د شانګهای د پودونګ سيمې نوښت او پرمختګ
CRI2020-11-15 16:16:10
شريکول:

د نوښت پياوړتيا د پرمختګ د لارې په نوی مبدأ کې د شانګهای د پودونګ سيمې يوه نوې دنده ده. نوښت د نوموړې سيمې د تېرو ۳۰ کلونو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او په راتلونکې کې به لا پياوړی مقام خپل کړي، ځکه دغه کار د ساينس او تکنالوژۍ له لارې د پرمختګ په اړه د چين له اوږدمهالي موخې سره سمون لري او د څوارلسم پنځه کلن پلان له هغه وړانديز سره مطابقت لري چې د خپل قوت په اتکا د ساينس او تکنالوژۍ پرمختګ به د هېواد په پرمختيايي ستراتيژۍ کې مهمه دنده وګرځي.

پونګ دونګ سيمې له تېرو څو کلونو راهيسې د وړتيا لرونکو کسانو د راجلبولو په برخه کې نوې تګلارې تطبيق کړې او له امله يې د نوښت لپاره يې پياوړی قوت راغونډ کړی. تر اوسه پورې په دې سيمه کې د راغونډ شويو وړتيا لرونکو کسانو شمېر يو مليون او ۴۵۰ زرو ته رسيدلی دی چې دا شمېر د ځايي دايمي اوسېدونکو له ۲۵ سلنې سره برابر دی. د تکنالوژۍ نوښت له مالي ملاتړ څخه نه شي جلا کېدای. چين د نظامونو د نوښت له لارې د پخو بهرنيو پولي بازارونو په شان د تکنالوژيکو چارو سهامي بازار جوړ کړی، څو د پولي بازار پيسې د تکنالوژۍ له نوښت څخه ملاتړ وکړي.

د يادولو وړ ټکی دا دی چې پودونګ سيمې په تېرو ۳۰ کلونو کې په خلاص چاپيريال کې پرمختګ کړی او په راتلونکي کې به همدغسې وي. د خپل قوت په اتکا نوښت په سر پټي چاپيريال کې نه شي رامنځته، بلکې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا له لارې رامنځته کېدلی شي. پودونګ سيمه به د چين د لوي کورني دوران د مرکزي ټکي او د کورنيو او بهرنيو دورانونو د نښلولو رول ولوبوي او په دې سيمه کې به د نړۍ د ساينس او تکنالوژۍ د نوښت عناصر راغونډ شي، څو د چين د باکيفيته پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي. په پودونګ سيمه کې راغونډ شوي نړيوال شرکتونه به د دې سيمې د تکنالوژۍ له پرمختګ څخه ګټې واخلي.