د چين انلاين نړيوالې سوداګرۍ د نړيوالې سوداګرۍ لپاره نوی فعال خوځنده ځواک برابر کړی
cri2020-11-11 09:53:57
شريکول:

که څه هم د کوويد ۱۹ وبا له امله د نړيوالې سوداګرۍ پرمختګ له ډېرو فشارونو سره مخ دی.خو د انټرنېټي تخنيکونو او د مالونو د ليږ راليږد خدمتونو پربنسټ انلاين نړيواله سوداګري د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې نوی فعال خوځنده ځواک زيات کړی دی.دا د چين د درېيمې دورې په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډې نظريې دي.

له اتوپيا څخه راغلي يرګاچيفي او سيدامو په دې وروستيو ورځو کې په دې نندارتون کې د چين د علي بابا د انلاين نړيوالې سوداګرۍ د تيان ماو ګوو جي په نوم له ويبپاڼې سره تړون لاسليک کړی دی. په چين کې د نومبرد يوولسمې نيټې د توليداتو د اخيستلو موده رارسيدلی ده . دوی غواړي چې د تخفيفونو په دې ځانګړې موده کې ګډون وکړي، نو له دې نيټې نه مخکې يې خپل توليدات چين ته رسولي دي. په دې هکله د دوی د پلورنې غرفې مسئول اليمو وويل، په تيان من ګوو جي ويبپاڼه کې د کافي پلورل زمونږ لپاره يو ښه فرصت دی. ځکه چې چين يو لوی بازار لري. مونږ دغه فرصت ته ډېره پاملرنه کوو او هيله لرو چې په راتلونکې کې په پر له پسې توګه ور سره همکارۍ ته ادامه ور کړو.

نه يوازې د اتوپیا کافي بلکې د نويزيلنډ ميوې، د جرمني د اوبو پاکولو فلترونه او د نورو هېوادونو توليدات د انلاين نړيوالې سوداګرۍ له لارې چيني مشتريانو ته وړاندې شوي دي. په نړۍ کې د کيوي په نوم د ميوو پلورونکی شرکت د چيني فرعي څانګې مشر جيانګ شه جي په دې وروستيو ورځو کې په دې نندارتون کې وويل ، ځکه چې د انلاين نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ له امله د دوی شرکت د خپلو توليداتو د انلاين پلورنې اندازه زياته کړې ده. هغه وويل، د کوويد ۱۹ تر وبا وروسته د توليداتو انلاين اخيستلو چټک پرمختګ موندلی او زمونږ د انلاين چارو د زياتوالي انډول له ۲۵ سلنې څخه تر ۳۰ سلنې پورې زيات شوی دی. نو ځکه زمونږ شرکت انلاين چارو ته پاملرنه زياته کړې او ور ته پرمختګ يې ور کړی تر څو د مشتريانو اړتياوې پوره شي.

چين يو داسې بازار لري چې نفوس يې يو ميليارډ او څلور سوه مليونه دي او په نړۍ کې تر ټولو لويه د منځنيو عايداتو لرونکې ډله هم لري. د دې ترڅنګ د چين حکومت هم په پر له پسې توګه د انلاين نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره تدبيرونه نيولي دي. د روان کال په اپريل کې په چين کې  د انلاين نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره شپږ څلوېښت ازمايښتي سيمې جوړې شولې. د روان کال په جولای کې د بېجينګ او تيان جين ګمرکي ادارو په رسمي توګه د انلاين نړيوالې سوداګرۍ ازمایښتي چارې پيل کړې. سربېره پردې د روان کال په سپتمبر مياشت کې د شانګهای او فو جو په شمول دوولسو ګمرکي ادارو هم دغه ازمايښتي چارې شروع کړې دي. د چين د برېښنايي سوداګرۍ د ټولنې سرمنشي پنګ لي هوي د ۲۰۲۰ د انلاين نړيوالې سوداګرۍ او د سوداګرۍ د ډيجيټلي کېدو په پرمختيايي فورم کې يو لړ شمېرنې خپرې کړې چې دا د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د انلاين نړيوالې سوداګرۍ د ښه رول لوبولو يو څرګند ثبوت دی . هغه وويل،د کوويد ۱۹ وبا په موده کې زمونږ د انلاين نړيوالې سوداګرۍ صادراتي او وارداتي سوداګريز ارزښت نه دی کم شوی بلکې زيات شوی دی . د سوداګرۍ د يوې شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې په ټول چين کې د انلاين د توليداتو د خرڅلاو ارزښت  له اتو زرو ميليارډو يوانو څخه اوښتی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې نهه اعشاريه اووه زيات شوی دی او د مصرفي توکو د خرڅلاوعمومي ارزښت په سلو کې ۲۴ اعشاريه درې برخه يې نيولې ده. له دې څخه ښکاري چې انلاين نړيوالې سوداګرۍ او د نړيوالې سوداګرۍ ډيجيټلي کېدو د نړيوالې سوداګرۍ پر پرمختګ اغيزه کړې ده.

هغه زياته کړه چې د انلاين نړيوالې سوداګرۍ د ډيجيټلي کېدو له امله به نوی صنعت او خدمتي موډل هم رامنځته شي او د چين ياد نندارتون اغيزې به نورې هم بيا زياتې شي.