ون جيا باو مصر ته وخوځېد.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-06 09:24:51

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د نوامبر په شپږمه نېټه سهار د ځانګړې الوتکې له لارې له بېجينګ څخه مصر ته وخوځېد. هغه به په راتلونکو دريو ورځو کې له مصر څخه رسمي ليدنه وکړي او په شرم الشيخ کې د وزير په کچه د چين او افريقا د همکارۍ فورم د څلورمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت د خبر له مخې، صدراعظم ون جيا باو به د مصر د صدراعظم احمد محمود محمد نظيف په بلنه د دغې ليدنې په ترڅ کې د مصر له ولسمشر محمد حسني مبارک او صدراعظم نظيف سره خبرې اترې وکړي. دواړه خواوې به د همکارۍ يو لړ سندونه لاسليک کړي. په عين وخت کې صدراعظم ون جيا باو به د يادې شوي غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه ګڼ شمېر نوی تدبيرونه بيان کړي. بر سېره پردې، ون جيا باو به په قاهره کې د عربي هېوادونو د ټولنې له مقر څخه ليدنه کتنه وکړي او د دغې ټولنې له سرمنشي سره به خبرې اترې وکړي چې د متقابلو ګټو پر بنسټ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ همکاري پياوړې کړي.

ژباړونکې غوټۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040