پنځه افغان شرکتونه به د چين په درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې برخه واخلي
cri pashto2020-11-04 17:16:17
شريکول:

پرانيستونکي مراسم به نن شپه تر سره شي او دا د چين د سوداګرۍ لپاره ډېر مهم نندارتون دی.

د معلوماتو له مخې، د سږ کال په نندارتون کې شاو خوا ۵ افغان شرکتونو ګډون کړی او نندارچيانو ته به د زعفرانو او غاليو په شمول ځانګړي افغان توليدات وړاندې کړي. سبا به دغه نندارتون په رسمي توګه د نندارچيانو او مشتريانو پر مخ پرانيستل شي. اوس د افغان شرکتونو د غرفو د تنظيم او ښکلا کارونه پای ته رسيدلي دي. په راتلونکو څو ورځو کې به زه اړوند معلومات له تاسو سره شريک کړم! ستاسو د پاملرنې په تمه يو!