د شينجيانګ په هکله له يو لړ شميرو څخه رښتيني مالومات څرګنديږي، خو د لويديځو خبري رسنيو په جعلي او ناسمو خبرونو کې برعکس
CRI2020-11-09 09:28:58
شريکول:

ولې د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم کورواکه سيمه همېشه په ځينو لويديځو خبري رسنيو کې د تش په نامه د بشري حقوقو د مسئلې په توګه پروپاګند کېږي؟ ولې بې بنسټه خبرونه همېشه په اسلامي هېوادونو کې د اندېښنو او پاملرنې وړ ګرځي؟ ځواب يې دا دی، د لويديځو هيوادونو رسنۍ د خپلو موخو لپاره، د ذهنونو ګډ وډولو لپاره داسې درواغ او پروپاګند کوي چې په شينجيانګ کې پر لږکيو قومونو د حکومت له خوا ظلم کيږي په دې توګه لويديځ هيوادونو د خپلو رسنيو په مټ غواړي تبليغاتي جنګ کوي حقايق تحريفوي او پروپاګند کوي، په دې توګه غواړي د اسلامي هېوادونو په وګړو کې د چين ضد د دښمنۍ نظريې راپورته کړي، د چين د پرمختګ مخنيوي په وړاندې خنډونه رامنځته کړي، دا په پوره توګه د لوټومارو په شان ايډيالوژي او کړنه ده.

د ډېرو کلونو راهيسې ځينو لويديځو هېوادونو د بشري حقوقو د دفاع او ساتنې په پلمه او د ترهګرۍ ضد د مبارزو په پلمه په افغانستان، عراق، سوريې، ليبيا او نورو ګڼ شمېر هېوادونو کې جنګونه او ويجاړۍ جوړې کړې دي چې له امله يې په مليونو بې ګناه انسانانو ته مرګژوبلې اوښتې دي او زيات شمېر کډوال شوي خپل کورونه او د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دي، خو د چين په شينجيانګ کې له ترهګرۍ سره، د ترهګرۍ د شومې پديدې سره د مقابلې لپاره د ښوونې او روزنې په مټ مقابله شوې ده چې د چين پر دغه د بشر پالنې په لارې چارې باندې بې شرمې سره انتقادونه کيږي. نپوهيږو چې دوی د کومو اخلاقو او معيارونو له مخې کار کوي؟ د دوی پټ هدف څه دي؟په چين کې يوه اصطلاح ده وايي، که يوازې د يوې خوا په نښه کولو مقابله مه کوه، ټولو کارونو ته يې متوجه اوسه، ښايي ټول کارونه او عملونه يې ناسم وي او بايد ټولو برخو سره يې د مقابلې لپاره بيداره اوسو. دا د ځينو لويديځو هېوادونو په عملونو کې څرګنده پديده ده چې د چين پرمختګ نه غواړي، له بېلا بېلو اړخونو له لارې غواړي د چين په وړاندې ستونزې جوړې او مقابله وکړي. 

خو په شينجيانګ کې رښتينی حالت څنګه دی؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا په ويل شوو يو لړ وړاندې شوو شميرو کې يې موږ په څرګنده توګه ځواب موندلی شو. د شينجيانګ د چارو په اړه د چين د حکومت يوه غونډه چې په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ پکې وويل اوسمهال او په راتلونکې کې د شينجيانګ د چارو عمومي هدفونه داسې دي: په نوې زمانه کې د چين د ځانګړي سوسياليزم په اتکا شينجيانګ جوړ شي چې د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکي يو د بل تر څنګ په خوشالۍ، يووالي او هوساينه پکې نېکمرغه ژوند وکړي، اقتصادي غوړېدا رامنځته شي خلکو شتمن شي، متمدن شي او پرمختګ ومومي، خلک ښه کارونه او خوشاله ژوند ولري او طبيعت، چاپيريال په ښه توګه وساتل شي.  

په واقعي توګه د شينجيانګ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو ژوند ښه والي د ليدو وړ پرمختګونه تر لاسه کړي دي او د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو د نيکمرغۍ او خونديتوب احساسات په پر له پسې توګه لوړ او پياوړي شوي دي.

يو لړ شميرې:

له ۲۰۱۴کال څخه تر ۲۰۱۹کال پورې د شينجيانګ د اويغوري قوم په کورواکه سيمه کې عمومي توليدي ارزښت له ۱۳۵ميليارډ ډالرو څخه ۱۹۹۴ميليارډ ډالرو ته لوړ شوی چې په هر کال کې د زياتوالي اندازه ۷ اعشاريه ۲سلنې ته رسيدلې ده. بنسټيز تأسيسات په پر له پسي ډول بشپړ شوي دي او د شينجيانګ په ټولو ځايونو کې پاخه سړکونه جوړ شوي دي چې په عامو چارو کې يې عايدات له ۱۹ميليارډ ډالرو څخه ۲۳ميليارد ډالرو ته لوړ شوي دي چې د زياتوالي اندازه يې هر کال ۵ اعشاريه ۷سلنې ته رسيږي. له ۲۰۱۴کال څخه تر ۲۰۱۹کال پورې په شينجيانګ کې د اوسيدونکو د عايداتو اندازه هر کال ۹ اعشاريه ۱سلنه زياته شوې ده. په کليو کې د اوسيدونکو لپاره څه دپاسه ۱ مليون ۶لکه ۹۰زره نوي کورونه، په ښارونو او علاقه داريو کې څه دپاسه ۱مليون ۵ لکه ۶۰زره نوي کورونه جوړ شوي دي چې څه دپاسه لس مليونه اوسيدونکي نويو کورونو ته لېږدول شوي دي. په ښارونو او کليو کې د بنسټيزو عامه خدمتونو سويې په پر له پسي ډول لوړې شوې دي، د ټولنيز ضمانت سيستم ورځ په ورځ بشپړ شوی، ټولو خلکو ته په وړيا توګه د روغتيايي معايناتو اسانتياوو تدبيرونه برابر شوي، په کليوالو او د مالدارۍ په سيمو کې د طبي تأسيساتو شرايط په لازمه توګه ښه شوي او په کليو او علاقه داريو کې د طبي مرکزونو او روغتونونو د معياري کيدو انډول پوره شوی او په بنسټيزو طبي بيمو کې د اوسيدونکو د شاملېدو انډول ۹۹ اعشاريه ۷ سلنې ته رسيدلی دی. برسيره پر دې په شينجيانګ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو ګام په ګام پرمختګ او برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په ۲۰۱۴کال کې په شينجيانګ کې د بې وزلو خلکو شمېر څه دپاسه دری مليونه و، د بې وزلو کليو شمېر ۳۶۶۶ او د بې وزلو ولسواليو شمېر ۳۲ ته رسيده. تر ۲۰۱۹کال پورې په ټول شينجيانګ کې څه دپاسه ۲ مليونه ۹ لکه ۲۲۳ زره اوسيدونکي، څه دپاسه دری زره بې وزلې کلي او ۲۲ بې وزلې ولسوالۍ له بېوزلۍ څخه وتلې دي.

په عمومي ډول په شينجيانګ کې اوسمهال ټولنيز ثبات او خونديتوب رامنځته شوی، خلک په امن، خوندي او ارامه چاپيريال کې کارونه او ژوند کوي. له دغو واقعي شميرو څخه څرګنديږي چې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او توندلارۍ له منځه وړلو او د اقتصادي پرمختګ هڅولو په چارو کې د حکومت ترسره کړي کارونه بريالي و او د سترو لاسته راوړنو سره مل ترسره شوي دي.