د چين په انلاين پلور دوکانونو کې د بهرنيو توليداتو اندازه لوړه شوې
cri2020-11-13 16:29:39
شريکول:

د چين په انلاين پلور دوکانونو کې د بهرنيو توليداتو اندازه لوړه شوې

     چين له اوسني نوي وضعیت سره سم د هېواد د کورني دوران پر بنسټ کورني او بهرني دورانونو د هڅولو په موخه د پرمختګ نوي شکل ټاکلی دی.

سږ کال چين کې د نومبر د ۱۱مې نېټې د انلاين سوداګريزې ورځې په درشل کې د بهرنيو توليداتو د مصرف اندازه ډېره زياته شوې ده. په همدغه ورځ ۲۵ زره بهرنیو تصديو د "تيمال"  په نوم انلاين سوداګريز شرکت په امتيازي خرڅلاو فعاليت کې ګډون کړی و او له دې جملې څخه څه باندې ۲۶۰۰ نوې سوداګريزې نښې او ۱.۲ ميليونه بهرني توليدات په لومړي ځل په دغه فعاليت کې برخه درلودله. د يوې شمېرنې له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۱۱مې نېټې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې د دغو بهرنيو توليداتو د معاملو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۴۷.۳ سلنه زيات شوی دی.

      د تيمال د شمېرو وړاندې کوونکي هوانګ لې وويل: اوس چينايان د انلاين سوداګريز ډګر له لارې د رواندا کافې، د چک ګیلاس او د دوبۍ د اوښانو شيدې په شمول د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلو ډول ډول توکو ته لاسرسي کوي. د نړۍ څه دباندې ۳۰ زره سوداګريزې نښې د علي بابا په انلاين ډګر کې دکانونه لري او په مستقيمه توګه له چيني مشتريانو سره کاروبار کوي. بله خوا، دغه سوداګريزې نښې څه باندې ۶ زره ډوله توليدات لري او په ښه توګه به د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره حياتي ځواک برابر کړي.

     سږ کال چيني مشتريانو په انلاين توګه ډېر بهرني توليدات اخيستلي او په عين وخت کې په انلاين سوداګريزو ډګرونو کې د بهرنيو توليداتو شمېر او ډولونه هم ډېر زيات شوي دي. د JD انلاين سوداګريز ډګر شمېرې ښيي چې د نومبر د ۱۱مې نېټې د انلاين سوداګريزې ورځې په درشل کې د څه باندې سلو هېوادونو او سيمو څخه راغلي توليدات په دغه انلاين ډګر کې ښودل شوي دي. د ( پين دوه دوه) په نوم د چين د تازه انلاين سوداګريز ډګر په وروستيو کلونو کې ستر پرمختګ موندلی، د دې ډګر د مصرف د څېړنيزې ادارې مرستيال ليو جونګ چي وويل، سږ کال د ( پين دوه دوه) ډګر کې د وارداتي توليداتو د سپارښتي بيلونو شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت کابو ۱۲۰ سلنه زيات شوی دی او له دې جملې څخه د سينګار او ښکلا سامانو، د برېښنايي وسايلو او د ماشومانو د اړتياوړ توکو په شمول د توليداتو د سپارښتنو زياتوالی تر ټولو ډېر دی.

     په بېلا بېلو انلاين ډګرونو کې د توکو خرڅلاو شمېر په زياتېدو سره د چټک پوسټ چارو کارونه هم زيات شوي. د چټک پوسټ بېلا بېلو شرکتونو هم د يادې انلاين سوداګريزې ورځې لپاره د کارکوونکو شمېر زيات کړی او د تکنالوژۍ او تجهيزاتو په برخو کې يې ډېرې تياريانې هم نيولې دي.

د بي بي سي د خبر له مخې، يوازې د علي بابا شرکت د چټک پوسټ فرعي شرکت د ۴ زرو ځانګړو الوتکو او بېړيو له لارې د چيني مشتريانو لخوا اخيستل شوي وارداتي توکي چين ته ليږدولي او په دې بهير کې ۳ ميليونو کارکوونکو برخه اخيستې.

د چين د شمېرنې دولتي رياست د شمېرنې له مخې، د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې چين کې د انلاين معاملو ارزښت له ۸ زرو ميليارډو يوانو څخه زيات و، دغه شمېر کابو له ۱.۲ زرو امريکايي ډالرو سره برابر و او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۹.۷ سلنه زيات شوی او د زياتوالي سرعت يې د روان کال د لومړۍ نيمايي په پرتله ۲.۴ سلنه ګړندی شوی دی.