخنيګ تاريخ په نامه يو کتاب يې چاپ کړ. د پولنډ ليکوال ايرايل عپسټين، په تېرو لسګونو کلونو کې د څو کتابونو او ليکنو له لارې د تيريو پرضد د چينيانو د مبارزې او د سولې د ساتلو په اړه تاريخ نړيوالو ته معرفی کړ. د نوي زيلاند ټولنيز فعالان او کارپوه ريوي الي،د نوي چين د جوړېدو او ابادولو په شپيته کلن بهير کې يې ګډون درلود. د هند ډاکټر کوارکاناڅ کوټنيس،د جاپان د تېری پرضد د جګړې په موده کې يې له چينايانو سره د مرستې لپاره شهېد شو. د تايلنډ شهزادګی ماها چاکري سيريندهورن، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې لپاره يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي. موريهيکو هاراماټسو چې يو جاپانی دی د بی وزليتوب د له منځه وړلو په برخه کې يې د چين له بی شمېره بزګرانو سره مرسته کړه. له دې جملې څخه يوازی ډاکټر نورمان بټيون څه باندې څلور مليون او شپږ لکه رايې تر لاسه کړی.

دغه سيالی د اګست له يو دېرشمې نېټې څخه له پيل راهيسې، د چيني وګړيو زياتې پاملرنې راجلبې کړې دي. د اګتوبر تر لسمې نېټې پورې، د رايو شمېر شپږ پنځوس مليون ته رسيدلی دی. زياتره وګړيو په خپلو ليکنو کې له دغو بهرنيو دوستانو څخه ژوره مننه څرګنده کړه. يو وګړي په انټرنيټ کې ليکي چې دا يو ګران انتخاب دی. ځکه چې له ټولو بهرنيو دوستانو څخه ډېره مننه کوم. هغوي زموږ ستر دوستان دي. غواړم چې هر يو نوم اند ته يوه رايه ورکړم . هيله لرم چې په راتلونکې کې به د دغو بهرنيو دوستانو د کيسو د خپرولو لپاره يوه لا ښه صحنه رامنځته شي. دغه راز موږ بايد هڅه وکړو چې لا زياتو بهرنيو ځوانانو ته د دغو غوره او مشهورو شخصيتونو کيسې ورکړي چې ور څخه دې ښه زده کړه وکړي.

يو هلک چې د دغې سيالۍ په رايه ورکولو کې يې هم ګډون وکړ، د دغې سيالۍ له امله خپل راتلونکی هوډ ټينګ کړی دی. ده وويل چې ښاغلي ټوياما سيسي د خپل عمر په وروستی موده کې په چين کې د صحرا يې سيمو د سمسورولو لپاره زيار ايستلی دی. يو جاپاني دوست په چين کې هغې سترې چارې تر سره کړې چې ګڼ شمېر چينايانو نه شوای تر سره کړای. نو له دې امله زه غواړم چې وروسته به د صحرا يی سيمو د ابادولو لپاره خپل خدمت وکړم. موږ بايد د خپل وطن د پر له پسی پرمختګ او د چاپيريال د ساتلو لپاره د خپل توان په اندازه هڅې وکړو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040