چين په فعاله توګه د چاپونې حق خونديتوب په نړيوالې همکارۍ کې ګډون کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-22 15:57:12

2

چين په ٣٠ کلونو کې په بنسټيزه توګه د چاپولو حق د قانوني خونديتوب سيسټم بشپړ کړی چې د کمپيوټر د نرم افزارو د ساتنې او د معلوماتي شبکې د خپرونې حق د مقرراتو په ګډون د نويو تخنيکونو په چاپيريال کې د چاپونې حق د خونديتوب په اړه يې اړوند قانونونه او مقررات خپاره کړل. روان کال چين د لومړی ځل لپاره د عمده مېلمه په توګه په نړۍ کې د کتابونو تر ټولو لوی نندارتون يعنی د فرانکفورټ د کتابونو په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی دی.

په ١٩٨٠ کال کې يعنې د نوي چين له جوړېدو راوروسته د چين او امريکا ترمنځ د چاپولو حق د نړيوالې همکارۍ په اړه لومړۍ پروژه لاسليک شوی ده . خو چين امريکا ته د چاپولو ماليات ورنه کړل، بلکې مشورتي مزد يې ورکړی و. په ١٩٨٣ کال کې په چين کې د چاپولو چارو لومړی ځل له نړيوالې قاعدی سره سم په رسمي توګه له بهرنيو سازمانونو سره د چاپولو حق د همکاری پر پروژی پيل کړی دی.

اوس مهال چين له ٢٠٠ هېوادونو او سيمو سره د کتابونو او چاپولو حق په برخو کې پر تګ راتګ ټينګار کوی او له ٣٥ هېوادونو سره يې هغې موافقې لاسليک کړې چې يو د بل غوره او نامتو کتابونه ژباړه کوي. دغه راز چين له اروپايي ټولنې ، امريکا ، جاپان او کوريا جمهوريت سره هم د خبرو اترو ټاکلی نظامونه جوړ کړی دي. تېر کال چين څه د پاسه ٢٧٠ زره ډوله کتابونه چاپ او توزيع کړي او د بهرنيو کتابونو د څه نا څه ١٧ زره ډوله د چاپولو حقونه يې تر لاسه کړی دي. بر سېره پر دی چين د برنی او د چاپولو حق خونديتوب په نړيوالو تړونونو کې هم ګډون کړی دی.

 

د چين د اطلاعاتو او چاپونې د عمومي اداری مرستيال وو شو لين وويل له نړيوالو اړوندو سازمانونو سره د تبادلې او همکاری پياوړتيا د چين د چاپونې چارو اصل او لوری دی.

(اواز ١)

د چين حکومت تل له نړيوالو سازمانونو سره د چاپونې په چارو کې تګ را تګ ته په درنه سترګه ګوري. ځکه چې زموږ د چاپونې چارې چټک پرمختګ له نړيوالې همکارۍ سره اړيکې لري .

اوس د چاپونې په ساحه کې مخ په زياتېدونکی نړيوال سازمانونه له چين سره همکاری کوي. په دې وروستيو ورځو کې د کوريا جمهوريت د اثارو د چاپونی حق کميسيون د چين د چاپونې حق د ساتنې له مرکز سره د چاپونې حق د همکارۍ موافقه ليک لاسليک کړی چې په پر له پسې توګه د کتابونو، موسيقۍ ، فلمونو ، کارتونونو او کمپيوتری لوبو او نرم افرازونو په برخو کې خپلمنځی همکاری پياوړی کړي. د کوريا جمهوريت د چاپونې حق خونديتوب د کميسيون مشر لي بو کيونګ وويل

(اواز ٢)

که د چاپونې حق ونه ساتل شي ، د کلتوري چارو د پرمختګ او ساتلو کارونه به تر سره نه شي. ددې تر څنګه چې د کوريا جمهوريت او چين ترمنځ اړيکی ورځ په ورځ پياوړی شوی ، د کوريا جمهوريت د چاپونې حق د خونديتوب کميسيون په ٢٠٠٦ کال کې په بېجينګ کې خپل دفتر جوړ کړی او د چين د چاپونې حق د ساتنې له مرکز سره د همکارۍ ښې اړيکې ټينګې کړې او کوی يې.

روان کال چين لومړی ځل د عمده مېلمه په توګه د فرانکفورټ د کتابونو په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی دی. په دغه نندارتون کې څه د پاسه ١٩٠ چيني ډلو ګډون درلود او څه د پاسه ٧ زره ٦ سوه ډوله کتابونه په کې نندارې ته ايښودل شوي وو .

د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د فرانکفورټ د کتابونو نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې د چين او بېلا بېلو هېوادونو د چاپونې د ټولنو ترمنځ تبادلې او همکاري نوره هم پياوړې شي. د پوهنې تمليکي حق د ساتنې په اړه د چين بنسټيزه تګلاره او واقعی زيارونه د چاپونې د نړيوالو ټولنو له خوا د منلو وړ دي. د روان کال په تېر سپټمبر کې له٥٦ هېوادونو او سيمو څخه د چاپولو چارو زرو سازمانونو په بېجينګ کې د کتابونو په نړيوال نندارتون کې ګډون درلود چې د ګډون کوونکو د شمېر او کچو له لحاظه د تېر کال په پرتله غوره ښکاريد او په پايله کې يې څه د پاسه ١٢ زره اړوندې ګرايشنامی او موافقې لاسليک شوې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040