لومړۍ برخه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-29 19:41:33
چين ته تر راتلو وړاندې مې ددغه هېواد د بډای کلتور، تاريخ او چټکو اقتصادي پرمختګونو په اړه ډېر څه اورېدلي وو او ډېر کله به مې همدا هيله وه چې دا هر څه له نژدې وګورم.

له نېکه مرغه،‌ د ٢٠٠٩ کال د سپټمبر په اوومه نېټه راته د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې لخوا د غوره اورېدونکي په توګه چين ته د راتلو رسمي بلنه راکړل شوه.

له هغه وروسته مې يو دوست ته د چين د سفر په اړه وويل، نوموړي چې چين ته يې د سوداګرۍ په موخه ډېر سفرونه کړي، د چين په اړه راته ډېرې کیسې وکړې او زما تلوسه يې نوره هم ډېره کړه. هغه ويل چې که څه هم د اروپايي هېوادونو په اړه ډېرې خبرې کېږي خو کله چې سړې چين وويني نو اروپايي هېوادونه يې له ياده وځي.

څنګه چې ما اروپايي هېوادونه نه وو ليدلي او يوازې مې له خلکو د لندن، پاريس، روم، امستردام او نورو ښارونو د ښکلا او پرمختګ په اړه ډېر څه اورېدلي وو نو هر وخت به له ځان سره ويل، چې نو چين به څومره پرمختللی وي.

د الوتکې ټکټونه لا له وړاندې د چين راډيو لخوا رالېږل شوي ول او له کابل څخه دوبۍ د الوتنې نېټه يويشتم اکتوبر وه. په همدې ورځ مازيګر څلور بجې مې ځان د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورساوه. په هوايي ډګر کې نوي جوړ شوي ټرمينل بهرنيو هېوادونو ته د تلونکو کسانو لپاره ځانګړی شوی و. ټرمينل ته تر رسېدو وروسته د تلاشۍ له څو ماشينونو تېر شو او له هغو وروسته يې د هغه غټ بکس په کتلو پيل وکړ چې ما پښتو کتابونو ډک کړی و. د تلاشۍ مسئولينو کتاب يو يو وکوت او له هغه وروسته يې يو بل کس راوغوښت او له هغه څخه يې هم غوښتنه وکړه چې ويې ګوري، هغه د څو کتابونو له اړولو وروسته ورته وويل چې په دې کې څه نشته او يوازې کتابونه دي. ما بيرته د کتابونو په راټولولو او تړلو پيل وکړ. د تلاشۍ کسانو زما تر څنګ د سره صليب د نړيوالې کميټې د يو بهرنې کارکوونکې بکس خلاص کړ، لږ وروسته يې د هغه له بکسه دوه وړې مجسمې چې يوازې سرونه وو او شاتنۍ برخه يې هم ماته شوې او څېرې يې روغې ښکارېدې را اويستل او د هغه افغان همکار ته يې وويل چې ددې وړلو اجازه نشته، بهرني يو څو ځلې د وای، وای په ويلو سره هڅه کوله چې مجسمې بيرته تر لاسه کړي خو هغوی ورسره و نه منله او بهرني هم خپل بکس واخيست او روان شو.

د ټکټونو له چيک کولو وروسته په لوړ پوړ کې په انتظار خونه کې کېناستو، دلته ګڼ افغانان او بهرنيان ناست ول چې بهرنيو هېوادونو ته روال ول. لږ وروسته اعلان وشو چې دوبۍ ته تلونکې الوتکه په شپږ بجې الوتنه کوي او مسافر دې ټاکلي ځای ته ځانونه ورسوي. دا د صافي ايرويز الوتکه وه چې د اريانا د الوتکو په پرتله يې الوتکې هم نوي دي او نورې اسانتياوې هم لري. په الوتکه کې راسره يو فرانسوی ملګری و او په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د بيا تر سره کېدو په اړه يې راڅخه ډېرې پوښتنې وکړې او ويل يې چې موږ د افغانانو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، ډېرې پيسې مو ولګولې او ډېرې مرستې مو وکړې خو متاسفانه ونه توانېدو چې افغانانو ته د هغوی د خوښې حکومت راولو.

