څه باندې سلو هېوادونو په امريکا کې د بشري حقونو پر حالت نيوکې وکړې
cri2020-11-12 14:34:38
شريکول:

څه باندې سلو هېوادونو په امريکا کې د بشري حقونو پر حالت نيوکې وکړې

     څو ورځې مخکې د م م د بشري حقونو شورا په يوه غونډه کې ۱۱۰ هېوادونو په امريکا کې د بشري حقونو د حالت په اړه پوښتنې وکړې او اړوندې سپارښتنې يې وړاندې کړې. په همدې ورځ په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر له ۱۰ ميليونو زيات و او د دغه ويروس له امله د مړو شمېر نږدې ۲۴۰ زرو ته رسېدلی دی.

امريکا  په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو پر حالاتو هميشه نيوکې کوي او حتی په همدې پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. خو اوس د امريکا د ملګرو په شمول ګڼ شمېر هېوادونو په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر حالت نيوکې کوي. امريکا په نړۍ کې د اقتصاد ، ټکنالوژۍ او طبي سرچينو په برخو کې تر ټولو پياوړی توان لري، خو په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ مثبتې پېښې او د مړو شمېر ولې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی؟  په دغه هېواد کې د خلکو د ژوند او پرمختګ حقونه ولې تر پښو لاندې کېږي؟

ځواب يې دا دی چې د امريکا سياستوالو تل خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او د خلکو ګټې يې شا ته غورځولې دي، نو دوی د ياد ويروس د وقايې او کنټرول په اړه د اړوندو پوهانو  وړانديزونه بابيزه وبلل او د دغه ويروس پر سياسي کېدو يې ټينګار وکړ او پر وړاندې يې هېڅ اغېزمن تدبيرونه يې نه دي نيولي. واشنګټن پوسټ د دغو سياستوالو داسې عملونه د دولت لخوا منظوره شوې وژنه بللې ده.

په دغه مصيبت کې د امريکا زاړه کسان ډېر سخت زيانمن شوي دي. د نيويارک ټايمز د يوې شمېرنې له مخې، د دغه هېواد په زړکتونونو کې د مړو شمېر د ټول هېواد د مړو کسانو په عمومي شمېر کې يو پر درېيمه برخه نيولې چې دا ډېر د حيران وړ خبر دی. برسيره پر دې، د کوويد-۱۹ تر سيوري لاندې امريکا کې د مختلفو نژادونو ترمنځ توپيرونه هم لا سخت شوي دي. د دغه هېواد د ناروغۍ د کنټرول مرکز د تازه شمېرنې له مخې، له هغو کسانو څخه چې عمرونه يې له ۳۰ څخه تر ۳۹ کلونو دي، د کوويد-۱۹ له امله د لاتيني او افريقايي الاصله کسانو د مړينې انډول په جلا توګه ۳۸.۴ سلنه او ۲۷.۹ سلنه و چې دا د کاکوسيانو د ۲۰.۲ سلنې په نسبت ډېر لوړ دی. د امريکا د عامه تګلارو څېړنیزې ادارې څو ورځې مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې هره اوونۍ له کاکوسيانو پرته د بېلا بېلو نژادونو خلک د کوويد-۱۹ له امله مړه کېږي، که دغه ناروغان په وخت تر درملنې لاندې ونيول شي، نو د ډېرې مړينې مخنيوی به وشي. له دې څخه ښکاري چې په امريکا کې نه يوازې نژادي تبعيض شتون لري، بلکې په سياسي نظام کې يې هم ډېره نيمګړتيا موجوده ده.

د دې تر څنګ په امريکا کې د پوليسو لخوا د زورزياتي ډک عملونه هم د بېلا بېلو نژادونو لپاره ډېر د اندېښمن وړ دي.

د امريکا سياستوالو د خپل هېواد په دننه کې د بشري حقونو له مسئلو سره سره په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو ډېرې ستونزې پيدا کړې دي. امريکا پر ايران ډېر بنديزونه لګولي چې له امله يې په ايران کې د شکرې ناروغان  يو واکسين ته په ډېر مشکل لاسرسی پيدا کوي، د کوويد-۱۹ ويروس له امله، په دغه هېواد کې د وګړيو پر مخ ستونزې لا زياتې شوې دي. خو د امريکا سياستوالو نه يوازې ايرانيانو ته د مرستې لاس اوږد نه کړ، بلکې پر ايران يې لا زيات بنديزونه ولګول، د دوی دغه عمل د نړيوالې ټولنې له مخالفت او نيوکو سره مخ دی. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو دوه ژبې لري او وايي چې، ((موږ نه يوازې پر بشري حقونو بحث کوو، بلکې بشري حقونو ته لومړيتوب ورکوو او ساتنه يې کوو.))  په دې کې شک نه شته چې نړيوالو د امريکايي سياستوالو عملونه پېژندلي، ځکه دوی د بشري حقونو ساتنه نه کوي، بلکې پر بشري حقونو تېری کوي. ګڼ شمېر هېوادونه اوس په امريکا کې د بشري حقونو پر حالت نيوکې کوي، دوی بايد سمدلاسه خپلې تېروتنې وپېژني او سم تدبيرونه دې ونيسي.