د شانګهای د پودونګ ناحيې د ورخلاصون کيسه
cri2020-11-13 14:44:04
شريکول:

د شانګهای د پودونګ ناحيې د ورخلاصون کيسه

د شانګهای د پودونګ ناحيې د ورخلاصون د ۳۰مې کاليزې نمانځغونډه د نومبر په ۱۲مه نېټه ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون کړی و او مهمه وينا يې وکړه او د دې ناحيې د راتلونکي پرمختګ په اړه يې هيله وښودله.

په تېرو ۳۰ کلونو کې پودونګ ناحيې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي، مثلاً يو سلو دوه ميليارډه او نهه سوه پنځوس ميليونه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګې او د ۱۷۰ هېوادونو او سيمو کابو ۳۶ زره تصدۍ يې راجلب کړي، د ۳۵۰ بهرنيو شرکتونو سيمه ييز دفترونه په همدې ناحيه کې دي، د نړۍ له ۵۰۰ غښتلو تصديو څخه ۳۴۶ يې په همدغه ناحيه کې د پانګونې پروژې لري. شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د پودونګ ناحيې د ورخلاصون د ۳۰ کلونو په درشل کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي او د چين ځانګړتیا لرونکي سوسياليزم د وړتيا نمونوي نښه ګرځېدلې، او د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارو د پلې کېدو اغېزه يې ښکاره کړې ده.

 ۳۰ کاله مخکې د پودونګ ناحيې د ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو موخه دا وه چې د اقتصادي چارو په اړه له نړۍ سره ارامې خبرې وکړي.  د دې موخې تر لارښوونې لاندې دغې ناحيې يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي چې له مخې يې د ګمرک لومړی ګدام، د صادراتي توکو د چمتو کولو لومړی مرکز او د بهرنۍ پانګې لومړی بانک په شمول ډېر نوي شيان همدلته جوړ شول.

د چين د پرمختګ پلان له مخې، له اوس نه د روانې پېړۍ تر منځنۍ مودې پورې د چين لخوا د سوسياليستي عصري هېواد د جوړېدو له ۳۰ کلونو سره برابر دی. خو اوس په نړۍ کې پيچلي بدلون روان دی او په چين کې د پرمختګ نوی شکل د جوړېدو په حال کی دی، نو پودونګ ناحيه څنګه کولای شي چې د ګډو ګټو پر بنسټ له نړيوالو سره ښې همکارې وکړي؟ دغې پوښتنې ته هم ځواب دا دی چې د لوړې کچې اداري ورخلاصون بايد جوړ شي.

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د لوړې کچې ادارې ورخلاصون په برخه کې د پودونګ ناحيې تجربې د هېواد نورو سيمو ته هم ليږدول شوي او ډېرو ترې ګټې پورته کړي دي. په ياده نمانځغونډه کې شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د لوړې کچې ورخلاصون او ورپرانيستي بايد وهڅول شي او په نړيوالو همکاريو او سياليو کې بايد خپله نوې وړتيا وښودل شي. په تېرو ۳۰ کلونو کې نه يوازې د پودونګ ناحيې د پرمختګ تجربې راغونډې شوي، بلکې دا د دغې ناحيې د راتلونکي پرمختګ غوښتنه هم ده.

شي جين پينګ زياته کړه چې د شانګهای د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې رول بايد ښه ولوبول شي. په دغه ازمويښتي سيمه کې بايد تر ټولو لوړ معیار او سويه غوره شي او د لا لوړې کچې تر فشار لاندې بايد اړوندې ازموينې دې ترسره شي.

برسيره پر دې، د ګردې نړۍ د سرچينو د ويشلو توان پياوړی کول او د هېواد د پرمختګ د نوي شکل لپاره خدمتونه کول هم په پودونګ ناحيه کې د لوړې سويې ورخلاصون او اصلاحاتو د ترسره کېدو محتويات دي. اوس په نړۍ کې د پرمختګ نوي شکل جمله ډېره د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. د پودونګ ناحيې د راتلونکي پرمختګ يوه موخه دا ده چې د هېواد د کورني دوران مرکز وګرځي او د کورني او بهرني دورانونو لپاره د ستراتېژيکي ځنځير د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي. دا د پودونګ ناحيې د راتلونکي پرمختګ لوری روښاڼه کوي او ترې ښکاري چې چين به د پرمختګ لا زياتې ګټې له نړيوالو سره شريکې کړي.

څېړونکي دې ته اشاره کوي چې د پودونګ ناحيې د راتلونکې پرمختګ ارزښت نه يوازې چټکه ابادي ده، بلکې نړۍ ته د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم حياتي ځواک هم روښانه کوي. نړۍ به په راتلونکو ۳۰ کلونو کې د پودونګ ناحيې په شمول د ټول چين حياتي ځواک وګوري او په دې بهير کې به د پرمختګ لا زيات فرصتونه پيدا کړي.