نژدې ۹ بجې دوبۍ ته ورسېدو، هغه کسان چې له کابله راسره ملګري ول، په ليکه کې ولاړ او له هوايي ډګر څخه يو يو وتل. د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر په سيمه کې تر ټولو ستر هوايي ډګر دی او په هرو څو دقيقو کې ترې په زرګونو مسافر د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته الوتنې کوي. ما د دوبۍ وېزه نلرله او راته وويل شول چې بايد همدلته په هوايي ډګر کې د ننه د بيجنګ الوتنې ته انتظار وکړم. ددې لپاره چې بېجنګ ته د الوتنې وخت معلوم کړم د معلوماتو څانګې په لټه کې شوم، له څو کسانو مې پوښتنه وکړه او يوې او بلې خوا ته وګرځېدم خو اړونده څانګه مې پيدا نکړه. وروسته د خيبر درې يو پښتون ملګرې نورخان اپريدی راسره مخ شو او د معلوماتو څانګې تر دفتر پورې يې ورسولم.

د معلوماتو له څانګې سره تر اړيکو وروسته معلومه شوه چې بېجنګ ته الوتنه په درې بجې ده او په دولس بجې يې بايد بيا پوښتنه وکړم او نژدې پنځه ساعته همدلته انتظار وکړم.

د دوبۍ د نړيوال هوايي ډګر په ټرمينل کې په زرګونو مساپر د خپلو الوتنو په انتظار ناست ول. د کوهاټ څو پښتانه مې وليدل چې د تبليغ لپاره نايجريا ته روان ول، له هغوی سره تر لنډ مجلس وروسته د هغوی د الوتنې وخت وو او روان شول.

په دولس بجې مې د معلوماتو له څانګې سره بيا اړيکي ونيول او د ټکټونو تر کتلو وروسته راته وويل شول چې د الوتنې لپاره بايد تيار اوسو. لږه شېبه وروسته اعلان وشو چې بيجنګ ته د تلونکي اير چاينا مسافر دې يوې بلې ودانۍ ته ځانونه ورسوي. هلته ګڼ شمېر چينايان او جاپانيان هم همدې الوتنې ته منتظر ول. دلته يو ځوان چې څنګه وليدم نو تر سلام وروسته يې راسره په پښتو خبرې پيل کړې، خپل ځان يې راوپېژنده او ويل چې د مردان دی او په جاپان کې د موټرو سوداګري کوي.‌ زه او نوموړی په خبرو لګيا وو چې يو بل ځوان مو هم خواته راغې او سلام يې وکړ. نوموړی هم جاپان ته روان وو او د خيبر اوسېدونکی و.

دوی چې کله پوی شول چې زه له کابل نه راغلی يم نو د کابل په اړه يې ګڼې پوښتنې کولې، د امنيت په اړه، د خلکو د ژوند په اړه، د جګړو په اړه، د بهرنيو ځواکونو په اړه او داسې نور. ما ورنه د زده کړو په اړه وپوښتل، دوی ويل چې له ماشومتوبه له خپلو مشرانو سره جاپان ته ځي او راځي او زده کړې يې نه دي کړي.

زموږ تر څنګ يو جاپانی ځوان ناست وو او په خپل ليپټاپ کمپيوټر کې یې جاپانۍ موسيقي اورېدله. د مردان ځوان رانه وپوښتل چې جاپاني موسيقي دې خوښېږي؟ ما ورته وويل چې زه په جاپاني ژبه نه پوهېږم. نوموړي ويل چې زما د جاپاني ژبې څو جملې يادې دې خو په سندرو يې نه پوهېږم. په همدې وخت کې د خيبر ځوان ته له دوبۍ څخه کوم ملګري ټليفون وکړ، نوموړي د خپل موبايل ټليفون زنګ د هېواد په هغې ملي سندرې برابر کړی وو: اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما...

