د نومبر د ۲مې نېټې په سهار پر کابل پوهنتون بريد لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل
فرشته2020-11-04 15:00:31
شريکول:

 ۳ اورپکو د نومبر په ۲مه نېټه د کابل پوهنتون په شمالي دروازې کې بمونه والوځول، بيا يې د دغه پوهنتون پر محصلينو ډزې پېل کړې او وروسته له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول.

په دغه بريد کې د ۳ بريدګرو په شمول لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل شول، يو چينایي وګړی، چې د خپل نوم له ورکولو څخه يې ډډه کړې او د ياد بريد شاهد پاتې  شوی، مونږ ته يې يوه لنډه ويډيو رالېږلې ده او پروني حالات يې را سره شريک کړي دي.

راځئ! دغه ويډيو وګورئ.