دا د ساينس او تکنالوژۍ فلم نه دی، خو په چين کې د نوښتونو جذابيت دی
CRI2020-11-07 15:06:27
شريکول:

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون اوس په شانګهای ښار کې روان دی. نوښتونه په دغه نندارتون کې تر ټولو لوی جذابيت او د پاملرنې وړ ګرځيدلي دي.

په سلګونو نوي توليدات، نوې تکنالوژۍ او غوره خدمتونه په دغه نندارتون کې د لومړي ځل لپاره خلکو ته ښودل شوي دي. د بيلګې په توګه د برقي انرژۍ او د اتومات کېدو په ساحه کې په ټوله نړۍ کې پرمختللې تصدۍ اې بي بي (ABB) په ياد ننداتون کې د بې پيلوټه الوتکې د طبيعي ګاز د ايستلو د ازمويښتي سيستم راوړی دی چې د دغه شرکت د خپل امتيازي تکنالوژۍ او په چين کې د بې دو په نامه د دقيقو ځايونو د ټاکلو سيستم تر همکارۍ لاندې جوړ شوی. دغه سيستم په ټوله نړۍ کې د لومړي ځل لپاره صادر شوی او په ښارونو کې د طبيعي ګاز د نل ليکو شبکې د څارنې لپاره اغيزمن او خوندي طريقې برابرولی شي. په حقيقت کې په ياد نندارتون کې د هغو توليداتو شمېر ډېر زيات دی چې د بېلا بېلو هېوادونو پرمختللۍ تکنالوژۍ استفاده کوي او له دې څخه څرګنديږي چې ورخلاصون او همکارۍ د ساينس او تکنالوژيو د پرمختګ دايمي انجن دی.

هيڅ شک نه شته چې په دغه نندارتون کې تر ټولو ستر جالب ټکی د چين لوی بازار دی. اوسمهال د ساينس او تکنالوژيو او د صنعتي چارو د نوې دورې انقلاب په ټوله نړۍ کې روان دی. چين اوس د باکيفيته پرمختګ په درشل کې دی، نو د ټولې نړۍ د نويو تکنالوژيو او توليداتو د استفادې لپاره يو لوی او مساعد ځای دی. په چين کې د ځينو تجربه لرونکو بهرنيو تصديو لپاره بايد د چين له بازار څخه حرکت وشي او د ټولې نړۍ بازارونو په لوري د پرمختګ ګامونه واخلي. د فرانسي د لوريل (L'oreal ) په نامه د سينګاري توکو جوړولو شرکت د چيني فرعي څانګې مشر ((Fabrice Megarbane)) فابريس ميګارباني وويل چې بهرني تصدۍ د چين د نړيوال وارداتي نندارتون له لارې په ټوله نړۍ کې ډېر ښه توليدات او خدمات چين ته راوړلی شي او په چين کې د نوښتونو ښه توليدات نړۍ ته هم معرفي کولی شي تر څو د ټولې نړۍ مشتريانو ته ګټې ورسوي.

د چين څوارلسم پنځه کلن پلان چې په دې وروستيو ورځو کې تصويب شوی، پکې وړانديز شوی چې نوښتونه دې د چين د عصري کېدو د ابادۍ په عمومي چارو کې مرکزي ځای ونيسي. د چين لوی رهبر شي جين پينګ د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه چې چين به په هراړخيزه توګه پر ورخلاصون ټينګار وکړي او د بهرنۍ سوداګرۍ د نوښتونو هڅونه دې وکړي چې د تکنالوژيو په باره کې د نړيوالې تبادلې او همکارۍ لپاره به فعال رول ولوبوي.

چين اوس د نوي پرمختګ په پړاو کې دی چې د کورنيو اړتياوو پراخ بازار به په دوامداره توګه د نوښتونو کارونه پياوړي کړي او نړۍ به وګوري چې له نوښتونو ډک دچين راتلونکې رارسيدلې ده.