کله چې نوموړي خبرې خلاصې کړي نو د مردان ځوان ورته وويل چې همدا سندره بيا ولګوه، هغه دا سندره بيا بيا واورېده.‌ وروسته يې ما ته وويل چې ستا په ټليفون کې پښتو سندرې شته. زما سره د پښتو د يو نوي سندرغاړي مشرف بنګښ يوه نوې سندره وه: ننګ او په پښتو په غيرت دنيا منلي دي......‌ کله چې مې سندره ورته چالانه کړه نو دواړه ورته غوږ غوږ ول، ما ورته ويل چې دا سندره خو د پېښور يو سندرغاړي ويلې، ولې تاسو تر اوسه نه ده اورېدلې. د مردان ځوان راته سر وښوراوو او د خيبر ځوان ويل چې زما پهلا ځل دی. دوی دواړو سندره کتله، کله چې هغه نيم بيته راغله چې: حمزه بابا ويل ځو به جنت ته د پښتو سره، په همدې وخت کې ورسره د حمزه بابا عکس هم ښکاره شو،‌ نو د مرادن ځوان ورته سر ښورول پيل کړل. ما ور نه وپوښتل چې دا پېژنې، هغه ويل چې هو حمزه بابا څنګه نه پېژنم، ټوله دنيا يې پېژني.

دا ځوانان که څه هم عمرونه يې ډېر کم وو او زده کړې يې نه وې کړې، خو د پښتونستان، ډېورنډ کرښې او د افغانستان د روانو حالاتو په اړه يې ډېر معلومات لرل.

د دوبۍ په وخت د سهار درې بجې شوې او زموږ د الوتنې وخت راورسېد. دا د اير چاينا Air China يا د چين د هوايي کرښې الوتکه وه، چې زموږ د هېواد د الوتکو په پرتله ډېره پرمختللې او مجهزه وه. د هرکس د چوکۍ په وړاندې د ټلويزيون پرده وه چې د الوتکې د ادارې لخوا ټولې لارښوونې يې په اسانۍ سره د اورېدلو تر څنګ ليدلی هم شوې. ددې تر څنګ يې کولای شوای د خپلې خوښې بوختوونکي پروګرامونه، لوبې او خبرونه وګوري.

که څه هم د خيبر ملګری زما تر څنګ ناست و خو خبرې مو ونکړې، ځکه تېره شپه مو خوب نه و کړی او دواړه ښه ستړي وو. د ماسپښين دوه بجې وې چې الوتکه د بيجنګ په نړيوال هوايي ډګر کې راښکته شوه. د بېجنګ هوايي ډګر ټرمينل ډېر ښکلی او د ودانيو له بڼې يې معلومېده چې په خورا عصري ډول جوړ شوی دی.

د ټرمينل په ليدو مې داسې احساس کاوه لکه دا ځای چې مې تر دې وړاندې هم ليدلی وي. وروسته راياد شول او کله چې په دوه زره........ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بيجنګ نړيوال هوايي ډګر نوې ټرميلن پرانستل کېده نو مايې د خبر تر څنګ عکسونه هم د انټرنيت له لارې ليدلي وو.

د ټرمينل په چت باندې د اوسپنيز جال جوړ شوی چت ډېر په زړه پورې دې او په چين کې د انجينرۍ او تخنيک په برخه کې د پراخو پرمختګونو څرګندويي کوي.

کله چې د تلاشۍ له ګڼو ماشينونو څخه تېر شو نو د اورګاډو په وسيله ټول مساپر د ټرمينل بلې برخې ته بوتلل شول تر څو خپل بکسونه او نور سامان الات چې د الوتکې ادارې ته يې په دوبۍ او نورو هېوادونو کې سپارلي وو تر لاسه کړي. په رښتيا هم دا يوه لويه اسانتيا ده. که چېرې ستاسو سره بکسونه او نور د استعمال توکي ډېر وي او پخپله يې لېږدوي نو ډېره ستونزمنه وي خو که يې تر الوتنې وړاندې د هوايي کرښې مسئولينو ته وسپارئ نو ډېره اساني وي. تر دېرش کېلو د ډېر وزن لرونکو بکسونو او سامان الاتو په بدل کې د هوايي کرښې شرکت يوه اندازه ټاکلي پيسې اخلي خو د تو کو په رسېدو کې اساني وي.

زما سره هم د شپېتو کيلو په خواو شا کې پښتو کتابونه وو. يو څه يې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې لپاره وو، نور يې د بيجنګ په پوهنتون کې د پښتو ژبې د استادانو لپاره و او د افغان کلتوري ټولنو جرګې او د افغانستا کلتوري ودې ټولنې لخوا هم د هغوی چاپ شوي کتابونه د چين راډيو او د پوهنتون د استادانو لپاره راکول شوي وو.

