شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه
CRI2020-11-11 15:20:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۰مې نېټې په شپه په بېجينګ کې شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو شورا په ۲۰مه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان بايد د شانګهای روحيې په خپرولو سره د کرونا وبا ضد همکارۍ پياوړې کړي، امنيت او ثبات دې وساتي، واقعي همکارۍ دې ژورې او د خلکو ترمنځ اړيکې دې نژدې کړي، د روغتيا، امنيت، پرمختګ او کلتور ټولنې دې جوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي دې پرمخبوزي.

په دغه غونډه کې چې د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيس هېواد روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين لخوا يې مشري کېده، د هند صدر اعظم نايندرا مودي، د قزاقستان ولسمشر قاسيم ژومارت توکايف، د قېرغزستان سرپرست ولسمشر صدر ژپاروف، د پاکستان صدراعظم عمران خان نيازي، د قزاقستان ولسمشر امام علي رحمان او د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضايف په شمول د غړو هېوادونو مشرانو، د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي ولاديمير نوروف ، د دغه سازمان د ترهګرۍ ضد ارګان د اجرائيوي کمېټې مشر دجومافون ګيوسوف په شمول ځينو مسؤلينو، د افغانستان ولسمشر محمد اشراف غني، د مغولستان ولسمشر خالتما باتولګا، د ايران ولسمشر حسن روحاني، د بلاروس صدر اعظم رومن ګولوچېنکو په شمول د دغه سازمان د کتونکو هېوادونو مشرانو او د م م سرمنشي انتونيو ګوټرس ګډون کړی و.

شي جين پينګ خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهيسې د متقابل درناوي، عدالت او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو په اړه د نړيوالو اړيکو نوې نمونه جوړه کړې. په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې مختلفو خواوو يو له بل سره مرستې کړې او د دغه سازمان د ثابت پرمختګ او د کرونا وبا ضد نړيوالې همکارۍ لپاره يې مثبت ځواک برابر کړی دی.

شي جين پينګ په اشارې سره وويل: نړيواله ټولنه اوس د څواړخيزم او يواړخيزم، پرانيستې او ګوښه توب، د همکارۍ او مقابلې له يو لړ سترو ازموينوڅخه د تېرېدو په حال کې ده. د اوسنۍ نړۍ خلک ژوند کوي، پوښتنه کوي چې په نړۍ کې اوس څه روان دي؟ موږ څه وکړو؟ په داسې حال کې د ښکلي ژوند په اړه د مختلفو هېوادونو خلکو اميدونه او هيلې مخ په زياتېدو دي او سوله، پرمختګ، همکاري او ګډې ګټې د زمانې نه بدلېدونکی پرمختيايي تمايل ګرځېدلی دی.

شي جين پينګ څرګنده کړه چې شانګهای همکارۍ سازمان بايد په اوسني حالت کې د شانګهای روحيه خپره کړي، خپلمنځي يووالی او همغږۍ دې پياوړې کړي، د سيمه ييزو هېوادونو د ثبات او پرمختګ لپاره دې لا زيات خدمتونه وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي دې پرمخ بوزي.

هغه په دې اړه څلور فقره ييز وړانديز وکړ: لومړی، موږ دې د کرونا وبا ضد خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د روغتيا ټولنه دې جوړه کړو. دوهم، امنيت او ثبات دې وساتو او د امنيت ټولنه دې جوړه کړو.

موږ بايد شريکه، ټولشموله، همکاريزه او د دوام وړ امنيتي مفکوره ولرو چې له مخې يې مختلفو ننګونو او خطرونو پر وړاندې اغېزمنه مقابله وکړې شو. موږ دې د اړوندو هېوادونو د کورنۍ سياسي اجنډا له قانوني پرمختګ څخه ملاتړ وکړو، د مختلفو هېوادونو له سياسي امنيت او ټولنيز ثبات څخه دې ټينګه پلوي وکړو او د بهرنيو ځواکونو لخوا د غړو هېوادونو په کورنيو چارو کې له مداخلې سره دې سخت مخالفت وکړو.

درېيم، موږ بايد خپلمنځي واقعي همکارۍ ژورې کړو او د پرمختګ ټولنه دې جوړه کړو. څلورم، د خلکو ترمنځ تګ راتګ دې زيات او د کلتور ټولنه دې جوړه کړو.

شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې دا هم وويل:

چين اوس د نوي پرمختيايي حالت د جوړولو په هڅه کې دی او غواړي چې د لا لوړې سويې او پرانيستی اقتصادي نظام جوړ کړي. چين به په ټينګه سره د متقابلو ګټو پر بنسټ پرانيستي ستراتيژي پلې کړي. موږ د مختلفو خواوو هرکلی کوو چې د چين له پرمختيايي فرصت څخه ګټې واخلي او را سره زياتې همکارۍ وکړي.

 

( سپوږمۍ)