د چين لوی رهبر شي جين پينګ په يوه مياشت کې په وار سره د ګوانګ دونګ ولايت له شن جن ښار او د شانګهای ښار له پو دونګ سيمې څخه ليدنې وکړې او هلته يې په لمانځغونډو کې هم ګډون کړی دی. شي جين پينګ د نوموړو سيمو د پرمختګ د پلان لپاره مهم ترتيبات وړاندې کړل چې د لا اصلاحاتو ، پرانيستلو او نوښت روښانه نښه يې خپره کړې ده. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د دې دوو کړکيو له لارې نړۍ نه يوازې د لوړوالي په لوري ګامونه اخيستي، لوړې کچې او لوړې موخې ته د رسېدو لپاره د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګ هوډ له نژدې ګوري ، بلکې د ګډو ګټو پر بنسټ ستر فرصتونه او د چيني لارې پياوړی ځواک هم ګوري.
له ۴۰ کلونو راهيسې شن جن ښار د يو کوچني کب نيولو له کلي څخه په نړيوال نوښتګر ښار بدل شوی او له ۳۰ کلونو راهيسې پو دونګ سيمې له خړ ساحل څخه په عصري سيمې بدل شوی دی. د دې دوو ځايونو ستر بدلونونه نړۍ ته څرګنده کړې چې ولې اصلاحلات او ورخلاصون د عصري چين د برخليک کلي ده. له دغو دوو ځايونو څخه يوه ځانګړې سيمه ده او بله يې نوې سيمه ده. که څه هم دوی خپلې ځانګړتياوې لري ، خو دوی ګډه دنده لري. دا دواړه سيمې بايد د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې مخکښ رول ولوبوي او د چين د راتلونکي پرمختګ په جريان کې دې هم مثالي رول و لوبوي.
د وروستي اعلان شوي ۱۴م پنځه کلن پلان وړانديز پر اساس ، اصلاحات ، ورخلاصون او نوښت په هراړخيزه توګه د سوسياليستي معاصرې ابادۍ لپاره مهم
پيل ټکی دی. د يادونې وړ ده چې د چين لوی رهبر د دې دريو نقطو پر اساس د شن جن او پو دونګ د راتلونکي پرمختګ لپاره واضح ترتيبات وړاندې کړي دي.
د دې دوو ځايونو د نوي پرمختګ لوری نه يوازې د اصلاحاتو او پرانستې لوړې کچې ترلاسه کولو لپاره د چين سالم عمل دی ، بلکې نړۍ ته يې د بې دريغه اصلاحاتو او پرانيستلو باندې د چين ټينګ هوډ او اعتماد څرګند کړی دی.