له همدې امله مې خپل بکس په کابل کې د هوايي کرښې له مسولينو سره تر خبرو وروسته ټرانسفر کړ. ټرانسفر په دې مانا چې

د بکس تر لاسه کولو وروسته د وتلو دروازې په لور وخوځېدو. وړاندې په يوه اوږده ليکه کې ګڼ کسان د خپلو مېلمنو د هرکلي لپاره ولاړ و. ډېرو يې په وړو کاغذي لوحو د خپلو مېلمنو نومونه ليکلي وو. په همدې کتار کې مې د چين د پښتو څانګې کارکوونکې اغلې ډېوه وليده چې زما يې په کاغذ ليکلې وو. تر روغبړ وروسته يې د سفر په اړه وپوښتل، لږ وړاندې ي راته وويل چې يوه شېبه زه موټروان ګورم او بيا به ځو، وروسته يې موټروان راوغوښت او د هوټل په لور مو حرکت وکړ.

د بيجنګ ښکلي څلور ستوريز هوټل هوليډېز اين Holiday Inn ته له رسېدو وروسته د هوټل په لابي کې د يوې شېبې لپاره کېناستو. ډېوې راته وويل چې سهار وختي به شانګهای ته الوتنه وي او تاسو به تيار اوسئ. هغې ويل چې د نورو هېوادونو مېلمانه هم په همدې هوټل کې دي او سهار به هوايي ډګر ته يو ځای ځو.‌ لږ وروسته د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې مرستيال احمد زلمې هم راغې، روغبړ مو سره وکړ او وروسته راسره دواړه زما کوټې ته لاړل، هلته مې له ځان سره راوړي کتابونه او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پيغام ورته وسپاره، احمد زلمی او د ډېوه د کتابونو په ليدلو ډېر خوښ شول او ويل يې چې دا زموږ لپاره يوه ستره ډالۍ ده.

وروسته مې نقيب الله مل ته چې د چين نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې د بهرني کارپوه په توګه کار کوي، ټليفون وکړ. هغه لا هم په دفتر کې و او له ٩ بجو وروسته يې د راتلو ژمنه وکړه.

ډېوې رانه د ماښام د ډوډۍ په اړه وپوښتل، زه حيران وم، چې کوم خواړه ورته ووايم، ځکه په کابل کې ځينو ملګرو راته ويل: هلته حلال خواړه نشته، اوس نو پوره لس ورځې يوازې سلاتې او سبزي خوره، له دې ځايه يو شل وچې ډوډۍ درسره يوسه او داسې نور. له همدې امله ډاډه نه وم او ډېوې ته مې د خوړو په اړه څه ونه ويل، هغې راته وويل چې دلته د KFC رستورانت شته، ما ويل سمه ده يو برګر به وخورم. KFC د خوړو يوه امريکايي کمپنۍ ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ‌ کې يې د رستورانتونو څانګې شته او برګر يې خورا مشهور دی. ډېور د خدای پاماني پر وخت يو ځل بيا ټينګار وکړ چې سبا بايد وختي تيار اوسم. له همدې سره مو خدای پاماني وکړه.

له احمد زلمي او ډيوې سره تر خدای پاماني وروسته زه هم د سبا د سفر په تياري بوخت شوم. څنګه چې له تېرو دوو ورځو راهيسې ستړی وم او سبا هم وختي شانګهای ته تګ وو نو نيت مې وکړ چې وختي ويد شم. نژدې لس بجې وې چې د دروازې زنګ وټنګېده، کله چې مې وکتل ښاغلی نقيب الله مل و. له ډېره وخته وروسته د يو بل په ليدو خوش شوو. د ملګرو، د هېواد د حالاتو او فرهنګي فعاليتونو په اړه مو ډېرې خبرې وکړې. که څه هم ستړې وم او ډېر خوب راته خو زموږ مجلس دومره خوږ و چې يو وخت مو وکتل دوه بجې وې.

وروسته ښاغلي مل ما ته د ارام خوب او ښې شپې له هيلې سره خدای پاماني وکړه او زه هم ويده شوم تر څو سبا د شانګهای د سفر لپاره په ټاکلي وخت د سهار په شپږو بجو تيار اوسم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040