په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونې فعال رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 19:51:40

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې د مشر مرستيال ښاغلي جانګ شياو چيانګ د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په بېجينګ کې وويل، په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونو د دغو هېوادونو د کاري فرصتونو د زياتوالي او اقتصادي رغونې په برخو کې خپل فعال رول لوبولی دی.

نوموړي په همدې ورځ د چين د بهرنۍ پانګونې او همکارۍ په غونډه کې وويل، له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې هر کال په بهرنيو هېوادونو کې د چين د تصديو د پانګونې ارزښت له دوه مليارډ او اووه سوه مليونو څخه شپږ پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو ته لوړ شوی دی چې هر کال د زياتوالي سرعت يې په سلو کې شپېتو ته رسېدلی دی.

ژباړونکې: هوسۍ 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040