د پيکينګ پوهنتون عحيبه محافضان
CRI2020-11-13 17:22:41
شريکول:

په دې وروستيو کې چين کې يو خبر ډېر د پام وړ ګرځېدلی دی چې په پيکينګ پوهنتون کې د ”جانګ ون لونګ“ يوه محافظ په خپلو نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره څه باندې ۱۵ زره انګليسي کليمې په ياد زده کړې او بهرنيو محصلينو سره په انګليسي ژبې روانې خبرې کولای شي.

آيا د عامو خلکو لپاره د ۱۵ زره انګليسي کليمو په ياد زده کول آسانه دي؟

 يو چيني محصل ښايي د ليسانس درجې د ګټلو لپاره تقريباً له ۴ نه ۶ زره انګليسي کليمې حفظ کړي، که څوک غواړي د TOFEL يا IELTS له ازموينو څخه ښې پايلې ولري، ښايي له ۷ نه تر ۸ زرو انګليسي کليمې حفظ کړي.

جانګ ون لونګ چې په هېڅ پوهنتون کې يې زده کړې نه دي کړې او په ورځ کې په پيکينګ پوهنتون کې د امنيت ساتلو دنده لري، له تېرو ۳ کلونو راهيسې د ښوونکو له مرستې پرته د خپلو شخصي وختونو په لګولو سره ۱۵ زره انګليسي کليمې حفظ کړې دي.  آيا دا خورا عجيب خبر دی که نه؟

تاسو پوهېږئ چې پيکينګ پوهنتون په چين کې تر ټولو غوره پوهنتون دی او په نړۍ کې هم ډېر شهرت لري. زيات چيني ساينسپوهان او سياستوال له دغه پوهنتون څخه فارغ شوي يا پکې يې د ښوونکو په توګه دندې درلودې. په پيکينګ پوهنتون کې شاملېدل او زده کړه د چيني زده کوونکو لپاره خورا ګرانه ده. ځکه کابو هر چينايی غواړي چې د پيکينګ پوهنتون محصل وګرځي، نو سيالي يې خورا تيزه ده، هر کال يوازې تر ټولو ښه نتيجه لرونکي زده کوونکي پکې شاملولای شي. په دغه پوهنتون کې د چين تر ټولو نامتو پروفيسران او هوښيار محصلين شتون لري.

په حقيقت کې له څو لسګونو کلونو راهيسې له پيکينګ پوهنتون څخه څو تنه غوره امنيت ساتونکي رامنځته شوي دي. ”جانګ جون چنګ“ چې د ۱۹۹۵ کال په مې کې يې پيکينګ پوهنتون کې د محافظ په توګه دنده پيل کړه، بيا يې د همدې کال په مني د چيني لويانو په ځانګړي کانکور کې د ښې پايلې په ګټلو سره د ياد پوهنتون په قانوني څانګه کې شامل شو، له فارغېدو وروسته يې په خپل ټاټوبي کې د ښوونکي دنده پر غاړه واخيستله، په ۲۰۱۵ کال کې يې يو ښووځی جوړ کړ او اوس د خپل ښوونځي مشر دی. ”ګان شيانګ وی“ د پيکينګ پوهنتون لومړی محافظ دی چې پخپله يې يو کتاب ليکلی او چاپ يې کړی دی. د ده کتاب نوم دا دی چې د يو محافظ په توګه په پيکينګ پوهنتون کې زده کړه کوم. ولې د دغه پوهنتون د محافظانو له ډلې څخه دومره زيات بااستعداده کسان رامنځته کېږي، ځکه چې په پيکينګ پوهنتون کې د زده کړې ډېره مناسبه او په زړه پورې فضا ده، نو حتی امنيت ساتونکي هم له زده کړې سره علاقه او جدي رويه لري.  ايا تاسو هم داسې بااستعداده کسان پېژنئ او په اړه يې کيسې در سره وي، له موږ سره شريکې کړئ!