اجينيسا ريجيپو: له ميندو څخه د ماشومانو د جلا کولو حالت نشته
CRI2020-11-15 18:32:42
شريکول:

اجينيسا ريجيپو: له ميندو څخه د ماشومانو د جلا کولو حالت نشته

اجينيسا ريجيپو د چين د شينجيانګ د ختن اوسېدونکې ده او اوس د خپل کلي په يوه فابريکه کې کار کوي. د ځينو بهرنيو خبري رسنيو د غلطو او ناسمو خبرونو په لړ کې ويلي، چې په شينجيانګ کې په فابريکو کې د وړکتونونو د جوړونې له لارې د مسلمانو کورنيو غړي جلا کړی شوي او ماشومان له ميندو څخه بېل شوي. اجينيسا ريجيپو په دې اړه وويل، چې دغو خبر جوړوونکو هېڅکله د فابريکو له وړکتونونو څخه ليدنې نه دي کړي او د دغو فابريکو له کارکوونکو سره تماس او پوښتنې نه دي کړې، نو دغه بهرنۍ رسنۍ رښتينياوو او حقايقو په اړه معلومات نه لري او له ځانه بې بنسټه خبرونه جوړوي.

اجينيسا ريجيپو د يوې فابريکې کارکوونکې او د دوو ماشومانو مور ده، نو هغه د فابريکې د وړکتون په اړه زيات معلومات لري. فابريکې د ښځينه کارکوونکو د ژوند د ښه والي لپاره وړکتون جوړ کړی او دغه وړکتون د هر کارکوونکي لپاره په وړيا توګه پرانيستی دی.

اجينيسا ريجيپو وويل، چې فابريکې د کارکوونکو ستونزه حل کړې، که د فابريکې وړکتون نه وي، هغه ښايي يوازې په کور کې د ماشومانو په پالنه بوخته وي. هغه وايي،د دروغ جوړوونکو هرکلی کوو چې يو ځل ختن ته راشي او زما له کور څخه ليدنه وکړي او زما ماشومان وګوري.