چين حامد کرزي ته بيا ټاکنې له امل مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 17:55:56

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ما چاو شيو د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين افغانانو ته د غوره درناوي او د افغانستان د نوې دورې د ولسمشر په توګه د حامد کرزي ټاکلو له امله ورته مبارکي څرګندوي.

د خبر له مخې، د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون اعلان وکړ، د دغه هېواد د ټولټاکنو دوهم پړاو چې د ټاکلي وخت له مخې بايد روانې مياشتې په اوومه نېټه تر سره شوی وی، ورڅخه د عبدالله عبدلله د لاس اخيستنې له امله لغوه شو او حامد کرزی د نوې دورې د ولسمشر په توګه يو ځل بيا وټاکل شو. په دې هکله ما چاو شيو وويل، چين د ټولټاکنو بهير ته پام کوي او د افغانستان د ښه ګاونډي هېواد په توګه د دغه هېواد له بيا رغونې څخه خپل ملاتړ کوي. چين هيله لري چې د افغانستان سوله ، ثبات او پرمختګ ژر تر سره شي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040