په بېجينګ کې د هو های نومي ډنډ پر غاړه قهوه خانه
د چين نړيواله راډيو2020-11-09 09:34:27
شريکول:

اوس په چين کې په خپلو لاسونو د خپلو چارو د جوړولو څپه رامنځته شوې، زيات شمير ځوانان غواړي چې پخپله ګلانوپلورنځي، قهوه خانې او يا کېکپلورنځي پرانيزي او د ګټې اخيستلو په عين وخت کې هم وکولی شي څو څو تنه ملګري راغونډ او په هوسا فضا کې خبرې اترې وکړي. د بېجينګ د ٣٣کلن ځوان جاو تيان وې هيله رښتينې شوې ده.

(( د قهوې له څښلو سره مينه لرم، د خپلې قهوه خانې له جوړولو څخه مخکې مې له پخلي سره علاقه درلوده چې همدا زما د قهوه خانې د پرانيستنې سبب شو. زما ملګري دا ځای هم خوښوي، زما په اند ډير خوشاله يم چې د يوې قهوه خانې د خاوند په توګه د خپلو ملګرو لپاره د راغونډېدو ځای برابروم. ))

جاو تيان وې د قهوه خانې تر جوړېدو مخکې په يوه راډيو کې ٧ کاله کار کړی و، د خپل ښکلي خوب د پوره کولو لپاره يې دری کاله مخکې له دغې ثابتې دندې څخه استعفا وکړه. د نورو کسانو په سترګو کې د جاو تيان وې پريکړه ډېره زړه وره وه، خو جاو تيان وې په دې نظر دی چې بايد د ځوانۍ د لنډې مودې په نيولو سره د خپلې خوښې وړ کار د بشپړولو ازموينه وکړي، نو په خپلې پريکړې پښېمانه نه دی.

د جاو تيان وې قهوه خانه د بېجينګ د هو های نومي ډنډ پر غاړه ده، نو څښونکي د دوبي په موسم کې د ډنډ پر غاړه د ښکليو منظرېو سيل کولی شي. د همدغسې ښکلې قهوه خانې د جوړولو لپاره جاو تيان وې زيات کوښښونه کړي دي. هغه ددې قهوه خانې د جوړولو ځاي د موندلو بهير د يادولو په ترڅ کې وويل،

(( ښه مې په ياد دي چې د ٢٠١٢ کال په دوبي کې هوا ډېره توده وه، زه د مناسب ځای د موندلو په موخه په بېجينګ ښار کې ګرځيدم. کله چه مې دې واورېدل چې په کوم ځای کې خالي خانه شته او کرايه يې ټيټه وه، سمدلاسه هلته تلم. له شاو خوا دريو يا څلورو مياشتو وروسته مې اوسنی ځای وټاکه او د خونې پر طرحې او ښکلا مې پيل وکړ چې دغه بهير زما ډېر وخت او ذهن مصروف ساتلی وو.))

هر څوک چې د خپلو چارو جوړول غواړي، له راز راز ستونزو سره به مخامخ وي. د جاو تيان وې په وړاندې هره ورځ ډېرې ستونزې موجودې دي: هغه يو مسلکي قهوه جوړوونکی نه و، څرنګه خوندوره او ښه قهوه جوړه شي؟ څرنګه خپل مشتريان راضي وساتي؟ خو هغه د مسلکي کافي جوړونکو داستخدام پيسې نه درلودې، د سر بيو د سپما لپاره يې پخپله د قهوه جوشولو لارو چارو په زده کړې پيل وکړ. په هغه موده کې جاو تيان وې هره ورځ په خونه کې د قهوه چمتوکولو او جوشولو ازموينې کولې او پخپله جوش شوې قهوې يې څښلې چې حتی يې يوه ورځ لس لويې پيالې قهوه وڅښله.

(( زما تيارې شوې او جوش شوې قهوې بايد لومړی ځان پرې راضي کړم، بيا يې پر مشتريانو پلورم. که زه په خپله جوش شوې قهوه قانع نه وم، ملګرو او مشتريانو ته ست کول مناسب نه دي. ))

جاو تيان وې د خپلو چارو د جوړولو په پيل کې د ستونزو د يادولو په ترڅ کې هغه يوه ورځ به هيڅ وخت هېره نکړي: د ٢٠١٢ کال د ژمي په يوه سړه ورځ کې د قهوه خانې په بهر ساړه بادونه لګېدل او سختې واورې اورېدلې، په قهوه خانه کې هيڅ مشتري نه و، يوازې ناست وم. خو د ده په اند هغه انتخاب چې پخپله يې ټاکلی دی ، بايد پرې ټينګار وکړي.

(( که څه هم زياتې ستونزې شته ، خو بايد و نه ډار شم، ولې چې دغه چاره زما انتخاب دی. ))

د خپلې قهوه خانې له جوړېدو څخه راهيسې جاو تيان وې له زياتو دايمي مشتريانو سره اشنا شوی، دوی د ملګرو په توګه له جاو تيان وې سره د ژوند او خوب په اړه خبرې اترې کوي. د جاو تيان وې لپاره قهوه خانه نه يوازې کار دی، بلکې د خوښيو سرچينه هم ده. د ده په اند دغه قهوه خانه د کور په توګه د ملګرو لپاره د قهوې څښلو هوسا ځای برابروي.

(( که څه هم زما قهوه خانه کوچنۍ ده، خو هيله ده چې د خپلو کوښښونو له لارې دوه يا درې قهوه خانې هم ولرم.))