چين د هند او چين تر منځ له متنازع سرحدي سيمې څخه د دالايلاما کتنې ته په جدي نظر ګوري

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 20:01:58

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ما چاو شيو د نومبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل:چين د هند او چين تر منځ له ختيځې متنازع سرحدي سيمې څخه کتنې ته ډېر په جدي نظر ګوري.

ښاغلي ما وويل:چين د دالايلاما له نوموړې کتنې سره سخت مخالفت کوي.د چين او نورو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ په لاره کې يې ډېر خنډونه اچولي دي.هغه پخپله د هېواد يو بيلتون غوښتونکی دی.د ده ناوړه پلانونه به هيڅکله پر ځای نه شي.

ښاغلي ما وويل:لږه موده مخکې د چين صدراعظم ون جيا باو او د هند له صدراعظم منموهن سينګ سره ښه ليدنه کتنه کړې وه.دواړو خواوو همدارنګه ګډه پريکړه کړې وه چې خپلمنځي اړيکې د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ژباړونکې:شکريه

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040