د جنوب ختيځې أسيا د هېوادونو ټولنې د پنځلسمې دورې لړش سرمشريزې غونډې په بريالۍ توګه پای ته ورسيدې

cri     (GMT+08:00) 2009-10-25 20:55:39

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جنوب ختيځې أسيا د هېوادونو ټولنې د پنځلسمې دورې لړۍ سرمشريزې غونډې او د دغې ټولنې او ګډونکونکيو هېوادونو ترمنځ لړۍ غونډې د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه د ټايلنډ په هوا هين کې په بريالۍ توګه پای ته رسيدې .

د نوموړي ټولنې د لسو غړيو هېوادونو،چين،جاپان،د کوريا جمهوريت،هند،استراليا او نوي زيلنډ مشرانو په دری ورځنی غونډه کې د نړيوال پولي بحران او اقليمي بدلون پرضد د مبارزې،د غلودانو او انرژۍ د امنيت،د ناورينو د مخنيوي،د زيانونو د کمښت،د ښوونې او انسانی سرچينو په برخو کې د تګ راتګ او همکارۍ او نورو ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

د ټايلنډ صدراعظم ابهيسيت د پای په مراسمو کې د برخوالو مشرانو له ګډون،د نوموړيو غونډو لپاره د چا ان او هوا هين د خلکو له ټينګ ملاتړ او خدمتونو څخه مننه څرګنده کړه.هغه په دغو غونډو کې تر لاسه شويو برياليتوبونو ته لوړ ارزښت ورکړ.

ويتنام به د ټايلنډ پر ځای د جنوب ختيځې أسيا د هېوادونو ټولنې د نوبتي رييسه هېواد وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040