د عراق جګړه يوه ويرجنه جګړه ده

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 19:53:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير محمد البرادعي د روانې مياشتې په دوهمه نېټه په نيويارک کې وويل، د عراق جګړه يوه ويرجنه جګړه ده چې د غلطې پلمې سره سم او د م م له امنيت شورا څخه د حق د نه تر لاسه کولو په حالاتو کې تر سره شوه.

نوموړي په همدې ورځ د وروستی ځل لپاره د يادې شوې اېجنسۍ د عمومي مدير په توګه وويل، که څه هم دغې اېجنسۍ او د م م د څارنې او ازموينې کميسيونونو هيڅ هغه نښې نه دي پيدا کړې چې عراق د ذروي وسلو او لويو ژوونکو وسلو د جوړولو په خپلو پلانونو پيل کړی، خو اړوند هېوادونه لا پر عراق بريدونو ټينګار کوي. دا رښتينې خواخوږي ده.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040