د فلسطين بېلا بېلې ډلې له نړيوالې ټولنې څخه د يو هېواد د جوړولو په موخه د فلسطينيانو د حق د ملاتړ غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 15:45:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په دې موقع کې چې سږ کال د بلفور د هغې وينا پاڼې د خپرېدو له دوه نويمې کاليزې سره برابر ده چې د فلسطينيانو له سخت مخالفت مخامخ دی،د فلسطين بېلا بېلې ډلې د نومبر په دوهمه نېټه د وينا پاڼو او عملياتو له لارې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د يو خپلواک هېواد د جوړولو په فرض د فلسطينيانو د حق ملاتړ وکړي او له اسرائيلو څخه پر فلسطينيانو باندې د خپلو تيری کوونکو عملياتو د بندولو غوښتنه ئی هم وکړه.

د فلسطين ملي کميټې د يوې وينا پاڼې د خپرولو سره له لويديځو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په پر له پسې توکه د اسرائيلو پر حکومت فشار ولګوی،تر څو د م م اړوندې پريکړې پلی شي.په دغه وينا پاڼه کې ويلی شوی چې فلسطينيان په اوږده موده کې د اشغال او بنديدو په حال کې پاتې دي.نړيواله ټولنه بايد له اسرائيلو څخه غوښتنه وکړی چې د يهودي استوګنځايونو أبادی بنده او ژر تر ژره له فلسطين سره خبرې اترې اعاده کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040