د څلورو ګډو ټولنو د جوړېدو وړانديز د شانګهای همکارۍ سازمان لوری به روښانه کړي
CRI2020-11-11 16:39:07
شريکول:

يوه ګډه اعلاميه، شپږ همکاريزې اعلاميې او په څو ساحو کې د همکاريو سندونه د کوويد-۱۹ وبا په حال کې د شانګهای همکاريو سازمان د ځانګړي انلاين سرمشريزې غونډې لاسته راوړنې دي. په تېره بيا د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په لسمه نېټه په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او پر دې يې ټينګار کړی چې بايد د شانګهای روحيې خپرې شي او د څلورو ګډو ټولنو د جوړېدو وړانديز يې وکړ. دا نه يوازې د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره لوری روښانه  کړی دی، بلکې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې اهميت يې څرګند کړی دی چې د سيمه ايزې او نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتنې لپاره ارزښتناک دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د نولس کلن پرمختګ په بهير کې ياده غونډه په يو ځانګړي وخت کې تر سره شوه چې ګرده نړۍ له وبا سره مخ ده او په سلو کلونو کې يې ستر نړيوال بدلون رامنځته کړی دی. په دغسې وخت کې د نړيوالې ټولنې په وړاندې ايا څو اړخيزم او يو اړخيزم، ايا ورخلاصون او کلابندي، ايا همکارۍ او سيالۍ دې وټاکل شي. نړۍ څنګه ده؟ موږ بايد څه کار وکړو؟ دغې پوښتنې واقعي، مسئولانه او عاقلانه ځوابونو ته اړتيا لري.

په دې کيليدیيوخت کې د شانګهای همکارۍ سازمان چې په کې د اقتصاد عمومي اندازه او نفوس د ټولې نړۍ شل سلنه او څلويښت سلنه برخه نيسي، د شانګهای د روحيې تر لارښوونې لاندې په اوسنۍ نړۍ کې يو مهم ابادوونکی ځواک دی. يو پر بل د باور کولو، يو بل ته د ګټو رسولو، مساوات، سلامشورې، د بېلا بېلو تمدنونو احترام کول او د ګډ پرمختګ هڅونې  روحيه د دغه سازمان د پرمختګ او پراختيا پاسورډ دی او نوموړو پوښتنو ته ځوابونه هم دي.    

په دغسې موقع کې د شانګهای روحيه څنګه خپرېدلی شي؟ د چين لوی رهبر شي جين پينګ په دغه غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طب او روغتيا، د خونديتوب لپاره د پرمختګ او د کولتور په څلورو ساحو کې د ګډو ټولنو د جوړولو وړانديز وکړ. د بيلګې په توګه اوس د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې همکارۍ تر ټولو بيړنې دنده ده. چين وړانديز وکړ چې د روغتيا د نړيوال سازمان د لارښوونې رول ته ځای ورکول شي، د دغه وبا د وقايې او کنټرول لپاره د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ همکارۍ دې پياوړې شي، په ګډه دې له سياسي ويروس سره مقابله وشي او د دغه سازمان غړو ته د کوويد-۱۹ ضد واکسين ورکول به لومړی تر نظر لاندې ونيول شي. دغې نظريې د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په ترڅ کې مسئلو او د دغه سازمان دغړو غوښتنو ته ځوابونه ورکول شوي چې له وبا سره د مقابلې لپاره د دغه سازمان باور او توان به نور هم ټينګ شي.

برسيره پر دې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي د کوويد۱۹ وبا په حال کې د اقتصاد د بيا سمسورتيا له ګډو دندو سره مخ دي. شي جين پينګ وويل يوازې په هغه صورت کې چې ټول په ګډه پرمختګ وکړي، رښتيني پرمختګونه رامنځته کېدای شي، د چين پرمختګ له نړۍ څخه نه شي جلا نه کېدای او د نړۍ پرمختګ چين ته اړتيا لري. دا د دغه سازمان د غړو د ګډ پرمختګ لپاره د چين صميمي هيله ده.