د پاکستان کراچي په ښار کې د اورګاډي ټکر د پيښې له امله څه دپاسه شپږ تنه مړه شول

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 19:26:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د نومبر په درېيمه نېټه د پاکستان په جنوب د کراچي په ښار کې د اورګاډي ټکر د پيښې له امله څه دپاسه شپږ کسان مړه او اوولس نور تنه ټپيان شول.

د اورګاډو د ځايي ادارې د چارواکي په قول،يو مسافر وړونکی اورګاډی چې د دغه هېواد له لاهور ښار څخه کراچي ښار ته روان وو،د کراچي په يو تم ځای کې له يو بار وړونکي اورګاډي سره ټکر وکړ.اوس پنځه نوي سلنه ټپيان شوي مسافرين له اورګاډې څخه راويستل شوي دي چې پکې شپږ تنه سخت ټپيان دي.د معلوماتو له مخې،د دغې پيښې لامل د اورګاډې چلونکي تېروتنه او بې غوري بلل شوې ده.

ژباړونکې:شکريه

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040