حامد کرزی ولسمشرۍ ته يو ځل بيا ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 17:50:43

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون د روانې مياشتې په ٢ نېټه اعلان وکړ چې د ټولټاکنو دوهم پړاو چې د روانې مياشتې په ٧ نېټه بايد ترسره شوی وی، لغوه شو او اوسنی ولسمشر حامد کرزی د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر په يوه خبری ناسته کې وويل ځکه چې حامد کرزی د ټولټاکنو په لومړی پړاو کې بری ترلاسه کړی او په دوهم پړاو کې يوازنی کانديد پاتې شوی دی نو دغه کميسيون پريکړه وکړه چې د ټاکنو دوهم پړاو ترسره نه شي او حامد کرزی د نوی ولسمشر په توګه يو ځل بيا وټاکل شو.

نوموړي زياته کړه چې دغې پريکړې په نويو انتخاباتو کې د افغانانو د نه ضروری زيانونو د مخنيوي په غرض هم شوې ده. د دې ترڅنګ په انتخاباتو کې يوازی يو کانديد سيالی نه شی کولی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون د اکتوبر په ٢٠ نېټه اعلان وکړ چې د اګيست په شلمه نېټه د عمومی انتخاباتو په لومړی پړاو کې هيڅ کانديد په سلو کې څه دپاسه پنځوس برخه رايې نه دي ترلاسه کړې نو د دغه هېواد د اساسی قانون له مخې لومړی دوه کانديدان د ټاکنو په دوهم پړاو کې سره سيالي وکړي چې شونې وه د ديسمبر په ٧ نېټه ترسره شي. اما يو کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ ځکه چې د انتخاباتو عدالت د ضمانت وړ نه دی نو دی د ټاکنو په دوهم پړاو کې برخه نه اخلی. دغه راز حامد کرزی په انتخاباتو کې يوازنی کانديد پاتې شوی دی. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون څرګنده کړه چې که څه هم عبدالله له ټاکنو سره د پرېکون پريکړه کړې خو د ټاکنو دوهم پړاو خامخا ترسره شي.

اوس دغه کميسيون اعلان وکړ چې دوهم پړاو انخابات لغوه شوي او حامد کرزی د ولسمشر په توګه بيا وټاکل شو او نړېوالې ټولنې په دې اړه مثبت غبرګونونه څرګند کړي دي. د م م سرمنشی بان کي مون په همدې ورځ د ناڅاپی سفر لپاره کابل ته رسيدلی او ويی ويل چې دغه انتخابات د افغانستان لپاره يو ستونزمن بهير دی چې بايد تر تجربې واخليستل شي. افغانستان اوس له ډېرو سختو ننګونو سره مخامخ دی نو نوی ولسمشر بايد ژر ترژره يو داسی حکومت جوړ کړي چې د افغانانو او نړېوالې ټولنې غوښتنې پوره کولی شی. په افغانستان کې د امريکا سفارت په همدې ورځ سمدستی يوه اعلاميه خپره کړه چې په کې حامد کرزي ته مبارکی او د ده له حکومت سره د همکارۍ هېله څرګنده شوې ده. دغه راز بريتانيا هم خپله مبارکی او هرکلی څرګند کړی دی.

څيړونکو دې ته اشاره وکړه چې د ټاکنو دوهم پړاو لغوه کول د افغانستان پر مخ ترټولو ښه غوره والی دی. که دغه انتخابات د پلان له مخې ترسره شوای، ښايی چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وی. لومړی، د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويان د مخالفت غږ پورته کړي. دوهم، د امنيتی وضعې ترينګلتيا يو بل لوی ګواښ هم دی. د اکتوبر په ٢٨ نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د م م سازمان، د ولسمشرۍ ماڼۍ او يو پنځه ستوريز هوټل له بريدونو سره مخامخ شول او طالبانو د دغو بريدونو پړه پرغاړه واخيستله . طالبانو خبرداری ورکړی چې د ټاکنوپه دوهم پړاو کې به لازيات بريدونه ترسره کړي. د دې ترڅنګ ژمی رانژدی کيږی او د افغانستان په ځينو سيمو کې ترانسپورت ډېر ستونزمن وی چې پر انتخاباتو منفی اغېزې لري.

که څه هم اوس حامد کرزي د انتخاباتو بری ترلاسه کړی دی خو په انتخاباتو کې د درغلۍ نيوکې له امله د ده پر حکومت غوړی اړول شوی دی.

اوس حامد کرزی له عبدالله عبدالله سره د ګډ حکومت د جوړولو په اړه موافقې ته نه دي رسيدلي. نو د افغانستان د نوی حکومت بڼه به څنګه وي؟ لاهم سترګې په لاره يو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040